اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی

د دې لیکنې په سر کې ستاسې څو مهمو پوښتنو ته را اړوم:
د اسلام شامل فهم څه ته ویل کېږي؟ او آیا د حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم – د بعثت څخه وړاندې په بشري تاریخ کې د مخکېنیو پیغمبرانو دعوت او شریعت ته د اسلام کلمه کارولې شو؟

ولی د اسلام مبارک دین د مُحمّدیت په نوم نه دې نومول شوی، لکه څرنګه چې د مسېحیت او عېسویت دینونه د همدغو پیغمبرانو ــ علیه السلام ــ په نومونو سره نومول شوي دي؟ او په پای کې به دې پوښتنې ته هم ځواب ووایو چې: د قرآن کریم دا مبارک آیت څه معنا او مفهوم لري؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: ﴿مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَّمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ (سورةُ آل عمران /آیت 67).

ژباړه: ابراهیم ــ علیه السلام ــ نه یهودي او نه هم نصراني ؤ، بلکې حنیف (د حق لوري ته میلان لرونکی او لېواله شخصیت ؤ) او هغه د مشرکانو له ډلې څخه نه ؤ.

د پورتنیو پوښتنو ځوابونه:
د اسلام کلمه د لغت له مخې تسلیمېدلو، انقیاد او غاړه اېښودلو ته ویل کېږي، یعنې اسلام په دې معنا چې تاسې د لوی څښتن تعالی ټولو احکامو ته تسلیم شئ او یوازې د هغه – جل جلاله – عبادت تر سره کړئ او په خپلو چارو کې له بې ساري اخلاص څخه کار واخلئ او د هغه سره رښتینې مینه په خپل زړه کې وپالئ؛ د اسلام په اړه د همداسې شامل فهم او د هر اړخیز انځور د خپراوي لپاره به ټولو پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ خورا زیار ویسته تر څو خپلو پیروانو ته دا ورزده کړي چې اسلام یو جهان شموله (نړیوال) او تلپاتې دین دی، او هېڅکله هم د کوم خاص ملت، سمت، قوم، پرګنې، وخت او ځای پورې منحصر او تړلی نه دی. دلته په دې مقاله کې به په مناسب لنډیز سره د پینځو اولوالعزمه پیغمبرانو یادونه وکړو؛ لکه: حضرت نوح، إبراهیم، موسی، عیسی بن مریم او حضرت محمد مُصطفی ــ علیهم السلام ــ .

که چېرې ټول آسماني کتابونه تر نظر لاندې ونیسو؛ نو څرګنده به شي چې په ټولو آسماني کتابونو کې مسلمانان یوازې او یوازې د یو خالق تعالی د ستایلو او توحید ته د رابللو لپاره را نازل شويدي، او پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ هڅه کړېده تر څو په بدمرغیو او اخلاقي رذالتونو کې ښکېل ملتونه له ورانکاریو او وحشتونو څخه وژغوري، په هغوی کې داسې فکري بدلونونه رامنځ ته کړي چې تر څو د فساد پر ځای د دنیا د آبادۍ لپاره ودانیز فکرونه په خپل مغز کې وپالي او د نړۍ د اعمار لپاره لاس په کار شي، همداراز د ناهیلیو له خپسیو او د شیطاني لومو او د شهوت له خطرناکو څپو څخه یې د نجات ساحل ته راکش کړي او د هیله من ژوند او یوازې د الله تعالی د عبادت په لوري ورته بلنه ورکړي او په دوی کې انساني حِس پیاوړی کړي.
همدا د ټولو انبیاؤ تګلاره وه، انبیاوو ــ علیهم السلام ــ په خپل دعوت کې له دې پرته بل څه شي ته خلک نه دي رابللي.

دلته دا خبره هم باید ستاسې پر وړاندې څرګنده وي چې: له اسلام پرته، نن د نړۍ پر مخ یو لړ ترویج شوو دینونو ته چې د انسان په لاس رامنځ ته شوي دي آسماني دین نه شو ویلی، (لکه هندوئیزم، کمونیزم، بودائیزم، زرتشتي دین، د کنفوسیوش دین چې نن په چین او جاپان کې پیروان لري؛ او داسې نورو ته) ځکه چې لوی څښتن تعالی د اسلام پرته د نورو دینونو د تأیید لپاره کومه آسماني وحې نه ده را استولې او نه یې هم د هغه د خپرواي لپاره خپل کوم ځانګړی نبي او رسول رااستولی دی.

د ټولو انبیاوو ــ علیهم السلام ــ دین اسلام بلل کېږي او هر رسول ته به وحی کېدله او دا به ورته ویل کېده تر څو خپل ولس او ملت د الله تعالی لوري ته راوبولي، دلته په دې مقاله کې د اولو العزمه پیغبرانو په اړه خبره له حضرت محمد ــ علیه الصلاة و السلام ــ څخه پیل کړو؛ لکه چې لوی څښتن تعالی ورته داسې ارشاد فرمايي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ﴾ (الأنبياء: 25). ژباړه: او تر تاسو وړاندی مونږ هیڅ نبي نه و استولی، مګر دا چې هغه ته به مونږ وحی کوله او دا چې بېشکه له ما (الله تعالی) پرته بل حقیقی معبود هیڅ شتون نلري؛ نو تاسې زما اطاعت او بندګي وکړئ.

په حقیقت کې د ټولو پیغمبرانو (علیهم السلام) یو دعوت او یوه بلنه وه؛ او هغه دا چې: دوی به خلک د لوی خالق تعالی (جلت عظمته) د عبادت ترسره کولو او د طاغوت له پلویانو څخه د ځان ساتلو په لوري رابلل، او له همدې کبله لوی څښتن تعالی فرمايي چې: ﴿إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ﴾. (آل عمران: 19). ژباړه: بېشکه چې د الله تعالی په وړاندی (په ټولو ادیانو کې غوره) دین د اسلام (محمدي شریعت) دی. د اسلام د حق دین پرته د الله تعالی سره کوم بل دین نشته، او پدې اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې لارښوونه کوي چې:

﴿ وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴾. (آل عمران: 85)

ژباړه: او هر څوک چې له اسلام پرته بل دین وغواړي؛ نو هیڅکله به د هغه څخه ونه منل شي او هغه به په آخرت کې له زیانکارانو څخه وی. له همدې کبله مونږ کله چې د پیغمبرانو (علیهم السلام) تېر تاریخ لولو؛ نو مومو چې د ټولو پیغمبرانو مشر حضرت نوح ــ علیه السلام ــ خپل قوم ته خطاب کوي او بیا په خپله وینا کې داسې ورته ارشاد فرمايي:

﴿ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَ أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴾. (يونس: 72).

ژباړه: نو که چېرې تاسې(له پند قبلولو) څخه مخ واړوۍ؛ نو ما هم له تاسې څخه کوم اجر (مزدوري) نه ده غوښتلی، زما (د ایمان لوري ته ستاسې په بلنه کې) اجر له لوی څښتن تعالی سره دی، او ماته په دې کار سره حکم شوی دی تر څو زه د (رښتینو) مسلمانانو له ډلې څخه واوسم. او کله چې د حضرت ابراهیم (علیه السلام) تاریخ لولو؛ نو مونږ ته دا خبره څرګندېږي چې هغه به خپل قوم ته په خطاب کې داسې ویل: ﴿إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ * وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴾. (سورةُ البقرة: 131، 132 آیتونه).

ژباړه: او (هغه وخت در په زړه کړه چې) کله لوی څښتن تعالی إبراهیم – علیه السلام ــ ته وویل: زما احکامو ته مُنقاد ( غاړه ایښودونکی) شه؛ نو وې ویل: ما د نړۍ د ستر او واکمن خدای تعالی أوامرو ته غاړه ایښې ده، او (بیا) إبراهیم ــ علیه السلام ــ خپلو زامنو ته (او همداراز له إبراهیم ــ علیه السلام ــ څخه وروسته) یعقوب ــ علیه السلام ــ هم خپلو زامنو ته (د اسلامي دین) سپارښتنه وکړه (او ورته یې وویل) اۍ زما زامنو! بېشکه چې لوی څښتن تعالی ستاسې لپاره د (اسلام) دین غوره ګڼلی دی؛ نو تاسې د اسلام پرته په بل حالت کې مه مرئ.

همداراز موسی ــ علیه السلام ــ هم وینو چې خپل قوم ته به یې داسې ویل: ﴿وَ قَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ﴾. (يونس: 84). ترجمه: او [حضرت موسی ــ علیه السلام ــ قوم ته په خپله وینا کې یو ځل داسې] وویل: اۍ زما قومه ! که چېرې تاسې په الله تعالی باندی (په رښتینې توګه سره ایمان راوړی وي) ،او د (الهي) حکم منونکي یاست؛ نو بیا خو خاص په هغه باندی توکل وکړئ. د حضرت عیسی ــ علیه السلام ــ حواریینو (پلویانو ) به هم داسې ویل:

﴿آمَنَّا بِاللّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴾. (آل عمران: 52). ترجمه: مونږ په الله تعالی باندی ایمان راوړی دی او ته [اۍ عیسی ( ــ علیه السلام ــ] پر دې باندی ګواه اوسه چې بېشکه مونږ مسلمانان یو. هر کله چې سلیمان ــ علیه السلام ــ خپل استازې د بلقیس په لوري استاوه؛ نو له بسم الله ویلو وروسته یې وروسته وویل چې: ﴿أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴾. (النمل: 31). ترجمه: تاسې پر ما لويي مه کوئ (ځان لوی او ستر مه ګڼئ) او ماته غاړه ایښودونکي راشئ (الله تعالی ته تسلیم شئ).

له پورتنیو آیتونو په رڼا کې داسې ویلی شو چې: اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی او دوي ټولو خلک د اسلام لوري ته رابللي دي او په اسلام باندی یې اعتراف کړېدی، او د نړۍ تر ټولو وروستې آسماني دین چې په راتګ سره یې د آسماني أدیانو لړۍ ختمه شوله، هغه د اسلام مبارک دین دی، دا هماغه اسلام دی چې لوی څښتن تعالی یې د خپرولو لپاره خپل استازی او پیغمبر حضرت محمد ــ صلی الله علیه وسلم ــ استولی دی، تر څو نوره د أدیانو سلسله پای ته ورسېږي، او ټول هغه انحرافات، د خلکو په لاس را منځ ته شوي خُرافات، نیمګړتیاوې او شُبهات پکې له منځه یوسي کوم چې پکې په پخوانیو ملتونو کې رامنځ ته شوي وو، د نړېوالو لپاره یې خالص او سپېڅلی وګرځوي؛ لکه چې نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ فرمایلي دي: [إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق] (رواه أحمد والبخاري).

ژباړه: زه د همدې لپاره استول شوی یم تر څو ښه اخلاق پای ته ورسوم (او د غوره اخلاقو یوه ژوندۍ بېلګه تاسې ته وړاندی کړم). نبي – علیه السلام – د ټولو آسماني دینونو لپاره مُتمِمْ (بشپړوونکی) او د ټولو پخوانیو أدیانو (دینونو) لپاره تصحیح کوونکی دی. که د اسلام د مبارک دین په اړه لږه ژوره کتنه له ځان سره وکړو؛ نو بالآخره جوته به شي چې د اسلام دا وروستی دین د ټولو انبیاوو – علیه السلام – دین دی.

د پورتنیو خبرو لنډیز او خلاصه دا شوله چې هېڅ آسماني دین ته له اسلام پرته مونږ کوم بل نوم نشو ورکولی، او دا ځکه چې لوی څښتن ونه غوښتل تر څو د هغه له لوري د را استول شوو دینونو لپاره له اسلام پرته کوم بل نوم غوره او وټاکل شي او د ټولو آسماني دینونو لپاره د اسلام کلمه مناسبه کلمه برېښي، هغه دین چې لوی څښتن تعالی د خپلو بندګانو د هدایت لپاره په هر عصر کې را استولی ؤ.

که تاسې یوه شېبه له ماسره فکر وکړئ؛ نو تاسې ته به هم څرګنده شي چې د اسلام دین لوی څښتن تعالی د محمدیت په نوم نه دی نومولی، لکه څرنګه چې مسېحیت پرې نومول شویدی، البته د مسېحیت د کلمې څخه مراد په اصل کې حضرت مسیح – علیه السلام – دی؛ نو له همدې کبله مونږ ویلی شو چې د اسلام مبارک دین په حقیقت کې د ټولو انبیاوو – علیه السلام – یو مشترک دین دی؛ لکه چې لوی څښتن تعالی مونږ ته په دې اړه داسې لارښوونه کوي: ﴿شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ﴾. (الشورى: 13).

ژباړه: (لوی څ

ښتن تعالی) تاسې ته له دین څخه هغه څه بیان کړي دي، په کوم څه باندی چې حضرت نوح – علیه السلام – هم سپارښتنه (وصیت) کړی ؤ، او (ای محمده!) په هغه څه باندې چې مونږ تاته وحې کړې وه، په همدې څیزونو سره مونږ حضرت ابراهیم، موسی او عیسی – علیه السلام – ته هم وحې (حکم) کړی (ددې ټولو پیغمبرانو دین یو ؤ، او په اخلاقو، عقائدو او د دین په بنیادي مسائلو کې د ټولو پیغمبرانو – علیهم السلام – تګلاره یوه وه، أما په فروعي مسائلو کې د شریعتونو تر منځ که کوم فرعي او جزئي اختلافاتو شتون درلود؛ نو دا بیا یوه جلا مسئله ده).

اسلام خورا یوه شامله کلمه ده او پراخ مفهوم لري، د اسلام شامل فهم مونږ ته د همدې ښوونه کوي چې: یوازې د اسلام د یو اړخ لپاره د ټول اسلام کلمه کارول په حقیقت کې نورو ته د اسلام په اړه منفي ذهنیت او نېمګړی انځور وړاندې کول دي، ځکه چې اسلام هم قول دی، هم عمل، هم اعتقاد دی او هم د غوره اخلاقو ټولګه. دا هغه بنسټيز اسلامي توجیهات او لارښودنې دي چې ټولو انبیاوو – علیهم السلام – به ورته ځانګړې پاملرنه کوله، همداراز اوس ستاسې پام د یوې بلې مهمې نقطې په لوري را اړوم او هغه دا چې: هغه مُحرمات او مَنهیّات (ناروا څیزونه) چې پیغمبرانو – علیهم السلام – به ورڅخه خپل أَتباع (پیروان) منع کول، دا ټول سره یو ډول دي او سره هېڅ فرق نلري.

البته دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې په فروعي مسائلو کې آسماني دینونه که چېرې کوم اختلافات لري؛ نو هغه هم ددې لپاره چې تر څو د هر عصر له غوښتنو سره سم او د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د هغوی د ستونزو درملنه وشي، او دا جُزئي او کوچني مسائل د هرې سیمې د خلکو، وختونو، چاپیریالونو او راتلونکو نسلونو سره وخت په وخت پکې تغییر او بدلون راځي.

[د انبیاوو – علیهم السلام – له لوري د هغوی په شریعتونو کې د هر عصر په تناسب سره په فرعي مسائلو کې بدلون رامنځ ته شوېدی، او ځینې هغه احکام چې د حضرت موسی – علیهم السلام – په شریعت کې یې شتون درلود، خو درانده احکام وو؛ لکه: په موسوي شریعت کې د خالي (شنبې) د ورځې تعظیم او درناوی، د ماهي او د اوښ د غوښې او د وازدو له خوړلو پرهیز او ددې شیانو د خوړولو د تحریم مسئله….]، خوکله چې له موسی – علیهم السلام – وروسته عیسی – علیهم السلام – راغی؛ نو بیا هغه دا پورته شیان خپل قوم ته حلال وګرځول؛ نو له همدې کبله کله کله وینو چې د ځینو لپاره په یو وخت کې یو څه حرام وي، خو د وخت په تېرېدو سره همدا محرمات (حرام شوی شیان) بیا د بل أمت له خلکو لپاره حلال ګڼل شويدي؛ لکه: همدا خبره چې د حضرت عیسی – علیهم السلام – په هکله را نقل شوېده؛ لکه چې لوی څښتن تعالی ارشاد فرمايي: ﴿ولأحلّ لكم بعض الذي حُرّم عليكم﴾ (سورة آل عمران: 50).

ژباړه: (حضرت عیسی – علیهم السلام – خپل قوم ته وویل): تر څو ستاسې لپاره ځینې هغه شیان چې حرام ګرځول شوي وو حلال وګرځوم.

په پاې کې به خپله همدا مقاله په دې وینا سره پای ته ورسوو چې: اسلامي شریعت د همدې لپاره را استول شوی دی تر څو پخواني ټول منحرفه شوي او لاس خوړل شوي ادیان پرې منسوخ کړي او بیا په خورا حکمت سره د دوی د منحرفه عقائدو او خرافاتو څخه مسلمان ملتونه خبر کړي، د اسلام په راتګ سره د پخوانیو دینونو هر څه حرام ونه ګرځول شول، بلکې هغه څه چې ګټور ول؛ نو هغه هیڅکله هم اسلام نه دي حرام ګرځولي، بلکې له دې څیزونو څخه یې یوازې هغه څه حرام وګرځول، په کومو کې چې د وخت په تېرېدلو سره پکې تحریف او یا هم نیمګړتیاوې رامنځ ته شوي وې، او بالآخره اسلام د یو وروستي الهي شریعت په توګه سره چې د هرې سیمې او چاپېریال او همداراز د هر و خت و زمان سره تطابق لري د یو صحیح دین په توګه سره ومنل شو.

لیکنه: دوکتور یوسف القرضاوي

ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب