اسلام مشاهیرژوندلیک

امام محمد بن الحسن الشيباني؛ داسلامي تمدن مخکښ او پياوړی ليکوال

په ريښتيا چې اسلام حق دين دی، يوازې پرنظرياتو ولاړ دين نه دی، بلکې نظريات اوعملي بېلګې دواړه څنګ پر څنګ سره لري.
داسلام لومړنۍ بېلګه شخصيت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم دی، لکه څنګه چې د الله تعالی کتاب هم پردې ګواهي ورکړې ده اوفرمايي: (لقدکان في رسول الله اسوة حسنة الاية) او بيا له هغه صلی الله عليه وسلم څخه را وروسته د هغه پرلاس روزل شوی نسل اصحاب کرام رضي الله عنهم دي او له هغوی را په دېخوا تابعين او تبع تابعين دي رضي الله عنهم، او په همدې توګه په اسلامي امت کې په هرعصر او زمانه کې بېلګه شخصيتونه شتون لري چې هريوې یې دومره محاسن او د بېلګه توب نښې لري چې غښتلي ليکوالان يې له ستايلو څخه عاجز پاتې کيږي، چې د همدې بېلګه شخصيتونو له ډلې څخه يو هم د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه وفادار او نابغه شاګرد او د حنفي مذهب درېيم امام او د اسلامي بين المللي قانون لومړنی مدون محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه دی.
د اسلامي تهذيب او اسلامي تمدن په پرمختګ کې امام محمد بن الحسن الشيباني ستر خدمتونه اسلامي امت ته پريښي دي چې د هغو له جملې څخه د اسلامي تراث او اسلامي بين المللي قانون تدوين دی نوله همدې کبله په دغه ډګر کې امام محمد رحمة الله عليه دنړۍ لپاره بېلګه شخصيت دی.

نوم او نسب:

نوم يې محمد او د پلار نوم يې الحسن دی او د نيکه نوم يې فرقد دی، په اصل کې امام محمد رحمه الله دالجزيرې دی اودقوم په لحاظ دبني شيبان له قبلې سره تړاو لري نو له همدې کبله ورته الشيباني وايي.
پلار يې د حکومتي دندې پراساس شام ته کډه کړې وه، کله به د حرستا په کلي کې اوسېده او کله د فلسطين په يوه کلي کې، کله چې امام محمد د واسط په منطقه کې دنيا ته سترګې وغړولې. پلار يې کوفې ته خپل کور منتقل کړ، له همدې امله امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه په کوفه کې رالوی شو او خپله ديني زده کړه يې هم په کوفه کې پيل کړه او په تفسير، حديث، علم فقه او په علم لغت کې لوی امام او مجتهد او د اسلامي تهذيب او تمدون ستر نابغه او مخکښ شو.

د امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه شيوخ او استاذان:

د شخصيت په جوړونه کې شيوخ او استاد ستره ونډه لري، څومره چې استاذان او روزونکي لوی خلک وي، په همغه اندازه قوي شخصيت ورڅخه جوړيږي. لکه د نورو لويانو په څېر د امام محمد رحمه الله هم لولوی استاذان لري، چې مونږ يې دلته د يوڅو لويو استاذانو په لاندې ټکو کې کوو:

لومړی په کوفه کې:

اول: د اسلامي فقهې ستر استاذ امام الايمة امام ابوحنيفه رحمة الله عليه.
دوهم: د اسلام ستر قاضي القضات، امام ابويوسف رحمة الله عليه.
درېيم: د امام ابوحنيفة رحمة الله عليه لوی شاګرد امام زفر بن هذيل رحمة الله عليه.
څلورم: د زهد اوتقوی امام سفيان الثوري رحمة الله عليه.
پنځم: لوی مجتهد اسماعيل بن ابی خالد رحمة الله عليه.
شپږم لوی مجتهد او شخصيت مالک بن مغول رحمه الله.
پنځم: قيس بن ربيع او داسې نور رحمهم الله تعالی.

په مدينه منوره کې:
اول: عالم مدينه امام مالک بن انس رحمه الله
دوهم: ابراهيم بن محمدرحمه الله.
درېيم: عبيدالله بن عمر رحمه الله .
څلورم: محمد بن هلال رحمه الله .
پنځم: اسماعيل بن رافع او داسې نور.(رحمة الله عليهم)

په مکه کې:

اول: سفيان بن عيينة رحمة الله عليه.
دوهم: زمعة بن صالح رحمة الله عليه.
دريم: اسماعيل بن عبدالملک رحمة الله عليه.
څلورم: ابراهيم بن يزيد الاموي رحمة الله عليه.
پنځم: سيف بن سليمان او داسې نور (رحمهم الله تعالی)

په بصره کې:

اول: ابوالعوام عبدالعزير بن الربيع رحمة الله عليه.
دوهم: هشام بن عبدالله رحمة الله عليه.
دريم: الربيع بن صبيح رحمة الله عليه.
څلورم: سعيد بن ابي عروبة رحمة الله عليه.
پنځم: المبارک بن فضالة او نور.(رحمهم الله)

په واسط کې:
اول: عباد بن العوام رحمة الله عليه.
دوهم: شعبة بن الحجاج رحمة الله عليه.
درېيم: ابو مالک عبدالملک النخعي رحمهم الله
په شام کې:
اول: ابو عمرو عبدالرحمن الاوزاعي رحمة الله عليه.
دوهم: محمد بن راشد المکحولي رحمة الله عليه.
دريم: اسماعيل بن عياش الحمصي رحمة الله عليه.
څلورم: ثور بن يزيد الدمشقي رحمة الله عليه.
په خراسان کې:
عبدالله بن المبارک رحمة الله عليه.

په يمامه کې:
ايوب بن عتبة اليمامي او داسې نور شول.رحمة الله عليهم اجمعين.

شاګردان:

د امام محمد رحمة الله عليه شاګردان هم ډير زيات دي چې د ټولو ذکر کول په لنډه مقاله کې مشکل کار دی چې يو څو يې په دې ډول دي:
اول: صاحب مذهب ستر امام ابو عبدالله محمد بن ادريس الشافعي رحمة الله عليه.
دوهم: لوی مجتهد قاسم بن سلام الهروي رحمة الله عليه .
دريم: محمد بن سماعة التميمي رحمة الله عليه.
څلورم: د مالکي مذهب مدون اسد بن الفرات القيرواني رحمة الله عليه.
پنځم: د جرحې او تعديل امام يحی بن معين الغطفاني رحمة الله عليه.
شپږم: د امام محمد د کيساني رواياتو راوي شعيب بن سليمان الکيساني رحمة الله عليه.
اوم: د جرجاني رواياتو راوي: علي بن صالح الجرجاني رحمة الله عليه.
اتم: د نوادرو راوي: ابوبکر ابراهيم بن رستم رحمة الله عليه.
نهم:دامام بخاري استاد ابو زکريا يحی بن صالح الوعاظي الحمصي.
لسم: ابو موسی عيسی بن ابان البصري رحمة الله عليه.
يوولسم: ابن سحنون د مالکي مذهب مدون او داسې نور… رحمهم الله تعالی اجمعين

د علم په لاره کې مالي لګښت:

امام محمد رحمة الله عليه وايي چې ما ته له پلار څخه زر درهمه په مېراث پاتې ؤ، پنځلس زره مې په علم النحو او شعر باندې مصرف کړل او پنځلس زره مې په علم فقه اوعلم حديث باندې ولګول.

پوهه، ښکلا او زيرکتيا:

امام محمد رحمة الله عليه ډير پوهه، زیرک او هوښیار انسان ؤ، په بدني لحاظ يې زياته ښکلا در لوده او د اخلاقو اوخويونو په لحاظ هم ډير ښه شخص ؤ.
کله چې امام محمد څوارلس کلنۍ ته ورسيده نو د امام ابوحنیفه رحمة الله عليه مجلس ته راغی او امام صيب ته ېې وويل چې زه له تاسره طالب کېږم. امام صيب ورته وويل: چې ستا قرآن کريم په ياده نه دی زده کړی، لاړ شه اول قرآن کريم حفظ کړه او بيا راشه مونږ به دې له ځان سره دعلم په حلقه کې داخل کړو، ځکه چې زما تګلاره داده چې اول په قرآن باندې استدلال کوم او څوک چې زما په طريقه فقه زده کوي هغه د قرآن زده کړې ته زياته اړتيا لري، په روايت کې راغلي چې له همدې سره امام محمد له خپلا پلار سره کورته ستون اوپه ډېره لږه موده کې يې قرآن حفظ کړ او د امام صيب په حلقه کې داخل شو.

د امام محمد رحمة الله عليه په هکله د لويو امامانو ويناوې:

د جرحې او تعديل ستر امام امام الذهبي رحمة الله عليه دده په هکله وايي: په عراق کې وروسته له امام ابو يوسف څخه دفقهې رياست امام محمد ته پاتې شو، لويو لويو امامانو له ده څخه علم زده کړ، ډيرتصنيفات يې وکړل او په نړۍ کې د زکيانو له جملې څخه ؤ، دا له دې کبله چې امام محمد رحمه الله زکې او د تېز ذهن څښتن ؤ او قوي ذاکره يې درلوده.
د ده په هکله د ده لوی شاګرد امام الشافعي رحمة الله عليه فرمايي: زما له نظره په ټولو کې په فقه کې امين ترين انسان محمد بن الحسن دی.
په همدې توګه امام الشافعي رحمة الله عليه وايي: (اعانني الله برجلين: بابن عيينة في الحديث و بمحمد فی الفقه) الله تعالی له ماسره په دوو کسانو مرسته وکړه: په علم حديث کې په ابن عيينة او په فقه کې په محمد رحمة الله عليه.

او زياتوي: ما د امام محمد په اندازه فصاحت په بل انسان کې نه دی ليدلای اونه دده په اندازه عاقل اوهوښياراوما له ده څخه داوښ ددوه وريو په اندازه علم زده کړای دی اوترې ليکلی مې دی او که زه وغواړم چې قران د محمد بن الحسن الشيباني پر ژبه رانازل شوی دی نو ماته به روا وي، ځکه چې دی ډير زيات فصيح ؤ.

د اسلامي مذاهبو په تدوين کې د امام محمد د تصنيفاتو ارزښت:

د امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه په طبقه کې له ده ډير تصنيفات بل هيڅ امام اومجتهد نه دي کړي او د امام محمد کتابونه د نورو مذاهبو د تدوين لپاره د اصل او ماخذ حيثيت لري او په اسلام کې نور مذاهب له حنفي مذهب څخه سرچينه اخلي، په مالکي مذهب کې لومړنی تصنيف مدونة الکبری دی او د مدونة الکبری لپاره اصل د الاسديه په نامه کتاب دی چې همدا الاسدية د امام محمد د کتابونو په رڼا کې ليکل شوې دی، د امام الشافعي قديم او جديد روايتونه وروسته د امام محمد د کتابونو له يادولو څخه تدوين کړل.
امام احمد بن حنبل رحمه الله به دده له کتابونو څخه ځوابونه ورکول، له احمد بن حنبل څخه چا پوښتنه وکړه چې دا باريکه مسائل دې له چا نه زده کړي؟ ده په ځواب کې ورته وويل: د امام محمد له کتابونو څخه. په همدې توګه نورو ټولو فقهاوو دده له کتابونوڅخه استفاده کوله اودده کتابونه د اجتهاد لپاره شرط وګرځول شول چې يو څه تفصيل يې لاندې راځي.

دامام محمد رحمة الله عليه تصنيفات:

المبسوط (کتاب الاصل)
لومړی: د امام محمد لومړنی کتاب مبسوط چې په اصل سره هم ياديږي، چې په شپږو مجلداتو باندې مشتمل دی چې هر جلد يې تقريبا پنځه سوه ورقې لري او په لسګونه زره مسائل پکې شتون لري.او دا هغه کتاب دی چې امام الشافعي رحمه الله په ياده زده کړی ؤ، او د امام الشافعي لومړنی کتاب چې په کتاب الام سره ياديږي، دهمدې کتاب په رڼا کې تصنيف شوی دی، د امام محمد رحمه الله د همدې کتاب د لوستلو له امله يو عيسائي حکيم په اسلام باندې مشرف او داسې یې وويل: دا ستاسې کوچنی محمد دی ستاسې د لوی محمد به څومره لوړ شان وي؟

راويان:
دا کتاب د امام محمد دڅو شاګردانو په واسطه رانقل شوی دی چې:
لومړی: ستر شخصيت ابوسليمان جوزجاني رحمة الله عليه.
دوهم: لوی امام محمد بن سلمة التميمي رحمة الله عليه.
دريم: لوی شخصيت محمد بن سماعة رحمة الله عليه.
څلورم: لوی فقيه ابو حفص الکبير رحمة الله عليه.
پنځم:احمد بن حفص البخاري رحمة الله عليه.

الجامع الصغير:
د امام محمد دویم کتاب جامع الصغير دي، د امام محمد رحمه الله دا کتاب يو مبارک کتاب دی چې تقريبا ۱۵۳۷ مسائلو باندې مشتمل دی، خصوصيت يې دادي چې پرته له دوو مسائلو څخه چې په قياس او استحسان باندې ولاړ دي، نور په قياس او استحسان نشته او يوازې ۱۷۰ مسائل پکې اختلافي دي، نور ټول مسائل يې اتفاقي دي، د امام محمد دا کتاب دومره مقبوليت درلود چې د امام ابوحنيفة رحمة الله عليه لومړي لوی شاګرد امام ابويوسف رحمة الله عليه سره له دې چې لوړ شان لري په سفر او حضر کې له ځان څخه نه جلا کاوه او لويو امامانو ورباندې شرحې ليکلي دي،چې په دې ډول دي:
اول: ابوسليمان جوزجاني رحمة الله عليه.
دویم: لوی فقيه ابو حفص الکبير رحمة الله عليه.
درېيم:علي بن معبد رحمة الله عليه.
څلورم: ابو طاهر الدباس او زعفراني چې په بابونو باندې يې وېشلای دی.

د تاليف سبب:

د تصنيف لامل يې دا ؤ چې کله امام محمد رحمة الله عليه د مبسوط له تدوين څخه فارغ شو امام ابو يوسف رحمه الله ترې غوښتنه وکړه ما چې تاته د امام ابوحنيفة رحمة الله مسائل زما په روايت سره تا ياد کړي هغه د کتاب په شکل تدوين کړه، کله چې امام محمد د خپل استاد دا خبره عملي کړه او هغه ته يې تقديم کړ، هغه يې ستاينه وکړه او وه يې وويل چې ابوعبدالله مسائل دې ډيرښه ياد کړي دي پرته له دريوو مسائلو چې پکې خطا شوی يې، بيا امام محمد يې په ځواب کې وويل :چې زه پکې نه يم خطا شوی بلکې دده خپل روايت له ياده وتلی دی.

دامام محمد درېيم کتاب: السير الصغير:
په دې کتاب کې امام محمد نيغ په نېغه د امام ابو حنيفة رحمة الله عليه په روايت سره روايتونه ذکر کړي دي او امام الاوزاعې رحمة الله عليه چې د همدې عصر لوی مجتهد او صاحب مذهب ؤ په امام ابوحنيفة رحمة الله علیه باندې د رد هڅه وه کړه نو امام ابو يوسف يې ځوابونه ور کړل او په امام الاوزاعي باندې يې ردونه وکړل.

دامام محمد څلورم: کتاب الجامع الکبير:
ددې کتاب شارح ابوبکر الرازي وايي چې ما ددې کتاب ځينې مسائل د ابوعلي الفارسي پر وړاندې لوستل او هغه به له دې امله تعجب ورته کاوه چې ډيرو نحوي مسائلو ته يې پکې ځای ورکړای ؤ، ډيرو اهل علمو دده په هکله قول کړی دی چې په علم لغت کې هم حجت او امام دی، بل خواته د امام محمد دا کتاب په لسګونو امامانو شرح کړی دی، دا ددې خبرې ښکارندويه ده چې دا کتاب ډير ارزښت لري.
پنځم: کتاب د زيادات او بل يې د زيادت الزيادات دی:
امام محمد دا کتاب وروسته له الجامع الکبير څخه تدوين کړ او هغه مسائل يې پکې ځای کړل چې له جامع الکبير څخه پاتې شوي وو، بيا وروسته په دې کتاب باندې هم شارحينو پوره اهتهمام وکړ.

شپږم:السير الکبير:
دا د امام محمد رحمة الله عليه وروستنۍ تاليف دی.
کوم مسائل چې په دې کتابونو کې راغلي دي دظاهر الرواية په نامه سره ياديږي.
اووم: د امام محمد بل کتاب د کتاب الحجة علی اهل المدينة په نامه سره ياديږي، کله چې امام محمد مدينې منورې ته د موطا د زده کولو په خاطر امام مالک صيب ته ورغی، هلته يې په ځينې مسائلو کې له اهل مدينه سره مناظرې او بحثونه وکړل او دا کتاب يې تاليف کړ.
اتم:کتاب الامالي: دا هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې استاد يې وايي اوشاګردان يې ليکي.
نهم:کتاب الاثار: دا کتاب پراحاديثو باندې مشتمل دی.
لسم ‎کتاب مخارج الحيل.

يوولسم: کتاب الکسب.
دولسم: موطا چې له امالک بن رحمة الله عليه څخه يې روايت کړې ده
نوادر: ځينې نور کتابونه چې د نوادرو په نامه سره شهرت لري په لاندې ډول دي:
اول:الرقيات: داهغه مسائل دې چې امام محمد رحمّه الله د الرقة په نامه سیمې قاضي ؤ تدوين کړل، د الرقيات په نامه سره ياديږي او ابن سماعة په روايت سره رانقل شوي دي.
دویم: الکيسانيات: داهغه مسائل دي چې شعيب بن سليمان الکيساني ورڅخه روايت کړي دي.
دريم: الهارونيات: داهغه مسائل دي چې ابن رستم ، ابن سماعة او هشام بن عبيدالله ورڅخه روايت کړي دي.
څلورم: الجرجانيات: دا هغه مسائل دي چې د علي بن محمد الجرجاني په واسطه روايت شوي دي
پنځم: النوادر په کتاب هم ورڅخه روايت شوی دی.

زهد او تقوی:

امام ابو يوسف رحمة الله عليه چې د امام محمد استاذ دی سره له دې چې استاذ په شاګرد حق لري دی ترې په دې خبره خفه شو چې امام ابويوسف رحمه الله هارون الرشيد ته مشوره ورکړه چې محمد د الرقة منطقې قاضي مقرر کړه، هارون الرشيد همداسې وکړل امام محمد يې مجبور کړ چې د قضا منصب ومني په همدې خبره امام محمد له امام ابويوسف سره خبرې بندې کړې او ترې مرور شو چې تر مرګه يې بيا خبرې ورسره ونکړې، سره له دې چې امام ابويوسف دا کار په ښه نيت کړی ؤ، خو د امام محمد رحمة الله عليه دا خوښه وه چې د خپل لوی استاد اومرشد امام ابوحنفة رحمة الله عليه په تګلاره رفتار وکړي

د امام محمد رحمة الله عليه شجاعت:

يوه ورځ دوخت خليفه هارون الرشيد راغی، ټول خلک ورته پورته شول يوازې امام محمد ورته پورته نه شو، امام محمد وايي چې له ماڅخه يې پوښتنه وکړه چې ولې راته پورته نه شوې؟ ما ورته ځواب ورکړ د دې په خاطر چې تا زه په کومه ډله کې داخل کړی يم چې له هغې ډلې څخه خارج نه شم (چې هغه عالمان دي) تا زه د علم اهل ټاکلی يم دا مې خوښه نکړه چې د خدمت ګارانو په ډله کې داخل شم، ستا د تره ځوی محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي: (من أحب أن يتمثل له الرجال قيامافليتبوأ مقعده من النار) د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې څخه علما دي، څوک چې د خدمت د حق ادا کولو او د بادشاه د اعزاز په خاطر پورته شي، نو داد دښمن لپاره هيبت دی او څوک کيناست نو دهغه سنت پيروي يې وکړه چې تاسې څخه يې زده کړی ده نو دا ستاسې لپاره ښکلا ده هارون الرشيد ورته وويل چې ريښتيا دې وويل ای محمده.

وفات:

امام محمد په ۱۸۹هجری کال د اته پنځوس کالو په عمر د الری په سیمه کې وفات شوی دی او له ده څخه دوه ورځې وروسته دعلم لغت لوی عالم امام الکسائي هم وفات شو، هارون الرشيد پرې د جنازې لمونځ ادا کړ او ځينې وايي چې دواړه په يوه ورځ وفات شول. امام محمد د جبل طبرق په غره باندې قبر دی او امام الکسائي د رنبوية په کلي کې خاور ته وسپارل شو چې دواړو ترمنځ څلور فرسخه فاصله ده. هارون الرشيد دمرثیې په شکل وويل: چې علم عربي او علم فقه مې خاورو ته سپارل.
امام محمد رحمة الله عليه د هشام بن عبدالله په کورکې وفات شو، هشام بن عبدالله وايي کله چې زه امام محمد ته ورغلم، هغه ژړل. ماورته وويل: چې محمده ولې ژاړې؟ تاته خو الله تعالی ډير علم در کړی دی، هغه په ځواب کې راته وويل: که چېرې ما الله تعالی د قيامت په ورځ په خپل حضور کې ودروي او پوښتنه راڅخه وکړي چې پرتا څه باعث ؤ چې فقهې او اجتهاد ته دې په جهاد في سبيل الله ترجيح ورکړې ده نو زه څه ځواب ورکړم؟ له دې امله زه ژاړم په همدې جريان کې امام محمد رحمة الله عليه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

پايله:

غربيان د بين المللي قانون International Law تاسيس يوهالنډي ته چې په ۱۶۴۵ ميلادي کي مړشوی دی نسبت کوي چې هبروسيوسي په نامه سره ياديږي او دبين المللي قانون د پلار لقب ورکوي، خو دا سمه خبره نه ده، په ریښتینې توګه د نړیوال قانون بنسټګر امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه دی او دغه قوانين د امام محمد په السير الکبير په نامه کتاب کې څای پرڅای شوي دي، له همدې کبله په المان کې دګوتګن په نامه ښارکې د بين المللي حقوقو په هکله يو پوهنتون تاسيس شوي دی چې دامام محمد رحمة الله کتابونه پکې نشر او معرفي کيږي او د امام محمد نظريات پکې وړاندې کوي او امام محمد رحمة الله عليه د نړيوال بين المللي قانون د مخکښ په توګه پکې معرفي کيږي.
داسلامي تهذيب اوتمدن مخکښ او پياوړی ليکوال امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه دی چې د اسلامي امت لپاره افتخار اوغوره نمونه دی. الله تعالی دې د هغه قبر له رحمتونو نه ډک کړي
امين يارب العلمين.

مراجع:
اول: المهيا شرح الموطا
دوهم: التعليق الممجد للکنوي
درېیم: بلوغ الاماني علامه الکوثري.
څلورم: مجلة الابحاث کلية التربية الاساسية المجلد الثاني العدد۴

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: