استاذ محمدقطب رح څرنګه د داروين، مارکس او فرويد الحادي نظريات نقد او رد کړل؟!
د معاصراسلامي فکر مخکښ استاذ محمدقطب رحمه الله څرنګه د داروين، مارکس او فرويد الحادي نظريات نقد او رد کړل؟!
استاذ محمدقطب رحمه الله د اسلامي نړۍ له هغو سترو شخصيتونو څخه ؤ، چې د غربي تمدن فکري ستنې يې ولړزولې، د معاصر اسلامي فکر په تأسيس او غوړېدو کې يې ستره ونډ واخسته او پدې هکله يې خورا ډېرمهم او ارزښتناک رول اداء کړ.
نو د استاذ محمدقطب رحمه الله فکري ارزښت په کوم ځای کې دی؟ د غربي تمدن هغه افکار او نظريات کوم دي چې استاذ محمدقطب رحمه الله نقد او رد کړل؟ او هغه خښتې کومې دي چې هغه پرې د معاصر اسلامي فکر ودانۍ اباده کړه؟
واقعيت دادی چې غربي تمدن ترټولو هغه ستر ګواښ ؤ چې اسلامي امت ورسره د نولسمې پېړۍ په پيل کې مخ شو او ويې کولى شول چې په اسلامي امت باندې په نظامي او سياسي ډګرونو کې برلاسى تر لاسه کړي، چې تر ټولو مهم يې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د عثماني خلافت ړنګول، د ډېرو عربي او اسلامي خاورونظامي اشغال، د عقيدې پر بنسټ جوړ پراخ اسلامي وطن کې پر نشنلستي معيارونو مستقل هېوادونه رامنځته کول او د اسلامي نړۍ د ملا پرتير (فلسطين) باندې د اسرائيلود دولت جوړول ؤ.
متأسفانه د غربي تمدن له دغو استعماري پرمختګونو سره په اسلامي امت کې د فکري او نفسي ماته خوړلو زده کړياليو او فرهنګيانو يوه ډله رامنځته شوه چې غربي تمدن ته يې د هرکلي غيږه پرانسته او د غربې تمدن مباشر اونيغ په نيغه اخستو او قبلولو ته يې دعوت پيل کړ لکه طه حسين، سلامت موسى، لويس عوض او داسې نور.
دوهمه ډله هغه وه چې د غربي تمدن مباشر اونيغ په نيغه منل او قبلول خو يې نه غوښتل بلکې د هغه لپاره يې اسلام او د هغه شريعت پداسې ډول تاويلاوه او تفسيراوه څو د غربي تمدن له افکار او نظرياتو سره سر ولګوي. د دې دوهمې لارې مشهور شخصيتونه عبارت و له: محمدعبده او دهغه شاګردان، قاسم امين، علي عبدالرزاق، سعد زغلول او داسې نور.
چې په پايله کې د دغوماته خوړلو زده کړياليانواوفرهنګيانو ډلې له افکارو څخه د اسلامي امت يو شمېر افراد اغيزمن شول، دامت يوه برخه د غربي تمدن پلويان شول او پدې توګه غربي تمدن د اسلامي امت د کيان او وجود فني، ادبي، اجتماعي، اقتصادي او سياسي ډګرونو ته لاره وکړه.
په همدې ترڅ کې د غربي مادي او الحادي تمدن د مقابلې، په ژوندانه کې د اسلامي مرجعيت د احياء، د اسلامي خاورو د بشپړ استقلال او وحدت او اسلامي خلافت د اعادې لپاره امام حسن البناء شهيد د امت وال داعي سيد جمال الدين افغاني رحمه الله د افکارو او ارمانونو څخه په الهام اخیستو راولاړشو او په ١٩٢٨ز کال کې يې د اخوان المسلمين د نړيوال اسلامي حرکت بنسټ کېښود او ويې کولى شول چې دمسلمانانو هغه پراخ اکثريت چې لا تراوسه يې باور، ننګه او ولاء له اسلام او د اسلام له فکري او ثقافي منظومې سره تړلي او ثابت و، او دغربي تمدن تر اغيزې لاندې نه وو راغلي له ځان سره ملګرى کړي، او په مسلمانو ولسونو کې يې د اسلامي هراړخيزې او منظمې تربيې او روزنې له لارې د اسلامي دعوت او جهاد نه ستړې کيدونکې مبارزه پيل کړه.
اوس پوښتنه داده چې په دغه تمدني جګړه کې چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د اسلام پالو او لويديځ پالو د فکري جريانونو ترمنځ روانه ده د استاذ محمدقطب رحمه الله رول څه ؤ؟
مرحوم استاذ محمدقطب رحمه الله پدې تمدني او فکري ستره جګړه کې دوه ډوله مهم اواساسي رول ولوباوه: لومړى يې د غربي تمدن افکار او نظريات په علمي اصولو تحليل، نقد او رد کړل، او دوهم داچې د ژوندانه په يو شمېر مهمو ساحو کې يې نوي اسلامي نظريات او افکار مطرح اوتقديم کړل.
مونږ په دواړو مجالونو کې د ښاغلي استاذ محمدقطب رحمه الله له اغيزمن رول او ارزښتناکوجهودو څخه په لنډه توګه يادونه کوو.
په لومړي مجال کې استاذ محمدقطب(رحمه الله ) هغه مشهور نظريات نقد او رد کړل پرکومو چې د غربي تمدن بنسټ ايښودل شوى ؤ. د انسان د خلقت په اړه د داروين د تکامل نظريه، د مارکس نظريه د انتاج او توليد وسايل او دهغو اغيز د بشري ژوندانه په بدلون او پرمختګ کې، او د فرويد نظريه د جنسي غريزې او دهغې اغيزه د افرادو پر سلوک، د آدابو او اديانو په رامنځته کېدو کې، او د دور کايم نظريه ټولنيز جبر(الحتمية الاجتماعية) او پر واده، کورنۍ او دين باندې د هغه اغيزې.
دادى پر نوموړو نظرياتو باندې د استاذ محمدقطب(رحمه الله ) علمي نقد او د هغو علمي رد:
لومړى: د داروين د تکامل نظريه
داروين دا نظريه وړاندې کړه چې انسان د مادي بدلون، پرمختګ او تکامل او د مادې د فيزيکي تعاملاتو په پايله کې رامنځته شوى دى او د هغه په خلقت کې مافوق الطبيعة هېڅ ډول عامل نه خداى او نه بل څه برخه او دخالت نلري. هغه وايي بيزو د مادي بدلون، پرمختګ او تکامل په پايله کې په انسان بدله شوې ده!
پدې توګه د داروين نظريې د ځمکې او اسمان او انسان او خداى ترمنځ د لومړي ځل لپاره لوړ او پريړ دېوال ودراوه!
استاذ محمدقطب(رحمه الله) او ورور يې شهيد سيد قطب د داروين ددې نظريې په رد کې چې انسان په اصل کې بيزو و پر نوې دارويني نظريې باندې استدلال او تکيه کړې ده. نوې دارويني نظريه مجبوره شوه چې د داروين د بشپړ مادي تکامل له خبرې څخه په شا شي. نوې دارويني نظريه له ناچارۍ څخه اعتراف ته اړ شوه چې د انسان په تکوين او جوړښت او دهغه په ذاتي ځواکونو او وړتياووکې لکه د تخيل د ځواک پر څېر داسې جوانب شته چې مادي تفسير او شننه يې نشي حل کولى. هو دغه جوانب هغه وخت حل کېدى شي چې اقرار وکړو چې د انسان په خلقت او پيدايښت کې د انسان له داخل پرته د مافوق الطبيعه بهرني عامل مداخله شتون لري.
د اسلام ستر شهيد سيدقطب (رحمه الله)
همدغه اقرار په يو نه يو ډول ښکاره اعتراف دى چې د انسان په خلقت کې له مادي نظريې نه -چې د داروين نظريه پرې بنا ده- لوړبهرنى او خارجي عامل مؤثر او اغيزمن دى چې هغه د عليم او حکيم الله اراده ده!
هو استاذ محمدقطب(رحمه الله) د داروين هغه نظريه رد کړه چې وايي انسان د مادي بدلون، پرمختګ او تکامل او د مادې د فيزيکي تعاملاتو په پايله کې رامنځته شوى دى او د هغه په خلقت کې مافوق الطبيعة هېڅ ډول عامل برخه او دخالت نلري اوپدې توګه يې د ځمکې او اسمان او انسان او خداى ترمنځ د لومړي ځل لپاره لوړ او پرېړ دېوال ودراوه!
دوهم: د مارکس نظريه د توليد د وسايلو تطور او پرمختګ
مارکس نظريه ورکړه چې د توليد د وسايلو تطور او پرمختګ له کمون اوليه (الشيوعية الاولى) څخه تر د کرهڼې تر يوې بيا تر ترکتوره او بيا تر برېښنايي ماشينونو . . هغه څه دي چې ټولنې له کمون اوليه څخه د غلامۍ او بردګۍ ټولنې ته، بيا فيوډالستي ټولنې ته او بيا بورژوازي ټولنې ته ارتقاء ورکوي. او همدغه د توليد د وسايلو ارتقاء او پرمختګ دى چې په انساني ټولنو کې خويونه او عادات، فنون او ذوقونه، اخلاق او دينونه رامنځته کوي.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) په خپل کتاب (التطور والثبات في حياة البشرية) –په بشري ژوندانه کې پرمختګ او ثبات- کې د مارکس دغه نظريه په ډېر علمي او ښکلي اسلوب رد کړې ده.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) وايي: مونږ بايد په انساني ژوند کې متطور(بدلون موندونکي او پرمختګ کوونکي) عناصر، او ثابت (ځاى پرځاى ولاړ) عناصر سره جلا کړو. هغه زياتوي: د بېلګې په توګه په انساني ژوند کې له ثابتو عناصرو څخه يوهم د خوراک او څښاک په اړه د انسان اشتها او رغبت دى، او په همدې اړه د هغه په ژوندانه کې له متطورو او بدليدونکو او پرمختګ کوونکو عناصرو څخه يو هم د نومړي ثابتې اشتها او رغبت د تحقق او ترسره کولو وسايل اودهغو بڼې او شکلونه دي.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) د طعام رغبت او اشتها په مثال کې ذکرکوي او وايي: يووخت انسان د خپلې تغذيې لپاره دونو له ميوو اوښکار څخه کار اخسته او طعام به يې تازه او اومه خوړ، مخکې لدې چې د سون د موادو پېژندګلوي زياته شي او اورته لاسرسى عام شي، بيا په کراره کراره منظمه کرهڼه کشف شوه او د غذايي بوټو او نباتاتو کرنه پيل شوه، بيا نور هم پرمختګ وشو او د غذا صنعت او جوړښت ځانته جلا علمي فن شو، طعام پخول يومهم فن جوړشو انستيتونه ورته تأسيس شول، سرټيفکټونه او شهادتنامې ورکوي، او ځانګړي وسايل ورته ايجاد شول لکه چاقو، کاچوغه، پنجه او داسې نور، او د خوراک څښاک ټاکلي دودونه او او آداب وضع شول.
اوس تاسو وواياست چې څه شي تغيير موندلى او پرمختګ يې کړى؟ د طعام او غذا د خوړلو اشتها او رغبت او که د دغې اشتها او رغبت د پوره کولو وسايل، بڼې او اشکال؟
واقعيت دادى چې د طعام او غذا رغبت او اشتها ثابته او په يو حال ده، او څه شي چې تغيير موندلى او پرمختګ يې کړى هغه د دغه ثابت عنصر د پوره کولو وسايل، لارې چارې او صورتونه دي.
مهم ټکى دادى چې استاذ محمدقطب(رحمه الله) ثابته کړې چې په انساني ژوندانه کې هرشى د بدلون، تغيير او پرمختګ په حال کې ندى لکه څرنګه چې مارکس وايي بلکې په انساني ژوندانه کې هلته ثابت او په ځاى ولاړ عنصر شته دى چې هغه انساني فطرت دى او ورسره متغير او متطور عناصر دي چې هغه د دغه ثابت فطرت د مختلفو اړخونو د تحقق او عملي کيدو بڼې او صورتونه دي.
اسلام همدغو ثابتو او متغيرو دواړو عناصرو ته چې په انساني ژوندانه کې شتون لري توجه او پاملرنه کړېده او دغه دواړه عناصريې په خپلو احکامو او تشريعاتو کې رعايت کړي دي: د انسان ثابت فطرت يې په پام کې نيولى او هغه ته يې ثابت احکام رالېږلي دي. او په انساني ژوندانه کې يې متغيرات او متطورات هم په پام کې نيولي او هغو ته يې ثابت احکام ندي استولي بلکې هغه يې د زمان او مکان حالاتو، ظروفو، بدلونونو او پرمختګونو ته پرېيښي دي څو له هغو سره د ثوابتو په رڼا کې د مجتهدينو د فتواوو پر بنسټ د هر ځاى او هرې زمانې د ظروفو او غوښتنو سره مناسب تعامل وشي.
(ثوابت او متغيرات په اسلامي فقه کې يوه ډېره مهمه او ارزښتناکه موضوع ده چې اسلامي فقهاوو او مجتهدينو پرې جلا کتابونه ليکلي دي)
دريم: د فرويد د جنسي غريزې نظريه
فرويد پدې نظردى چې جنسي غريزه د انسان په بدن کې تر ټولو ستراو قوي ځواک دى، بنا پر دې د انساني ژوندانه ټول جزئيات او تفاصيل له همدغې جنسي غريزې پورې تړلي دي. فرويد وايي د تي خور ماشوم اړيکه چې له خپلې مور سره يې لري د جنسي غرېزې پر بنسټ ده! او د کمکۍ ماشومې نجلۍ ځانګړې مينه او علاقه چې له خپل پلار سره يې لري هم د جنسي غريزې پر بنسټ ولاړه ده! او همداسې د دين، اخلاقو، آدابو، خيالونو، خوبونو، فن، هنر. . . ټولوپورې!
استاذ محمدقطب(رحمه الله) په خپلو ډېرو کتابونو کې چې خورا مشهور يې (الانسان بين المادية والاسلام) – انسان د ماديت او اسلام ترمنځ- دى د فرويد جنسي نظريه په علمي توګه نقد کړې او هغه يې په منطقي ډول باطله کړې ده.فرويد وايي بنا پر دې که د انسان جنسي غريزه آزاده پرېنښودل شي چې څرنګه يې اشباع کوي اشباع دې کړي بلکې هغه مقيده شي نو دا يو ډول غريزه وژنه او انسان ځپنه ده او ارومرو به په هغه کې نفسي عقدې او کينې راولاړوي.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) د فرويد د نظريې په هکله لومړى د امنلې ده چې جنسي غريزه رښتياهم په انسان کې يوه قوي او ځواکمنه غريزه ده، خو د فرويد دا خبره چې د انساني ژوندانه ټول تفاصيل او جزئيات له همدې غريزې پورې تړلي دي نو بناء بايد هغه آزاده پرېښودل شي او په آزاده توګه اشباع شي که نه نو په انسان کې به عقدې او کينې رامنځته کړي په کلکه رد کړې ده او ويلي يې دي چې جنسي غريزه آزاده نه پرېښودل او هغه په اصولو، ضوابطو او آدابو مقيده کول هېڅکله د جنسي غريزې ځپل (کبت) ندي بلکې دهغې (ضبط) يعنې کنترول، تنظيم او تهذيب دى چې ټولنې او انسانان ورته شديده اړتيا لري.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) د فرويد هغه اشتباهات، تېروتنې اوغلطې انګيرنې په ګوته کړي دي کوم چې هغه ته په اروپا کې د محرف نصرانيت او فاسدې کليسا له تعليماتو او تعاملاتو څخه ور پيدا شوي و او هغه يې د جنسي غريزې د کبت (ځپنې) او عقدو رامنځته کېدو لاملونه ګڼلي و، هغه نصرانيت او کليسا چې د جنسي غريزې په هکله يې مازې فکراو خيال کول هم حرام اعلان کړي و!
په همدې ترڅ کې استاذ محمدقطب(رحمه الله) په قرآن کريم کې د يوسف عليه السلام د کيسې ځنې صحنې ذکر کړي دي او روښانه کړې يې ده چې انسان څرنګه کولى شي خپله جنسي غريزه قابو او کنترول کړي؟
(هلته چې ځوان او مسافر يوسف عليه السلام د لاس لاندې مريي او خدمت ګار په توګه د يوې سترې امپراتورۍ د يوې مقتدرې، حسينې او جميلې ملکې د جنسي طوفان په وړاندې خپل ځان او خپله جنسي غريزه د زندان تېرولو او داعدام دګواښونو په زغملو سره قابو او کنترول کړه!)
په همدې توګه استاذ محمدقطب(رحمه الله) څرګنده کړې چې دا سمه نده چې د انسان ټول خيالات، فکرونه او خوبونه په هغه کې د ځپل شوې جنسې غريزې غبرګون او تعبير دى بلکې ځنې خوبونه د ګډووډو خيالاتو نتيجه وي، ځنې يې له ځان سره په زړه کې د سوچونو او فکرونو تاوولو نتيجه وي او ځنې يې بيا د الله پاک لخوا څخه رښتيني خوبونه وي لکه (د يوسف عليه السلام د يوولسو ستورو، لمر او سپوږمۍ سجده)، د هغه د دوه زنداني ملګرو خوبونه چې په زندان کې پيښ شول (او يا د مصر د عزيز خوب چې د پادشاهۍ پر تخت يې وليد).
پاتې شو د استاذ محمدقطب(رحمه الله) دوهم رول نو ښاغلي مرحوم استاذ محمدقطب(رحمه الله) د ژوندانه په ډېرو مجالاتو او ډګرونو کې د اسلامي افکارو او نظرياتو اصول او مبادئ طرح کړي دي چې له هغې جملې څخه : اسلامي هنر، د تاريخ اسلامي تفسير، اسلامي تربيه او روزنه او اسلامي ارواپوهنه (النفس الانسانية) دي.
مونږ دلته يوازې د دوو نظريو: اسلامي هنر او د تاريخ اسلامي تفسيرپه اړه د هغه طرح کړي اصول او مبادئ په لنډه توګه رااخلو:
اسلامي هنر:
استاذ محمدقطب(رحمه الله) د اسلامي هنر په موضوع کې د (منهج الفن الاسلامي) – د اسلامي هنر منهج او تګلاره- ترعنوان لاند ې يو ډېر ارزښتناک کتاب ليکلى دى او په هغه کې يې هڅه کړې څو د هنر په برخه کې د اسلامي نظريې لپاره يو شمېر اساسات اومبادئ طرح کړي. استاذ محمدقطب(رحمه الله) په خپل دې کتاب کې څرګندوي چې اسلامي هنر هغه څه ندى چې په فلسفي بڼه د اسلامي عقايدو حقائق بيان کړي او نه هغه د موعظو، حکيمانه ويناوو او ارشاداتو مجموعه ده بلکې اسلامي هنر تر دې ډېر پراخه او تردې ډېر جامع دى. اسلامي هنر په حقيقت کې د اسلامي تصور له زاويې څخه د کائناتو او وجود له حقايقو څخه ښکلى، لوړ او رښتينى تعبيردى.
او بيا يې دغې اسلامي نظريې لپاره د هغې اصول او مبادئ ذکر کړي دي او د هغو لپاره يې يوشمېر مثالونه او بېلګې له شعر، کیسې، ډرامې . . څخه راوړي دي چې د ځنو موضوعاتو ليکونکي يې د هندي طاغور په څېر غيرمسلمانان هم دي.
د تاريخ اسلامي تفسير:
استاذ محمدقطب(رحمه الله) د تاريخ اسلامي تفسير په اړه په خپل کتاب (اصول التفسير الاسلامي للتاريخ) – د تاريخ د اسلامي تفسير اصول- کتاب کې نظريه طرح کړې ده او ويلي يې دي چې د تاريخ دغه تفسير يو بشري کوښښ او اجتهاد دى ، امکان لري سم او صواب وي او امکان لري چې ناسم او خطا وي، لکه د احکامو په استنباط کې د فقهاوو او مجتهدينو اجتهاد چې د صواب او خطا دواړو احتمال لري. په همدې توګه امکان لري چې په اړه يې رايې او نظرونه پکې مختلف شي لکه د فقهاوو ترمنځ چې کله د يوې مسئلې په هکله مختلف نظرونه را ولاړېږي.
پاتې شو هغه محک او معيار چې دغه تفسير پرې ولاړ دى نو هغه بشري معيار ندى، بشر نشي کولى په خپل محدود علم، نيمګړي فکر او خپلو نفسي غوښتنو نه په اغيزمن توب سره له خپله ځانه معيار وضع کړي بلکې معيار او محک به د بشر خالق عليم، خبير، لطيف، او مدبر الله وضع کوي. الاله الخلق والامر. (اعراف ٥٤) خبراوسئ! مخلوق او قانون دواړه يوازې د همده دي.
استاذ محمدقطب(رحمه الله) په خپل همدې کتاب کې د تاريخ يو لړ معاصر تفسيرونه مناقشه کړي او د هغو خطاوې، نيمګړتياوې او خاميانې يې په ګوته کړي دي، هغه د تاريخ مادي تفسير او ليبرالي تفسيردواړه علمي څېړلي، هغه يې نقد کړي او د هغه د بطلان هغه اخطاوې او غلطيانې يې په ډاګه کړي دي چې دغه تفسيرونه پرې بنا دي.
لنډيز
استاذ محمدقطب(رحمه الله) په خپلو علمي او فکري جهودو او کو ښښونو سره معاصر اسلامي فکر ډېر ښيرازه او بډاي کړى دى.
پداسې حال کې چې هغه د معاصر اسلامي فکر په عامه ساحه کې يو مبدع او نوښتګر شخصيت دى خو دهغه رول په يادو دوه مجالوکې ډېر څرګند دى: د غربي نظرياتو نقد او رد او په مختلفو نويو برخو کې د اسلامي نظرياتو اوافکارو طرح کول او دهغو لپاره اصول او مبادئ وضع کول.
زه پدې عقيده يم چې د استاذ محمدقطب(رحمه الله) مسلم حق دى پر مونږ څو د اسلامي امت يو شمېر علماء، مفکرين، او آن يو شمېرمؤسسات د قدرمن استاذ محمدقطب(رحمه الله) ليکنې راټولې کړي، تحليل او وڅېړل شي او منظمې او چاپ شي څو راتلونکي نسلونه ترې فکري تغذيه ترلاسه کړي.
ليکنه: غازي التوبة
ژباړه: محمدمزمل اسلامي