اقتصاد

افلاطون او اقتصادي نظریات ئې

افلاطون Plato

زېږېدنه ۴۲۷ يا ۴۲۸ ق م مړينه ۳۴۷یا ۳۴۸ ق م
افلاطون د بشريت نامتو فيلسوف د اتن په ښاري دولت کښي دمېلاد څخه ۴۲۷ يا ۴۲۸ کاله مخكي زېږېدلى دﺉ. دى د اتن و يوې معتبري كورنۍ ته منسوب ؤ.آریسټن (Ariston) ئې پلار، پېريکتن (Perictone) ئې مور، ادیمانتس(Adeimantus) ګلاوکن (Glaucon) ئې ورونه اوپوتون (Potone)ئې خوروه. افلاطون لا کوچنی ؤ چي پلار ئې مړ سو او مور ئې له (Pyrilampes) سره واده وکړ، دغس کس د (Demus) په نوم یو زوی پخوا درلودئ چي په ښکلا کښي ډېر مشهور ؤ اوبل زوی (Antiphon)ئې دافلاطون له مور څخه پیدا سو چي دافلاطون ناسکه ورور کېدئ، افلاطون دخپل پلندر په کور کښي لوی سو.

ویل کیږي چي افلاطون ته حتماً دوخت دباتجربه ښوونکو له خوا ګرامر، موسیقي او جیمناستیک تدریس سوي دي ، دی دسقراط شاګرد او ریاضي پوه هم ؤ. دده ډیلاګونه د فلسفې، منطق، اخلاقو، ویاندويي، مذهب او ریاضي څخه بحث کوي.
د افلاطون اصلي نوم ارسطو كلس(Aristocles) ؤ، خو دافلاطون لقب د سپورټ د ښوونكي(wrestling coach) له خوا وركړ سوى ؤ چي معنی ئې پراخ(broad) ده ځکه چي دى قوي او جګ ؤ.

د افلاطون دپیدايښت او مړیني دقیق موقعیت او تاریخ نه دئ معلوم، ډېر معاصر پوهان باور لري چي دی په اتن یا (Aegina) کښي پیدا سوی دئ او پرپورته درکول سوي تاریخ سره موافق دي. دمرګ په اړه ئې مختلفي منابع خورا عجب روایتونه کوي. یو روایت داسي دئ چي دی په خپل بستر کښي هغه مهال مړ سو چي یوې ځواني نجلۍ تولکه(flute) ورته ږغول، بل روایت وايي چي په یوه واده کښي دواده ډوډۍ(wedding feast) خوړل دده دمرګ سبب سو او درېیم روایت داسي دئ چي افلاطون په خوب بیده ؤ چي مړ سو.

افلاطون هيله درلوده چي د يونان په سياسي چارو کښي لاس ووهي خو موقع ورته مناسبه نه وه، وروسته چي موقع ورته پيداسوه د خپل استاد سقراط په مرګ محكومېدل دده مانع سو، دى د سقراط د مرګ وروسته مطالعې ته چمتو او سفرونو ته ئې ته مخه كړه. دى پوره څلوېښت کلن ؤ چي اتن ته ستون سو او هلته ئې د كولون سيمي ته نژدې په يو ځاى کښي چي (اكادموس) نومېدﺉ خپل مكتب چي وروسته ئې د اكاډمي په نوم ونومېده، جوړ كړ . افلاطون په ۳۴۷ ق م کښي په ناڅاپي مرګ مړسو. دده دمرګ څخه وروسته، دده داکاډیمي مسؤلیت دده خوره وي(Speusippus) ته ورپه غاړه سو، دغه اكاډمي اته سوه كاله پرانیستلې وه او په پاى کښي د ژوستنين(Justinian) د روم د امپراطور له خوا په (۵۲۹م) وتړل سوه.
د افلاطون اقتصادي عقايد:افلاطون، لکه پورته چي یادونه وسوه، په نورو علومو کښي زده کړي کړي دي نو حتماً به عقاید هم لري، دلته دموضوع سره سم اقتصادي عقاید راوړي دي.

طبقات: افلاطون د يونان د طبقاتو مخالف ؤ. افلاطون به دطبقاتومخالفتونو ته -چي د اتن د ښاري دولت د سقوط او هم د خلكو د اخلاقو د خراب والي سبب ګرځېدل- په ډېردقيق نظر كتل. وروسته دې نتيجې ته ورسېدﺉ چي بايد علت العلل(Cause and Effect) ورك سي، چي دخلكو په عمومي نظام کښي عدالت او داخلاقو ښه والى راسي، نو ئې وويل: “بايد دمالونو ملكيت بشپړ لغوه سي”. افلاطون د جامعې د اخ و ډب سبب د هغې جامعې د طبقاتو څخه بولي چي يوې ډلي هر څه درلودل، په پوره عيش او عشرت کښي ئې ژوند تېراوه او بلي ډلي هيڅ نه درلودل او ډېر زحمتونه و مشکلات به ئې ګالل چي ددې په نتيجه کښي د طبقاتو تضاد او كشمكش پېښ سو. يوې ډلي به د خپل ځان له پاره پوره حقوق غوښتل،بلي ډلي نه غوښتل چي څوك ورسره شريك وي . د افلاطون د مالونو مربوط فرضيه هم پر دغه اساس بناء سوې ده، افلاطون د اليګارشي (د څو تنو استفاده كوونكو) په باره کښي وايي: “استفاده كوونكي دخپلو مالونو د ساتلو او د پورو د ټولولودلچسپي لري، كه څه هم د دوى دغه عمل د كښتي طبقې له پاره په هرڅونده سختي او ضرر تمامیږي” مګر ديموكرات هغه نقصونو ته ګوري چي د هغه په وسيله عمومي پيسې يعني هغه پيسې چي د شتمني ډلي څخه اخيستل كيږي لټانو او اړو اتباعو ته وركړي ځكه نو په يو كوچني ښار کښي دوه ښارونه سته چي يو د بې وزلو ښار او بل د بډايانو ښار چي دغه دوه ښارونه به تل په خپل منځ کښي په جنګو او كشمكشو اخته وي. افلاطون پورتنۍ موضوع ته په بشپړ اهميت قائل دئ او دكښتي طبقې او لوړي طبقې مبارزې او كشمكش قطعاً د حزب پرستۍ او نورو سطحي وسايلو په ذريعه نه سي فيصله كولاى، ځكه نو افلاطون په هغه وخت کښي د اشتراكيت پشنهاد كوي او غواړي چي د شخصي ملكيت دلغوه کولو په وسيله دغه حالت ته خاتمه وركړي. دي وايي چي:( د اموالو تملك بايد لغوه سي). دلته لیدل کیږي چي د افلاطون نظر د جامعې او د هغې د غړو د اخلاقو او رشتياوالي ته هم متوجې دئ. ځكه افلاطون داسي نظريه وړاندي كوي چي د هغه په عملي كېدو سره انسانان و درواغ ويلو او د نورو خطاايستلو ته نه مجبوريږي، خيانت او حيلې نه كوي. دافلاطون په نظر، هغه وخت چي شخصي ملكيت نه وي ټول خلك د ټولو له پاره كار كوي. افلاطون په دغه ډول د لومړي اشتراكيت اساس كښېښود، چي دده څخه وروسته ډېر فلاسفه او علماء پر دغه لار ولاړل چي بالااخره په شلمه پېړۍ کښي دعمل ميدان ته راووت اوپه ډېرو هيوادونو کښي د همدې مفكورې حزبونه جوړسول. افلاطون د ملكيت د لغوي څخه وروسته د واده د اصولو لغوه كېدل هم غواړي ځكه چي دی د يوې ښځي ارتباط په يوسړي پوري هم انحصار او يوډول شخصي ملكيت بولي. ددې له پاره چي د نرواو ښځو جنسي غريزه ښه استعمال سي، بايد د دولت له خوا جوړاوسالم نارينه د جوړي او سالمي ښځي سره يو ځاى سي چي د ټولني له پاره صحيح او سالم كوچنيان پيداسي. ځكه چي دده په نظرد سالم پلار او مور څخه طبعاً جوړ او تيار كوچنيان پيداكيږي، دافلاطون دعقايدو څخه د پخواني يونان د طبقاتو افراط او تفريط ښه معلوميږي، نوموړى و دې دوو نتيجو ته ورسېد چي ملكيت اونكاح بايد لغوه سي، دولتي مامورين او عسكر بايد په عمومي او د دولت په چوڼيو کښي پر يوه مېز ډوډۍ وخوري او هيڅوك بايد د كور او نورو شيانو څښتنان نه وي يعني ملكيت دي نه لري خو د افلاطون كمونيزم يوازي د دولتي او حكومتي خلكو له پاره پشنهاد سوى ؤ او د غير دولتي يا نظامي خلكو له پاره ئې الزام نه ؤ ايښى،ښايي د هغه وخت په مراعت ئې -چي يوازي دولتي خلك بډايان او سرمايه داران ول – پورتنۍ نظريه ويلې وي. افلاطون د نورو د ملكيت لغوكېدل مستقيماً نه وايي مګرد نتيجې څخه داسي معلوميږي چي بشپړ اشتراكيت غواړي ځكه دهغوخلكو څخه چي دوى غير نظامي او دولتي دي يعني عادي خلك يا لوى ملاكين دي دا غواړي چي د دوى د ملكيتونو او املاكو حاصلات ګډ او مشترك وي او يوازي ئې دوى په خپل سر په مصرف نه سي رسولاى. افلاطون د دې نورو د ملكيت حق مطلقاً محدودوي او حتى دخپلي نتيجې له رويه اشتراكيت ته رسيږي ځكه د مځكو او يا نورو شيانو د حاصلاتو اشتراك د ټولني سره اشتراكيت ثابتوي له بلي خوا افلاطون كاريګرو ته په سياسي چارو کښي د ګډون حق نه وركوي او هيله لري چي دوى خپل كارونه چي په فزیکي جوړښت او زحمت پوري تعلق لري اجرا کوي،ځکه دوى نه سي كولاى چي په سياست کښي ښه ترا فكر وكړي. افلاطون سياسي كارونه و لوړي طبقې ته سپاري او غواړي فيلسوف دولتي مشر وي.

د ژوندانه اړتياوي: د افلاطون د عقايدو څخه په هر شي کښي خصوصاً په اجتماعي تشكيلاتو کښي اقتصادي لزوم بريښي چي په دغه اساس د ټولني او دولت تشكيل هم د اړتياوو او ضرورتونو په ساحه کښي ويني كه دولت د ټولني د افرادو اړتياوي ليري نه كړي د ده په عقيده غلطه لار ئې نيولې ده ځكه چي افلاطون يوازي د ژوند اړتياوي او احتياجونه چي د اقتصاد اساسي موضوع ګاني دي،ددولت د وجود سبب بولي همداسي د افرادو معاونت او مرستي چي يو د بل د اړتياوو د ليري كولو له پاره كوښښ كوي جامعه جوړوي ځكه چي يو سړى په يوازي سر څه نه سي برابرولاى. د افلاطون په عقيده د دغي همكارۍ اړتياوي سياسي او اقتصادي تشكيلات راولي.

د كار وېش: د كاردوېش موضوع د افلاطون په اثارو کښي واضحاً ليكل سوې ده او پردغه موضوع باندي ئې څېړني كړي دي. افلاطون د خلكو استعدادد توپير پر اساس ويني او يوډول ئې نه بولي،نو د ده په عقيده د كار وېش د دغه ځاى څخه شروع كيږي چي يو سړى واهنګرۍ ته دلچسپي لري او يو بل سړى د سياست سره مينه لري،مسلكونه او كارونه په دغه ډول سره وېشل كيږي. څرنګه چي هر څوك مختلف طبيعي استعداد لري بايد د خلكو استعداد د دولت له خوا رهنمايي سي چي خلك په خپلو كارو کښي ښه مؤفق او د هغو طبيعي استعداد په كار واچول سي. افلاطون د كار د وېش او د افرادو د طبيعي استعداد په باره کښي وايي: “هيڅوك نه سي كولاى خپل ټول ضروريات خپله پوره کړي ځکه چي هرڅوك ډېري اړتياوي لري، خلګ دي هغه کاروکړي چي په هغه کښي طبيعي استعداد لري او نور كارونه دي و نورو ته وسپاري”. دا هغه عقيده ده چي وروسته د ادم سمیت له خوا د تخصيص او كار د وېش ترعنوان لاندي تشريح سوه، چي په دې ډول سره د كار تقسيم د طبيعي استعداد پر اساس يو لازمي امر وبلل سو.

د ټولني تشكيل د اړتياوو او د كارو د وېش اهميت: افلاطون د خپلي زمانې دمروجي سياسي او اقتصادي طريقې مخالف دئ. دى كوښښ كوي چي د خپلي ايډيالي اوخيالي دولتي ښار اساس داسي كښېږدي چي د انسانانو د اقتصادي ژوند د ښه والي علاوه د هغو د تهذيب او اخلاقو د روح د پاك والي متضمن هم وي، ځكه نو وايي: “پوه او فيلسوف سړى بايد زمام دار وي چي ښه مفكوره او ښه والى وپېژني، اوپه خپل ايډيالي دولتي ښار کښي و تخصص ته ډېر اهميت ورکړي” همداسي افلاطون په کارونو کښي تخصص او دکار وېش دتوليداتو د ښه والي، ډېروالي او اسانتیا سبب ګڼي. د ټولني د تشكيل په اړه وايي: “ټولني په اول سر کښي د افرادو د اړتياوو په نتيجه کښي پيداسوي دي او دا اړتياوي هغه وخت له منځه ځي چي يو دبل بشپړوونكي وي. افراد ډېري اړتياوي لري،هيڅوك بالذات خپلواك او بې اړتيا نه دئ، ځکه نو فرد مرستيال او معاون نيسي اوبیايو د بل تر منځ د كار او شيانو په اليشولو اقدام كوي.” ددې ډېر ساده مثال د غذا او نورو فزيكي وسايلو توليد او مبادلې دي او كېداى سي چي بېله اقتصادي اړتياوو څخه هم مبادلې په يوه جامعه کښي پيداسي. افلاطون په ټولو ټولنو کښي دغه فرضيه حاكمه بولي چي په دې اساس سره په هر ځاى کښي چي ټولنه وي، هلته ضروريات او اړتياوي هم سته او کوم ځای چي اړتياوي وي د كارونو او شيانو تبادلې هم سته. د افلاطون دغه تحليل په لنډ ډول سره داسي راوړلاى سو. ټولنه بايد د يو لړ كارونو او خدمتو څخه وبلل سي چي د ټولني هر غړى ئې وركوي او هم ئې اخلي. د دولت خاصيت او هغه شى چي دولت ئې ويني او هغه ئې په نظر کښي وي، دغه متقابله مبادله ده او د دولت كوښښ دا دئ چي د دغو اړتياوو تبادله په ډېر ښه ډول ترتيب او تنظيم كړي او د دغو كارو او متبادلوي خدمتونو ترمنځ هم اهنګي پيداكړي، خود افرادو وظيفه په دغسي تنظيم کښي د هغو كارواجرا كول دي چي اړتياوي ورته وي. د هر فرد اجتماعي اهميت د هغو كارونو د ارزښت څخه عبارت دئ چي نوموړى ئې بشپړوي.
د اقتصاد له نظره د ښاري دولتونو محدوديت:- افلاطون د ايډيالي (خيالي) ښاري دولت له پاره پنځه زره او څلوېښت كوره لازم ويني ( دغه عدد د دوو څخه تر لسو پوري بېله كسره وېشل كېدلاى سي). افلاطون د لويو ښارو مخالفت كوي او ارزو لري چي د دغسي ښار چي نفوس ئې لږ وي، خلك كولاى سي چي يو اوبل وپېژني، ښه اوبد معلوم كړي. د افلاطون په عقيده د ښار لویوالى بايد په داسي اندازه وي چي دمختلفو استعدادو له پاره مناسب كارونه پيداسي، بايد دونه لوى نه وي چي د ښار خلك علاوه پر دې چي يو بل ونه پېژني د هغه ځاى اداره كول هم ګرانه سي. افلاطون عقيده لري چي د تجمل ډېروالى هم د ټولني غټوالى ايجابوي.

ښاري دولت او خارجي تجارت: دافلاطون په عقيده ټولنه بايد په خپل دننه کښي ټولي اړتياوي په خپله پوره كړي او د بل مملكت د مرستي له پاره اړه نه سي چي په دغه طریقه سره د افلاطون ښاري دولت خارجي تجارت ته اړتيا/میلان نه ښكاره كوي. شايد ددغي نظریې له پاره افلاطون دا استدلال او منطق وړاندي کوي چي كه يو وخت هغه مملكت چي اوس د دغه مملكت دوست دئ او تجارت، صادرات او واردات لري كه ئې مخالفت شروع سو او خپل شيان ئې پر بند كړه نو هغه وخت به دغه ښار څه كوي؟ حتماً هلته داخلي انقلاب او بشپړه نارضايتي پېښيږي، دغه ډول طريقې ته پر ځان د اكتفا كولو اقتصاد ويل كېداى سي.
اقتصادي سياستونه او دولت: افلاطون هيله لري چي اقتصادي سياست بايد د دولت له خوا اجرا سي چي په دغه ډول سره نه د ثروت يوځای والى او تمركز پېښ اونه هم اقتصادي جنايتونه واقع سي، او هم فقيره طبقه بيرته پيدا نه سي. افلاطون د دولت صلاحیت او تسلط پر اقتصادي نظام غواړي،دازاد اقتصاد طرفدار نه دئ. په اوسنۍ دنيا کښي هم په سرمايه دارو مملكتو کښي د ثروت د تمركز بېره سته او ډېري لاري سنجول كيږي چي ثروت په څومحدودو ځايو کښي تمركز نه سي ځکه چي دغه د اكثرو مملكتونو لو اقتصادي ستونزه ده چي په څه ډول سره د ثروت د تمركز مخه ونيسي.
د اقتصادي اړتياوو تاثير: افلاطون د ټولني حال ګوري اوپکښي هغه عوامل پيداكوي چي د جنايت او خيانت، درواغو او بې عدالتيو سبب ګرځي، وروسته دې نتيجې ته رسيږي چي اقتصادي اړتياوي د جناياتو درامنځ ته کېدوسبب اوددولت داجتماعي خرابيو وسيله ګرځي ځکه چي يوه طبقه په مطلقو محروميتوکښي شپې سبا كوي. دغه موضوع په نونسمه پېړۍ کښي الماني كارل ماركس تشریح کړه.

افلاطون او د مريانو مؤسسه: داسي دليل نه سته چي افلاطون دي د مريانو د مؤسسې طرفدار وي، افلاطون د خپل ايډيالي ښاري دولت په نقشه کښي د مريانو نوم نه دئ اخيستى او دغه موضوع ئې د خپل اصالت څخه غورځولې ده. د اقتصادي او سياسي مفسرينو په عقيده د افلاطون په خيالي ښاري دولت کښي مريانو ته موقع نه ده وركول سوې، چي هلته مريان څه وكړي. له بلي خوا افلاطون د ټولني د فساد او خرابيو له اسیته دغسي نظريات وړاندي كړي ول چي خپل ايډيالي ښار ئې پرهغو درولى ؤ، ده هيڅ هيله نه درلوده چي د ده په خيالي ښار کښي يوه بله ډله دي د مريانو په حيث موجوده وي ځكه چي بيا طبقاتي اختلافات رامنځ ته کوي.

پيسې: افلاطون د پيسودچلند او اهميت په اړه وايي چي پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل سي، د افلاطون دغه عقيده د اقتصاد داوسني علماوو له خوا هم منل سوې ده چي پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل سي.
څرنګه چي دى اساساً د شخصي ملكيت طرفدار نه دئ ځكه نو سود هم نه خوښوي او حتی عقيده لري چي مديون د پور په وركولو سره مكلفيت نه لري.

د دولت وحدت: افلاطون د خپل مرام او هدف له پاره د دولت مطلق وحدت غواړي. هر هغه شى يا مؤسسه چي د دولت د وحدت خنډ ګرځي،د هغو د ايسته كولو پشنهاد كوي، اوپه اړه ئې داسي وايي: “ددولت وحدت بايد عملي سي او دغه دوه شيان (مالونه او كورنۍ) د دغه هدف په لار کښي ولاړ دي ځكه دواړه بايد لغوه سي.”

د افلاطون د اقتصادي عقايدو لنډيز:

دافلاطون داقتصاي نظریاتو لنډیز په لنډ ډول داسي دئ:
(۱) ​د سوشلستي جمهوريت تشكيل،د شخصي ملكيت او كورنۍ لغوه كول.
(۲)​ د طبقاتو افراط او تفريط له منځه وړل.
(۳)​ د نفوسو د كار داستعداد له نقطه نظره، د اشتراكي جمهوريت محدوديت.
(۴)​ د عدالت او يووالي تامين.
(۵) ​د شخصي ملكيت او كورنۍ په الغا کښي د دولت د وحدت تامين.
(۶)​ د طبيعي استعداد له نقطه نظره د كارونو وېش.
(۷)​ د متقابلو اړتياوو پر اساس د ټولونو جوړېدل.
(۸)​ تخصص چي د توليداتو د ښايستوالي، ډېروالي او د اسانتيا سبب ګرځي.
(۹)​ د دولت له خوا اقتصادي سياست منځ ته راتلل.
(۱۰) ​پر اقتصادي مؤسساتو باندي د دولت نفوذ.
(۱۱) ​په سوشلستي ټولنو کښي د مريانو يا كښتي طبقې عدم موجوديت.
(۱۲)​ پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل سي(د پيسو د چلند او اهميت نظريه).
(۱۳)​ د دولت كنټرول ددې له پاره چي د خلكو طبيعي استعداد په هغه كارونو کښي په كار ولويږي چي طبعاً ورته اماده وي.
(۱۴) ​ اقتصادي اړتياي په ټولنه کښي افراط او تفريط، جنايتونه او بد اخلاقي زیاتوي.
(۱۵) ​د دولت له خوا د بې وزلو او كمواكو لاس نيوى.
(۱۶) ​ټولنه بايد په اقتصادي چارو کښي خپلي اړتياوي په خپله پوره كړي او بل چاته اړه نه وي.
(۱۷) ​بزګران مجبور دي چي مځكي وكري،نه سي كولاى چي خپلي مځكي دغسي پرېږدي، ځكه چي تاوان ئې ټولني ته رسيږي.افلاطون لومړى فيلسوف دئ چي د سوشليزم په ساحه کښي د اشتراكيت پيشهناد په دغسي شرحه سره كوي. افلاطون دا عقيده نه درلوده چي دى يوازي يو تش يوتوپيايي يا خيالي ښار جوړوي، بلكي ده ارزو درلوده چي دغسي نظريات عملي سي، د افلاطون اقتصادي عقايد په را وروسته دورو کښي پر ټولو سوشلستي مكتبو اغېزه وكړه.

ماخذونه:
ایوبي محمد نارد، اقتصادي نظریات، صحاف خپرندویه ټولنه
ویکیپیډیا

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: