انبیاء ع

 اسماعيل(ع) ژوندلیک

      اسماعیل(ع) د ابراهیم(ع) لمړنې زوی وه،موریی- هاجر- نومیده، کومه چي د مصرپاشاه – سناد – سارا،ته خد متګاره ورډالۍ کړي وه، لکه څنګه موچي دابراهیم(ع) په کیسه کي په دې هکله پوره داخبره کړي ده.

   کله چي اسماعیل(ع)پیداشو، ډیر وخت تیر نشو چي ابراهیم(ع) ته پاک الله(ج)   امر وُکړو ، چی  خپل زوې او دهغه مورهاجرله، ځان سره واخلې،او په – مکه – کی یي نږدي بیت المحرم ته  په هغه بیدیاکی یی پریږدې چی نه پکښې کرونده اونه پکښې اوبه وجود لرې.

    ابراهیم (ع) دخپل خداې دامرد په ځای کولولپاره خپل لمړنی ، پۍ خوري، کوچنی،نازولي زوی او دهغه مور هاجر له ځان سره واخستل ، ترهغي پوري چي مکي ته یي ورسول ،او هلته یي په بیرونکي بي اوبو وبي خوړو بیدیاکي پریښودل ،او پخپله بیرته خپل کورته په بیت المقد س کی وروګرځید.

   خو ابراهیم(ع) یقین درلود چي اسماعیل(ع) او هاچر به الله (ج) نه ورکوي او له هرخطرڅخه به یي وساتي،د دوی ټولو توکل په پاک الله(ج) باندي وُه،  اوهرڅوک چي په الله(ج) باندي توکل لرونکي وي الله(ج) په هرڅه کي ورته کافي او مر سته کونکي کڼل کیږي.

    اسماعیل(ع) او– هاجر- باندی خدای مهربانی وکړه ،دزمزم اوبه یی ورته پیداکړې، اود – جُرهم – قبیله یی ورته ګا ونډیان ورګرځول، اواسماعیل(ع) دهغوی په منځ کي لوی شو،او دجرهمیانو ژبه او دودونه و فرهنګ وثقافت دږوندبرخه وګرځیده ،وایي چي: لمړنی نبې وه چی په عربې ږبه باندې یی خبرې کړې دې،او په وعد ورکولوکی رښتونکی وه،او خپله کورني باندی به یي په لمونځ کولو او زکات ورکولوامر کا وُه، چی پاک الله دهغه داسې صفت کړې ده: [ وذ ‌کر فی الکتاب اسماعیل انه کان صادق الوعد وکان رسولا نبیا٭ وکان یأمر اهله بالصلاة والزکاة وکان عند ربه مرضیا] مریم:45،55

   کله چی اسماعیل (ع) ځوان شو، د-جرهم- څخه یی واده وکړ، او –  هاجر – مړه شوه خدای خبر چی دخپل نازولی ځوی دواده خوشحالې یی ولیده او که نه؟

   تر ډیره وخته ورسته ابراهیم(ع) یوځل بیا مکی ته راغی چی دخپل زوی حال واحوال وګورې، دا ځکه چی هغه په خدای باندې ټینګ ایمان درلود چی هغوی به الله پاک نه ورکوې، ـ پوره مالومات دابراهیم(ع) په کیسه کې راغلی – به دې وخت کې ابراهیم (ع) خورا بوډاوُه، لکړه به یی په لاس ،  په خپله کږه ملا باندې به په خپل زوی پوسې  هرځای کې وروُپاڅیده ،یوه ورځ یی د – خورما – ترونې لاندې   ناست پیداکړ، او په څنګ کی ورته کښیناست، ورته وُ یی ویل غواړم  په هغه پورې ځای کی – داوسنې کعبی ځای ته یی ګوته ونیوله –  کور جوړ کړم،هغه ورته وُویل سمه ده،زه به ستا مرستیال یم، دوی دواړو د کعبې جوړول پیل کړلو،زوی به تیږې راټولولې ، پلار به ددیوال په پورته کولوکې ایښودلې،او پاک الله ته به یی دا وینا کوله [ ربنا تقبل منا انک انت سمیع العلیم ] ابراهیم:127

   کله چی دیوال دې دوی له ونی څخه لوړ شو، نو اسما عیل(ع) یوه لویه تیږه راوړله ،او دپلار تر پښو لاندی به یی کیښودله ترڅو چی دې دیوال سرته ورورسیږې ، چی هغې تیږي ته نن مقام ابراهیم(ع) ویل کیږې ،او دنړې ټول مسلمانان یی ډیر درناوی کوی.

  دکعبی تر سر ته رسیدونه اودابراهیم(ع) ترمرګه ورسته اسماعیل ډیر وخت خپل ږوند دالله(ج) په عبادت او نیکولاروته په راغوښتوکي تیرکړ، ترهغه پوري چي دخپل څښتن غیږي ته په داسې حال کی ورغی چی اُومر- عمر – یی یوسل ودیرښ -130- کلوته رسیدلې وه  ،چی په امین مقام اودچینوبه جنتونوکی په ارام شو[فی مقام امین- فی جنات وعیون] الدخان:51،52

                                                                صدق الله العظیم

   داسماعیل(ع) دخښیدو ځای او قبر په یقین ډول سره نه ده څرګند،خو ځني وایي چي دخپلي مور په نږدي په الحجرکي خښ شوی ده. پوره پوه لوی څښتن ته ده.

لیکوال: استاذ علي خان صافي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: