سیاستپوهنه او که سیاسي علوم؟

ځینې پوهان په دې نظر دي، چې سیاستپوهنه (د سیاست علم) باید په مفرده توګه استعمال نه شي باید د [سیاسي علوم] اصطلاح ورته وکارول شي دا ځکه چې اوس وخت کې حکومت ډېر زیات پېچیده او مُغلق تشکلیلات لري؛ نو بناءً حکومت باید له نورو خواوو مطالعه شي لکه: حقوقي، اجتماعي، اقتصادي، اداري، فرهنګي او داسې نور…
هغه پوهان چې په دې نظر دي چې باید د [سیاسي علوم] اصطلاح ورته وکارول شي اکثره یې فرانسویان او اروپایان دي.
هغه پوهان چې په دې عقیده دي چې سیاستپوهنه باید په منفرده مانا ورکارول شي دا دلیل وړاندې کوي چې نور ټولنیز علوم له سیاستپوهنې سره مرسته کوي او په ځینو سیاسي مسائلو او چارو کې ورڅخه استفاده کېږي. ډاکټر ګارنر چې د آمریکا د یو پوهنتون استاد وو، په دې هکله خپل نظر داسې وړاندې کوي: بهتره به دا وي چې دواړه اصطلاحګانې منظورې کړو، یعنې سیاستپوهنه په محدودوه(تر یو ساحې پورې) معنی او سیاسي علوم په پراخه معنی سره که کچېرته ترې چې مقصد نه حکومت او نه دولت وي سیاستپوهنه او که مقصد ترې د حکومت ټول اړخونه وي په هغه صورت کې ورته سیاسي علوم ویل کېږي.

په آمریکا، انګلېستان او اکثره عربي هېوادونو لکه مصر، سعودي عربستان، بنګله دېش، پاکستان او افزیقایي هېوادونو کې ورته Political Science یا سیاستپوهنه وایي.

په ۱۹۴۸م کال کې د یونسکو سازمان تر مشرۍ لاندې د پاریس په ښار کې د پوهانو د یوې غونډې په پایله کې پر دې موافقه وشوه چې د سیاستپوهنې پر ځای سیاسي علوم وویل شي په دې بین المللي ټولنه کې چې د سیاست د علم بنسټ پکې کېښودل شوی فیصله وشوه، چې د سیاست په علومو کې لاندې موضوعګانې داخلې دي:

۱-سیاسي نظریات چې په دوه برخو وېشل شوي دي:
الف: سیاسي فلسفه
ب: د سیاسي افکارو تاریخ

۲-سیاسي مؤسسات چې په شپږو برخو وېشل شوي:
الف: اساسي قانون
ب: ملي حکومت
ج: محلي او سیمه ییزې دندې
د: اداره عامه
هـ: دولت، ټولنیزې او اقتصادي دندې
ي: مقایسوي سیاسي مؤسسې

۳- ګوندونه، ډلې او عام افکار(فکرونه) چې دا هم په څلورو برخو وېشل شوي دي:
الف: عامه فکرونه
ب: ډلې او ټولنې
ج: سیاسي ګوندونه
د: د خلکو برخه په حکومت کې

۴- نړیوالې اړیکې چې په دریو برخو وېشل شوي:
الف: نړیوال سیاست
ب: نړیوال حقوق
ج: نړیوال سازمانونه او ادارې

نو په نتیجه کې ویلی شو، چې سیاستپوهنه په حقیقت کې د سیاسي علومو ټولګه ده، چې د سیاسي انساني ټولنو له جوړښت او عمل څخه بحث کوي.

ماخذ:

پورتني تعریفونه لاندې ماخذ څخه اخیستل شوي:
پوهنیار هجرت الله اختیار (۱۳۹۹). سیاستپوهنې بنسټونه، جلال اباد ښار، يار خپرندویه ټولنه.

احمد طارق خلیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب