اسلامي سیاست او دولت

اسلام او سیاست

ليکوال: علامه دکتور يوسف القرضاوي (حفظه الله).
ژباړن: ذاکر جلالي.

ښکېلاکګرو او د هغوى کورنيو لاسپوڅو ددې فکر د ثبوت لپاره چې ګوندې اسلام له حکومتوالۍ او سياسي مسايلو سره هېڅ ډول تړاو نلري؛ خپلې ټولې هڅې وکړې. او ددوى په وړاندې سترو مصلحينو او ددوى مخکښ، استاد حسن البناء رح د مسلمانانو لپاره د اسلام د هر اړخيز فکر د ښوونې لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچولې. يا په بل عبارت دوى هڅه وکړه، هغه څه چې د ديارلسو قرنونو په بهير کې –يعني اسلامي هېوادونو ته د استعمار له راتګ څخه وړاندې- ثابت او استوار موضوعات وو، يو ځل بيا خلکو ته ورسوي. او هغه له دې څخه عبارت وو چې: اسلام د انسان د ژوندانه ټولې برخې –حتى له زېږېدنې وړاندې او له مرګه وروسته- لکه قانون جوړونه، لارښوونه او هدايت په خپل ځان کې رانغاړې. ځکه اسلام د هغه ماشوم په اړه چې لا زېږېدلى نه دى او د هغه انسان په اړه چې له دې دنيا څخه تللى، هم قوانين او مقررات لري.
اسلام، انسان د خپل وګړيز، ټولنيز، کورنى او سياسي –د پاکوالي او روغتيا له ادابو نيولې تر امامت او حکومت او د سولې او جګړې تر مسايلو- ژوند په بهير کې يواځې نه پرېږدي او خپلې لارښوونې د لارورکي انسان مخې ته ږدې.
د هغو هڅو پايلې ډېرې ښکاره وې، او داسې پراخه زمينه يې برابره کړه چې په اسلامي هېوادونو کې يې د اسلام پر شموليت او هر اړخيز توب باندې ايمان؛ دداسې اسلام پر لور بلنه چې ګروهه او شريعت، دين او دولت يې برخې وې منځ ته راوړې، او استعمار د فکري يرغل د ډېرو قربانيو د شاتګ لامل شول چې ډېرو د لويديځ د پراخو تبليغاتي تهاجم تر اغېز لاندې راغلې وو، ايمان راوړ.

همدارنګه د فکر او سياست په دوه برخو کې د اسلامي ويښتابه څرګندېدل په داسې ډول چې د ځواک انډول ته يې بدلون وروباښه؛ چې د لويديځ او ختيځ پردي ځواکونه –چې زمونږ وضعيت تر نظر لاندې لري- دې ته اړېستل څو ددغې پديدې د څېړنې په موخه ستر کنفرانسونه او غونډې ترتيب کړې او سترې پانګې په دې لاره کې ولګوي. او لکه څرنګه چې استاد فهمي هويدي وايې: (په وروستيو کلونو کې يې په دې اړه له يوسل او شلو زياتې غونډې کړې).
همدالامل دى چې لويديز مفکرين او د هغوى فکري لاسپوڅي، د اسلام د ځلانده لمر د راپورته کېدو د مخنيوي او د استعمار د پير پر لور د تاريخ د څرخ د ګرځولو لپاره يې خپلې ټولې وړتياوې او هڅې په کار اچولې او يو ځل بيا د (سياست او دين بېلتون يا غير سياسي دين او يا هم غير ديني سياست) ماته او ناکامه شوې تيوري مطرح کوي.
حتى دغه خوارکي چې د لويديځ د غلامۍ کړۍ يې پر خپلو غاړو کې اچولي؛ هغه اسلام چې مسلمانان يواځې په خپل تاريخ کې همدا پېژني، استعمار څخه مخکې اسلام، هغه اسلام چې د ټولو مذاهبو فقهاوو، اصولينو، مفسرينو، محدثينو او متکلمينو تعريف او تفسير کړى دى، د اسلام، قران او سنت لنډيز (سياسي اسلام) بولي؟!

ددې حربې پواسطه غواړي خلک له اسلام څخه کرکجن کړي، ځکه چې په اسلامي هېوادونو کې سياست او سياستوال د ګڼو ستونزو، غميزو او کړاونو د منځ ته راتلو لامل شوي، له دې کبله پرګنۍ له سياست څخه خوښ نه دي!
ليکن مونږ څه کوو، هغه اسلام چې د الله تعالى له لورې لېږل شوى، سياست د هغه نه بېلېدونکي برخه ده؟ زمونږ ربړه څه ده، هغه اسلام چې پيغمبر راوړى دى، اجازه نه ورکوي چې د انسان ژوند او وړتياوې د خداى تعالى او واکمنو او قيصر ترمنځ ووېشل شي، بلکې د قيصر او کسرا په ګډون د الله تعالى پر وړاندې د ټولو واکمنو پر بندګۍ ټېنګار کوي!
په داسې حال کې بې وسه ليکوال غواړي، مونږ د الله تعالى کتاب، د پيغمبر سنت، د امت اجماع او خپل لارښوونکى تاريخي ميراث پرېږدو او نوى اسلام چې د سمندرونو د هاخوا اربابانو خوښي له ځانه سره ولري، ومنو؟!
هغوى د هغو ګوښه ناستو صوفيانو اسلام خوښوي چې د قرانکريم تلاوت د مړو د بښلو لپاره –نه د ژونديو د هدايت او لارښوونې لپاره- کوي، د قرانکريم د اياتو په واسطه دديوالونو پر ښايسته کولو او د ځينو غونډو پرانيستلو باندې بسيا کوي او بس.
هغه اسلام چې واکمن پرخپل حال پرېږدي، ترڅو هرکار يې چې زړه وغواړي ويې کړې! هغه اسلام چې له قران، سنت او د پيغمبر (صلى الله عليه و سلم) له سيرت څخه سرچينه اخلي او د اسلامي امت پخواني او اوسني علماء ورسره اشنا وو، هغه بشپړ او جامع اسلام دى چې د ژوندانه ټول اړخونه په خپل ځان کې رانغاړي او په هېڅ دول پاڼې پاڼې کېدو او وېشاک(تجزيه) ته اړتيا نلري. قران او سنت، معنويت، اخلاق، فکر، روزنه، جهاد، ټولنه، اقتصاد او … سياسي اسلام دى. اسلام دغه ټولې برخې راچاپېروي، او د هغو د هر يوه لپاره موخې او لرليدونه په نظر کې لري، او د هغو لپاره يې احکام او توجيهات وړاندې کړې دي.
د دين او سياست د تړاو په اړه امام حسن البناء رح فرمايي: خورا لږ خلک به داسې ومومئ چې د اسلام او سياست د وينا پر مهال هغه دواړه يو له بل څخه بېل نکړي، او دغه دواړه به يوځاى کښېنږدي.
اسلام او سياست د ډېرى خلکو له انده دوه متضادې پديدې دي چې هېڅکله به يو له بل سره روغه ونکړې. له دې کبله ده چې پلانۍ ټولنه (جمعيت) اسلامي نوموي، نه سياسي، او يا پلانۍ غونډه ديني غونډه بولې چې په سياسي چارو کې دخالت نلري او د ډېرو اسلامي ټولنو په اساسنامو کې وينو چې ليکل شوي وي: (دغه ټولنه ځان په سياسي مسايلو کې نه ښکېلوي)؟
مخکې له دې چې دا نظريه ومنو يا يې رد کړو، لازمنه ګڼم ستاسي پام دوو نورو موضوعاتو ته واړوم:
لومړى: د (ګوند پالنې) او (سياستي توب) ترمنځ ستر توپير دى… کله له يوبل سره يوځاى او کله له يو بل څخه واټن لري، شونې ده چې يو څوک په توله معنا سياسي او سياستوال وي، ليکن له هېڅ ګوند او ډلې سره تړاو نلري، او کله دا هم شونې ده چې څوک به بشپړ ډول ګوندي او تشکيلاتي وي، ليکن له سياست څخه هېڅ خبر نه وي. او دا هم شونې ده چې کله څوک هم سياستوال وي او هم ګوندي يا تشکيلاتي وي.
ولې کله چې زه د سياست څخه غږېږم، زما موخه عام او مطلق سياست دى، يعني د خلکو د کورنيو او بهرنيو چارو اهتمام کول-بې له دې چې فرعي مسايلو پورې محدود وي.
دويم: هغه مهال چې غير مسلمانانو له اسلام سره اشنايي نلرله، او کله چې د ايمان والاو په زړونو کې د اسلام مقام او منزلت داسې وو چې ويې نشواى کولاى چې له منځه يې يوسي، ويې ليدل چې مسلمانان تيار دي، خپل ځانونه او مالونه د اسلام لپاره قرباني کړي، مصلحت يې په دې کې ونه ليده چې د اسلام د مظاهرو په په بد ويلو د مسلمانانو زړونه زخمې کېږي، بلکې هڅه يې وکړه تر څو اسلام په تنګه دايره کې زندانې کړې او د خوځښت او ځواک ټول ټکي داسې ترې وباسې چې مسلمانانو ته يواځې د هغوى ظاهري صورتونه پاتي شي، چې هېڅ درد به بې درمل نکړي!
او هڅه يې وکړه مسلمانانو ته داسې تلقين کړي چې اسلام ځانته او ټولنيز مسايل ځانته شيان دي، اسلام له قانون جوړونې، اقتصادي او فرهنګي مسايلو سره کوم تړاو نلري او لازمه ده چې اسلام ځان له سياسي مسايلو څخه ګوښه کړي.
تاسي او خداى وروڼو ماته وواياست: کله چې اسلام يوه غيره سياسي او غير اقتصادي پديده ده او له فرهنګي او ټولنيزو مسايلو سره کوم کار نلري، بيا نو دا اسلام څه ډول شى دى؟! ايا اسلام بغير له څو رکعته لمانځه چې هغه هم له خشوع او معنويت څخه خالې وي او داسې اذکار چې د رابعه عدويه خبره: (داسې استغفار چې په خپله استغفار ته اړتيا لري) نور څه پاتې کېږې؟! وروڼو! ايا قرانکريم چې يو هر اړخيز او بشپړ نظام دى د همدغو څو رکعتو لمونځونو او اذکارو لپاره نازل شوى؟
دا له اسلام څخه ډېر محدود او ضعيف اخذ دى او اسلام دغه کوچنى چوکاټ چې وړاندې شوى هماغه شى دى چې دا اسلام هغې پسې دى تر څو مسلمانان د هغې په محدوده کې ايسار کړې، او هغوى (مسلمانانو) پورې ټوکې او استهزاء وکړې او دوى ته په خطاب کې ووايې: تاسې مو د خپل دين په ټاکنه کې آزاد پرېښي ياست، او ستاسو په اساسي قانون کې راغلي، چې اسلام د حکومت رسمي دين دى!
وروڼو! زه له دغه منبر څخه په ټول صراحت او توان سره اعلان کوم چې، اسلام له دغو شيانو سره چې د اسلام دښمنان او د هغوى کورني لاسپوڅي غواړي مونږ د هغو ګېرچاپېره ايسار کړې، ډېر توپير لري. او رښتينى اسلام د: عقيدې، او عبادت، وطن او هويت، ازادۍ او ځواک، اخلاق او ثروت، فرهنګ او قانون او حکومت، اسلام دى. او د اسلامي لارښوونو پر بنسټ مسلمان انسان مکلف دى چې د خپل دين ټولو چارو ته پاملرنه وکړي، او هر هغه څوک چې د اهل اسلام چاروته اهتمام نکوي د هغوى له جز څخه نه ګڼل کېږي.
زه په  دې ګروهه يم چې زمونږ نېک سيرته اسلافو دغه ډول اسلام زده کړى وو او هماغه ډول به يې حکومت او قضاوت کولو، او د اسلام په لاره کې به يې جهاد کاوه او د اسلام د ارکانو پر بنسټ به يې خپلې اړيکې ترتيبولې. او د دنيا د عملي ژوندانه او آخرت تولو چارو کې به يې د اسلام په حدودو کې حرکت کاوه. الله تعالى دي پر لومړي خليفه (ابوبکر صديق رض) ورحمېږي چې ويې فرمايل: ( که زما د اوښ پړى هم ورک شي د هغې اړوند لارښوونه او حکم به د الله تعالى په کتاب کې مومم).
محقيق مؤرخ ډاکټر ضياء الدين ادريس په خپل کتاب (د اسلام سياسي نظريات) کې وايې: (بې له شکه چې رسول الله ص او له هغه سره مؤمنانو چې په مدينه منوره کې د کوم نظام بنسټ کېښود –که د عملي واقعيتونو له نظره وڅېړل شي او د معاصرې نړۍ له سياسي معيارونو سره وسنجول شي- کولاى شو له ټولو هغو مفاهيمو سره چې د (سياست) کلمه يې په خپل ځان کې لري، سياسي نظام ونوموو. او په عين حال کې دا په دې معنا نه ده چې نشو کولاى هغه يو ديني نظام ونه ګڼو، که دهغه اهداف، انګېزې او معنويت چې د هغه محور دى په نظر کې ونيول شي.
دا نظام شونې ده چې په يو وخت کې دوه ډوله ځانګرتياوې ولري. ځکه د اسلام جوړښت شامل او هر اړخيز دى چې د مادي او معنوي څانګو ترمنځ يې همغږي منځ ته راوړې ده او د انسان کړنې ددنيا او اخرت د ژوندونو په ارتباط تر پوښښ لاندې راولي، تر دې چې اسلامي فلسفې او فکر، ماديت او معنويت سره يو ځاى کړې او ددوى ترمنځ بېلتون او توپير يواځې په شکلي او ظاهري ډول مني، ولې ماديت او معنويت په خپل ذات او هويت کې واحد شى تشکيلوي، او داسې يو شوي چې ترمنځ يې واټن اصلاً تصور کېداى نشي.
دا حقيقت چې د اسلام په طبيعت کې يې ريښه لرلې، داسې څرګند او ښکاره دى چې استدلال ته اړتيا نلري. او تاريخي حقايق هم دا تاييدوي، او په تېره زمانه کې د مسلمانانو د عقايدو يوه برخه پاتې شوې ده او ځينو مستشرقينو د اسلامي هېوادونو څخه د لرې والي سره سره بيا هم دا منلې ده.
ليکن له دغو ټولو مسايلو سره سره يو لږ شمېر مسلمانان چې په اصطلاح ځانونه (مجدد، ماډرن) نوموي، له دې حقيقت څخه انکار کوي او دواړه پښې يې په يوه موزه کړې چې ګوندې اسلام يواځې يوه (ديني) پديده ده. او د (ديني) له اصطلاح څخه د هغوى موخه داده چې اسلام يواځې دعا او عقيده ده چې د انسان او الله تعالى ترمنځ اړيکې ټينګوي، او له –هغو چارو سره چې مونږ يې د ژوند مادي چارې- ګڼو هېڅ تړاو نلري. او له دې جملې څخه کولاى شو نظامي، اقتصادي او تر ټولو مهم سياسي مسايلو ته اشاره وکړو. او يو د هغوى له تلپاتو شعارونو څخه داده چې : (دين ځانته او سياست ځانته شى دى).
ددوى د نقد او نيوکې لپاره د مسلمانو پوهانو د نظرياتو راوړل نه مناسب دي او نه هم اړين، کله انسان فکر کوي چې دوى په ناخبرۍ سره د هغوى (مسلمانو پوهانو) نظريات نه مني، او همدارنګه د تاريخي حقايقو راوړلو ته هم اړتيا نه شته. ځکه دوى د هغوى په اړه عمداً او قصداً مناقشه کوي!

دلته د يو شمېر مستشرقينو افکارو او نظرياتو ته اشاره کافي ده چې خپل افکار يې په وضاحت سره بيان کړې دي. ځکه دغه به اصطلاح روڼ اندي به دا فکر نه کوي چې له دوي (مستشرقينو) څخه به د معاصرې نړۍ د پديدو سره زياته آشنايي ولري، او له دوى څخه بهتر د علمي بحث نوي ميتودونه واکاروي. دادى دهغوى افکارو ته پام وکړئ:
١. ډاکټر فيتز جرال وايي: اسلام په يو دين کې نه خلاصه کېږي. بلکې يو سياسي نظام هم دى. او له دې سره سره چې په وروستيو کلونو کې يو شمېر مسلمانان پيداشوي چې ځانونه روڼ اندي او متمدنه ګڼې، غواړې دغه دواړه (دين او سياست) سره بېل کړي. ليکن د اسلامي فکر بنسټ په دې ايښودل شوى چې دا دواړه يو د بل لازم او ملزوم دي، او په هېڅ صورت د هغوى ترمنځ د بېلتون امکان نه شته.
٢. استاد نلين و وايي: محمد [صلى الله عليه و سلم] په يو وخت کې يوځاى دين او دولت تاسيس کړل او د خپل ژوند په بهير کې يې هغه دواړه د يوه او بل تر څنګ وساتل.
٣. ډاکټر شاخت هم وايي: ددې لپاره چې اسلام د يو دين په پرتله خورا پراخ او هر اړخيز دى نو د سياسي او قانوني نظرياتو لرونکى هم دى. او کولاى شو په لنډ ډول دا ادعاء وکړو چې اسلام يو بشپړ او هر اړخيز نظام دى او د دين او حکومت ټول اړخونه په خپل ځان کې رانغاړي.
٤. استاد سټروچمن همدارنګه وايي: اسلام يوه ديني او سياسي پديده ده، ځکه ددې بنسټګر پيغمبر، حکيم سياستوال او سياسي لارښود وو.
٥. استاد مکډونالډ هم وايي: دلته – يعني مدينه منوره- کې د اسلامي حکومت بنسټ کېښودل شو، او د اسلامي قانون آرونه او بنسټونه وټاکل شول.
٦. سر توماس ارنولډ وايي: پيغمبر په يو وخت کې د حکومت سياسي او ديني لارښوونه په غاړه لرله.
٧. استاد جپ وايي: دا يو روڼ حقيقت دى چې اسلام يواځې وګړيزې ديني ګروهې نه دي، بلکې د ځواکمن حکومتي جوړښت له ځانګړو قوانينو او ارګانونو سره د يوې خپلواکې ټولنې اقامه واجبه ګڼلې ده.
هغه کسان چې يواځې د لويديز پوهانو د خبرو لپاره يې غوږونه خلاص دي، ددې نظرياتو په اړه چې هر مجادله کوونکى انسان ماتوي، د ويلو لپاره به څه ولري؟!


ذاکر جلالي د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتون د سياست او نړيوالو اړيکو د پوهنځي محصل دى.

منبع: اصلاح انلاین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: