اور خپل طبعي عادت سوځول پرېښودل!!!

ایا ته خبر یې د ابراهیم خلیل الله د سوځلو لپاره چي یې کله اور بلاوه ، نو هغه ته مایوسي نه پېښېده ، ځان یې هلاک نه باله ، بلکي دا یقین یې و چي الله تعالی یې بهترین خیر خواه دی ، ملائکي ته یې ځواب ورکړ چي ماته ستا د مرستي کوم حاجت نشته ، ځکه ما خپل رب ویني او څه چي د هغه رضا وي ، زه په هغه خوښ یم.

هغه ؤ چي د نوموړي لپاره اور لا هم خپل طبعي حالت یعني سوځول پرېښودل ، اور خپل ځان ورته یخ باغ ، امن او سلامتي وګرځول ،

الله تعالی فرمایي :

قُلْنَا يٰنَارُ كُونِى بَرْدًا وَسَلٰمًا عَلٰىٓ إِبْرٰهِيمَ (سُوۡرَةُ الانبیَاء: 69)
ژباړه : موږ وويل: “اې اوره په ابراهيم باندي يخ شه او سلامتيا جوړ شه.”

دریاب موسی علیه السلام غرق نه کړ ، ځکه هغه په لوړ اواز وویل :

قَالَ كَلَّآ ۖ إِنَّ مَعِىَ رَبِّى سَيَهْدِينِ (سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء: 62)
ژباړه : نه داسي نه ده ( لکه تاسي چي وایاست ، بلکي ) یقیناً زما رب ، زما سره دی ( په نصرت او اعانت سره ) ژر ده چي ماته ( د نجات لاره ) راوښيي .

جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حرا کي خپل ملګري ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه ته زیری ورکړ، ویل مه غمجن کېږه :

ِۦلَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ (سورة التوبه ایت ۴۰)
ژباړه: “مه غمجن کېږه، بېشکه الله زموږ سره دى.”

هغه ؤ چي امن ، بری او سکون یې په برخه شو ،

خو افسوس چي د اوس مهال غمځپلي او د ناوړو حالاتو ښکار شوي خلک یوازي او یوازي خپل شکلونه د تنګۍ ، بدبختۍ او افسوس و ارمان په هنداره کي ویني ، دا ځکه چي د هغوۍ نظر د اُطاق تر دېوال او دروازې پوري محدود دی ، کاش چي هغوی د پردې شا هم لیدلای او د دېوال ها خواته یې هم فکر پرواز کولای شوای ، نو به یې یقین راغلی وای چي زړه تنګي همېشه پر یوه حالت نه وي ، مګر هو د اصلاح او سمون پر لار به قدمونه اخلې ، له لاس او ژبي څخه به دي هیڅ انسان تکلیف نه ویني ، ځان ته چي څه خوښوې ، هغه به بل ته هم غواړې ، د الله تعالی مخلوق ته به د خپل ګران اولاد په سترګه ګورې ، بیا نو ووینه چي ستا مهربانه رب پر تا څومره د رحمتونو باران اوروي.

احمد جنيد مبارز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب