اسلام کې د ښځې حقوق څه دی؟

۱ : که چیري سړي له خپلې ښځې سره خیانت وکړ نو سزا یې تر مرګه سنګسار دی .
۲ :  که چیرې یې دوهم ځل واده وکړ او تر منځ یې عدل ونه کړ نو د قیامت پر ورځ به داسې راپورته کیږي چې نیم اړخ به یې کوږ وي .
۳ : که چیرې یې مهر ورته تعین کړی وو او ور یې نه کړ نو غل دی .
۴ : که چیرې یې طلاق ورکړ نو حق نه لري هغه څه ترې واخلي چې ده ورکړي وي .
۵ : که چیرې یې په میراث کې ورته حق ورنه کړ او ویې خوړه نو د الله جل جلاله په حدودو یې تیری وکړ ، او هر څوک چې د الله جل جلاله په حدودو تیری وکړي نو پر خپل ځان ظلم کوونکی دی .
۶ : که چیرې یې ووهي او سپکاوی یې وکړي نو پست فطرته او کم اصله دی او که چیرې قدر او عزت یې وکړي نو کریم او نیک بلل کیږي .
۷ : که چیرې له څلورو میاشتو زیات وخت ترې لرې پاتی شو نو حق لري چې د بیلیدو غوښتنه وکړي .
۸ : هیڅ حق نه لري چې د مور په شان چلند ورسره وکړي ، که چیرې یې ورته وویل ته پر ما د مور په شان یې  : نو : ۶۰ ورځې به پرله پسې روژه نیسي ، یا به غلام ازادوي او یا به ۶۰ مسکینانو ته ډوډۍ ورکوي .
۹ : که چیرې یې نفرت ورسره پیدا شو نو صبر دې وکړي ، کیدای شي په هغه څه کې چې تاسو یې نه خوښوۍ ، الله جل جلاله  ډیر خیر ګرزولی وي . (فعسی ان تکرهوا شیئا و يجعل الله فيه خيرا كثيرا ) .
۱۰ : که چیرې یې طلاقه کړه نو د هغې خیر او نیکي دي هیڅکله هم نه هیروي .

54 36312

۱۱ : که چیرې سره بیل شول نو حق نه لري چې د اولادونو څخه یې محرومه کړي او د هغوی نفقه به ورکوي .
۱۲ : په خپل مال کې ازادي لري ، هر رنګه تصرف پکې کولای شي، که چیرې یې میړه ته ورکړل نو ورته دوه اجرونه دي او که چیرې یې ور نه کړل نو د زور او زیاتي حق نه لري .
۱۳ : پر هغې د هر رنګه ناحقه او بې سببه تیري او تجاوز سزا هماغسې بالمثله سزا ده .
۱۴ : که چیرې یې په نیکۍ او ښو کارونو سره ورته امر وکړ نو اطاعت او فرمانبرداري به یې کوي او که چیرې یې په بدۍ او ګناه سره ورته امر وکړ نو د الله جل جلاله په مخالفت کې د مخلوق اطاعت نشته .
۱۵ : له امله یې حضرت محمد ﷺ د بني قینقاع پر ضد جګړه وکړه .
۱۶ : له هغې څخه په دفاع کې مرګ د الله جل جلاله په لاره کې شهادت دی .
۱۷ : له امله یې خلیفه معتصم د عموریه په لوري لښکرې وخوزولې .
۱۸ : د هغې د شرف او عزت لپاره الله جل جلاله د قذف حد ۸۰ دُرې ټاکلی دی .

دا په اسلام کې د ښځې ځینې حقونه دي !
اوس تاسو ماته په غرب کې او یا هم له اسلام مبارک دین پرته په نورو دینونو کې د ښځو د حقوقو په اړه معلومات راکړئ چې تاسو یې متمدن او پرمختللي بولۍ ؟؟؟؟
پر حضرت محمد ﷺ درود شریف ووایاست او دغه لیکنه او پیغام مو له نورو ورونو او خویندو سره هم شریک کړئ .

ژباړه : عبدالله دانشیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب