نشنلیزم (ټولنیز سرطان)

نشنلیزم د خپلو بېلابېلو شکلونو رنګونو او تعصباتو لکه دیني، قومي، تژادي، سیمه ایزو او داسې نورو له مخې د ایډز مرض په شان یو خطرناک ساري مکروب دی چې ټولنه د تباهۍ لوري ته راکاږي.

د تاریخ په اوږدو کې د نشنلېزم پوچ شعارونه د نجات، پرمختګ او خوښۍ پرځای تل د تباهۍ، وېنې تویولو، بېرته پاتې کېدلو او د قومي او نژادي جغرافیوي او تاریخي تشکل او تنظیم د له منيځه وړلو لاملونه ګرځېدلي دي. او همیشه استعماريې ځورواکانو د خپلو استعماري موخو لپاره د استعمار شویو هېوادونو پر وګړو ور تپلي دي او د خپلې بقاء لپاره یې ملتونه پخپلو کې اخته کړې دي.

نشنلیستي نظریات، شعارونه او نارې خو په پیل کې په پوره سپېڅلتیا د خپلو ژبنیو، نژادي، قومي، سیمه ایزو، سیاسي او ټولنیزو حقوقو او مصالحو د لاس ته راوړلو لپاره اوچتېږي، خو په پای کې بیا د دغسې خلکو لپاره لوی اخلاقی معیار د هغوی محدودې قومي، ژبني، نژادي او…ګټې او همدغه لنډې تنګې ارزوګانې وي، د دوی په نظر د نېکۍ کار همغه دی چې هغه د خپل قوم، نژاد، ژبې … لپاره ګټور وي که څه هم دروغ وي، بې ایماني وي، ظلم او یا بل داسی څه وي چې په هرحال لویه ګناه ګڼل کېدای شي سرچپه د دوی په نظر بدکار هماغه دی چې د دوی قومي، نژادي، لساني، او سیمه ایزو ګټوته زیان ورسوي که څه هم رښتیا وی، عدالت وي، د حق ترسره کول وي، د حق اداء کول وي او یا بل داسې عمل وي چې هغه له لوړو اخلاقي ارزښتونو او ښېګڼو څخه ګڼل کېږي.
د دې مفکورې په اساس د قوم د هر وګړي د ښه توب، پوهې بیدارۍ معیار دا وي چې که له هغه ځينې د قوم، ژبې، سیمې … د ګټو خوندي کولو لپاره د هر راز قربانۍ لکه د سرومال د ضمیر او اخلاقو، انسانیت، نفس او عزت، غوښتنه وشي، ځان ورته چمتو کړي او ترې ویې نه سپموي. او په دې اساس د خپلې ډلې شمېرزیات کړي او د نورو په مقابل کې خپله جنډه اوچته کړي.

له خپل قوم، نژاد، ژبې او سیمه ایز تشکل سره نیکي، ښېګڼه او مینه د هر چا مسلم حق دی خو په دې شرط چې د نورو قومونو او نژادونو حقوق ترپښولاندې نه شي، دبې ځایه تعصب او افراطي طرفدارۍ بڼه غوره نه کړي او له نورو ملیتونو نه د کرکې پولې ته ونه رسي.

هر څوک چې د خپلې ژبې د ژوندې ساتلو او د نورو د له منځه وړولو لپاره هلې ځلې کوي او یا د خپل قوم لوړتیا او د نورو د ځوړتیا لپاره هڅه کوي هغه په حقیقت کې د الله د قدرت د نښنانو پرضد جنګ کوي او غواړي چې د الله د قدرت له نښو څخه یوه نښه له منځه یوسي، قرآنکریم په دې باب فرمايي: {وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ…} [الروم : 22] یعنې د ژبو، رنګونو، او نژادونو اختلاف د الله جلاله د قدرت له نښانو څخه دي.

نشنلېزم په خپل هر رنګ او شکل ډیره خطرناکه ناروغي ده چې تل د عروجي حرکت پرځای نزولي حرکت کوی، له لوی ملت نه قوم او له قوم نه کوچنۍ قبیله او له قبیلې نه خپل کور ته د خپلو وروڼو ترمنځ هم سرایت کوي ځکه د دې ساري ناروغۍ بڼسټ په خود غرضۍ، خودخواهۍ، انانیت او د ځان د غوروالي په اساس اېښودل شوی دی. کله چې په انسان کې د ځان د غوروالي او د بل د سپکوالي تصور پیدا شي نو هغه هېڅکله د ټولنې او فرد لپاره ګټور نه شي ثابېتدای او نه د خدمت مصدرګرځېدای شي بلکې د ټولنې د نېکمرغۍ په ځای به د ټولنې د بد بختۍ سبب ګرځي.

په نشنلیستي تعصباتو کې د اخته انسان د لید زاویه ډېره تنګه وي او په ډېره تنګه دایره کې حرکت کوي دا ځکه چې دغه تعصبات په سترګو پردې غوړوي او بیا نو د ښو او بدو، حق او باطل تمیز پرې نه شي کولای، په ځای ددې چې ځان او نور له تنګو نه پراخ ډګر ته راوباسي په تنګو کوڅو او لارو سرشي او په نتیجه کې د خپل ځان او نورو خلکو د تباهۍ سبب وګرځي.

نشنلیستي تفکر کله هم د بشریت د نېکمرغۍ سبب شوی نه دی، بلکې تل یې انسان د بدبختیو سره مخامخ کړی دی. هټلر چې د قوم غوره والي په فکر د څومره انسانانو وینې تویې کړې او موسولېنې چې د خپل ملت او نظام د برترۍ مسئله وړاندې کړه، همدا نظریات او تعصبات وو چې د نړیوالې جګړې لپاره یې لاره هواره کړه او د زرګونو انسانانو له کوپړیو نه یې څلي جوړ کړل. مشهور تاریخ پوه ارنولد توینبی وایي: نشنلیستي فکر هېڅکله بشریت نه شي یو کولای بلکې دغه فکر او ایدیالوژۍ همېشه بشریت تقسیم کړی او وحدت یې ټوټه کړی دی، نو ځکه نشنلیزم هېڅ راتلونکی نه لري.

له اسلام نه مخکې هم دغه قومي، ژبني، او نور مسایل وو چې ډېرو وړو او کوچنیو خبرو باندې به په سلګونو کاله د انسانانو وينې توېیدلې او بې موجبه به د بې ګناه انسانانو ژوند له خطرسره مخامخ وو، خو دا یوازې اسلام ؤ چې دغه خطرناکه ناروغي یې ښه وپېژندله او په دې و توانېده چې علاج یې وکړي. په دې توګه یې کلونو کلونو جاهل دښمنان سره وروڼه کړل او د دښمنۍ پر ځای یې هغوی ته د مينې او محبت پیغام ورکړ.
په اسلام کې د غوره والي او لوړوالي معیار تقوی او نیکي ده نه نژاد، ژبه، نسب، قوم او سیمه بلکې هغه اخلاق او لوړ ارزښتونه دي چې انسان هم خپل ځان او نور د لوړوالي مدارجو ته پرې رسوي.

په اسلام کې مادي معیارونو ته هېڅ اعتبار نه شته بلکې دلته په معنوي معیارونو او ارزښتونو حساب کېږي. د اسلام له نظره په قوم، ژبې، نژاد او داسې نورو باندې ویاړل او افتخار کول او نور اساسي ارزښتونه له نظره غورځول جاهلیت بلل شوی دی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ډېرلوی صحابي حضرت ابوذرغفاري یوه ورځ حضرت بلال حبشي ته وویل چې ای د تورې ښځې زویه!! کله چې دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریده ډېر په قهر شو او حضرت ابوذر ته یې وویل چې په تا کې اوس هم جاهلیت شته. اسلام دغسې تعصباتو ته چټلي او ناولتیا ویلې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان وته حکم کړی چې دغسې افکار او نظریات پرېږدي او ګوزاریې کړی چې دا چټلي او ناولتیاده.

اسلام په بشري وحدت او یووالي عقیده لري ځکه چې بشریت ټول یو نسل او نژاد دی او د حضرت آدم علیه السلام اولاده ده، نو پرته له معنوي معیارونو او تقوی یو پر بل باندې فضیلت او غوره والي نه لري او اسلام د ټول بشریت او ټولې نړۍ لپاره د رحمت نظام دی او پیغام یې خاص نه دی ځکه خو قرآنکریم په ایها الناس یعنې ای خلکو! سره خطاب کوي او کوم ځانګړي قوم نژاد او قوم ته خطاب نه کوي.

تور، سپین، سور مختلف نژادونه قومونه او قبیلې یوازې په خپلو کې د تعارف او پېژندلو لپاره دیي نه دا چې یو له بل نه کرکه او نفرت وکړي او یا یو پربل ځان غوره وګڼي. قرآنکریم او احادیثو دغه مطلب په صراحت سره څرګند کړی دی چې تاسې ټول له یو نر او ښځې نه پیدا شوي یاستئ او بیا مو مختلف قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژندل شئ. دارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې عربي په عجمي او عجمي په عربي څه لوړوالی او غوره والی نه لري او نه هم سور او سپین په تور څه غوره والی لري.
خو همدا نشنلیزم دی چې کله د ژبې، کله د قوم، کله د رنګ، کله د نژاد او کله یې د سیمې او سکتر مسئله را منځ ته کړې ده، لوی کارونه او لوی تشکیلات یې واړه کړي لوی قومونه او ولسونه یې په همدغسې تنګ نظرانه شعارونو او نارو سره تیت او پرک کړي دي او بالاخره یې له منځه وړي دي او د حقوقو د لاس ته راوړلو په ځای یې له حقوقو نه بیخي محروم کړي دي. نشنلیزم نه د ژبې په نوم عربان سره یو کړل نه یې ترکان سره راټول کړل او نه یې هم په یوه انګلیسي ژبې خبرې کوونکې سره یو دولت او اداره کړل او نه یې هم د نړۍ په کوم ګوټ کې د رنګ په نوم د افریقا تور پوستان سره راټول کړل. د قوم، قبیلې او نژاد په نوم نه آسیایان سره یو شول او هم اروپایان او یا نورسره متحد شو.بلکې ګورو چې همدا نن هم افریقا کې د تور پوستانو ترمنځ د همدې توپیرونو په نوم وینې توییږي اروپا ترنژدې پرون پورې په همدغه عنوانونو باندې د همدغسې وینو تویوونکوحوادثو شاهده ده او د نړۍ په نورو کونجو اوکنارو کې همدغه نوم او عنوان باندې ډېر څه تېر شو او روان دي.

ښکار مثال یې په ډېر نژدې تاریخ کې د مسلمانانو د وحدت او یووالی وروستی دمه ځای لوی عثماني اسلامی خلافت ؤ چې له ډېرو منفي نقطو سره بیا هم د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د هیلو یوازینی سمبول او ستر متحد سنګر ؤ، ترڅو چې موجود ؤ د مسلمانانو آرام او هوسا سنګر ؤ او د اسلام دښمنانو په برګو سترګو ورته نه شول کتلای خو د مسلمانانو ابدي او همیشني دښمنانو(یهودانو) هڅه وکړه چې په څه ناڅه طریقه د مسلمانانو دغه ګډ کورعثمانی خلافت له منځه یوسي مګر سلطان عبدالحمید د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ او یهودانو چې بله لاره نه درلودله نو په مسلمانانو کې یې د نشنلیزم تخم وکاره او د عربي نشنلیزم او ترکي نشنلیزم په نوم یې مسلمانانو په خپلو کې سره وجنګول او په دې توګه ترکي اسلامي خلافت ټوټې ټوټې شو او د اسلامي امت په زړه کې فلسطین او د مسلمانانو لومړۍ قبله (بیت المقدس) یې په خپله ولکه کې راوست او اسراییلی دولت یې تشکیل کړچې نن د مسلمانانود واحد تشکل د نشتوالي له امله له اندونیزیا نه تر الجزایر پورې ټوله اسلامي نړۍ په مستقیم او یا هم غېرمستقیم ډول د استعمارګرو اغېز لاندی ده او که په کوم ځای کی څوک سر را پورته کوی استعماري ځواکونه یی د خپل ورور په لاس نسکوروي او سرپورته کولو ته یې نه پرېږدي.

له همدې ځایه دا اوس مونږ ګورو چې ښکېلاک ګر په یوه او بله پلمه د متحد افغانستان د تقسیمولو په غرض هڅّه کوي چې د نشنلیزم ساري ناروغي پکې وکري،چې البته څه په شعوري او څه په غیرشعوري ډول په دغې خطرناکې او نه روغېدونکې ناروغۍ اخته دي اوس نو په ځای ددې چې افغانستان مسلمان ولس په ټپونو باندې د مرهمو پټۍ کېږدي سرچپه مالګې پرې دوړوي.

د شمال او جنوب په نوم مبارزه د ښکېلاکګرو دسیسه ده د پښتو او فارسي په نومونو هلې ځلې د دښمن پلمه ده، پښتون، تاجک، هزاره، نورستاني، ازبک او ترکمن قومونو په نومونو د حقوقو لاس ته راوړلو په نوم نارې اوسورې په حقیقت کې له ټولو حقوقو نه محرومېدل او په شعوري او غیرشعوري ډول د خپل ځان پرضد د خپل ازلي دښمن (یهودو) او د هغه بادار امریکا د اهدافو تحقق او تقویه کول دي نو راځئ چی له دې وړو وړو کورګکیو اولنډو تنګو افکارو نه تېرشو او په خلاصه سینه او ورین تندي د یوه متحد او خپلواک افغانستان جوړېدو لپاره مټې راونغاړواو په ګډه سره کار وکړو.

دوکتور صفت الله قانت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب