ښوونکی، زده کوونکی او زده کړیال

استاذ، غوره صفتونه او نېمګړتياوې يې

استاذ، غوره صفتونه او نېمګړتيا وې يې

تر هرڅه مخکې استاذ بايد خپل او د محصلينو عقل وپيژني او د هغوی له عقل سره سم  درس ور کړي،  د استاذ مثال د داسې ټير دی چې اته لوري ولري: روحي لوری.  عقلي لوری،  بدني لوری،  نفسي لوری،  کورنی لوری،  ټولنيز لوری،   وظيفوي لوري او مالي لوری.  په ټولو کې مهم او مشر يې روحي لوری دی، که د استاذ يولوری له کاره ولوېږي؛ نو د ژوند او روزني ټير به يې پنچر وي چې بيا د خپل هدف په لوري هيڅ رفتار نه شي کولی.

ځيني استاذان يوه لوري ته ښه پاملرنه کوي  او نور لوري ترې پاتي وي، د مثال په توګه وظيفوي لوري کې ښه تکړه وي، خپلې وظيفې ته په پابندي سره پر خپل وخت ځان رسوي، خو عقلي لوري ته يې توجه نه وي، استاذ بايد خپلو ټولو لوريو ته کلکه پاملرنه وکړي او ترمنځ يې توازن وساتي، دی کولی شي خپل ټول لوري له خپل پلان او خوښي سره سم په کار واچوي  ځکه چې زموږ جسدونه جبري لويږي او عقل مو په خپل اختيار لويږي.

د استاذ  نفسيات مخامخ پر شاګرد اغيز لري که نفسيات يې کمزوری وي شاګرد هم کمزوری راځي، نو استاذ بايد لومړی د خپل ژوند ټير وګوري او بيا خپلو ټولو لوريو ته په کتو ځان ته نومرې ورکړي.  لکه په هغه چوکۍ چې ناسته شونې نه ده چې يوه پښه او يا دوه پښې ونه لري همدا راز چې د انسان ژوند يو لوری کار پرېږدي د ټول ژوند ماشين به يې په ټپه ولاړ وي، نو استاذ بايد په ژوند کې د ټولو لوريو ترمنځ توازن  وساتي، او  خپل پيغام په داسې ډول  اورېدونکو ته ورسوي چې موثر وي، او په پيغام رسولو کې درې لاري کارول کيږي: خبري، آواز او باډي لينګوچ (دجسد ژبه) او په درې واړو کې ډېره مهمه ده چې د استاذ معرفت، مهارت او سلوک ټول برابر وي.

څېړنو ښودلې ده چې په اوسنۍ نړۍ کې د استاذ محوري پر ځای شاګرد محوري ډېره ګټوره ده،  نو په استاذي کې پياوړې تګلاره داده چې شاګرد وېښ او  بيداره وساتل شي، عملي تمري پرې وشي ، خارجي مثالونه ډېر ورته راوړل شي او وخت ور کړل چې خپلې وړتيا وي را ژوندۍ کړی شي.

د استاذ غوره صفات

جسماني صفتونه:

جسماني صفتونه دوه ډوله دي:  يو خلقي صفات دي چې مدرس پکې واک نه لري او بل هغه مکتسب صفات دي چې استاذ کولی شي تصرف پکې وکړي .

دلومړي ډول له مخې يوازې دومره ويلی شو چې د معلم جسماني  جوړښت او صحت بايد له هغه څه سره  ټکر نه وي چې دی ورته تدريس کوي، پوهه او  وړتيا يې هم بايد له ټولګيو سره برابره وي، په ځانګړي توګه په لومړنيو صنفونو کې بايد معلم صحتمند شخصيت وي، له ساري مرضونو خلاص وي، جسم يې په طبعي او عادي انداز برابر وي، خلقي عيوب ونلري، مثلا: سترګي يې کمزوري نه وي، غوږونه يې درانه نه وي، په ژبه کې ستونزه ونه لري او دېته ورته نور…

مکتسب صفتونه:  دا هغه صفتونه دي چې مدرس کولی شي ځان پرې عيار کړي، او له وخت، زمان او مکان سره سم ترې ګټه واخلي، د دې لپاره مهمه داده چې د مدرس باندنۍ مظهر مناسب او جذبونکی وي، پاک او مناسب لباس واغوندي، د سر او ږېري ويښتان يې مرتب او مناسب وي، غاښونه يې پاک وي خوشبويي وکاروي او يا لږ تر لږه  نا مانوسه بوی ترې محسوس نه شي.

د استاذ  ديني، اخلاقي او ټولنيز صفات:

 الف: الله جل جلاله سره اړيکه:

 مدرس بايد اخلاص ولري د ديني احکامو پيروی وي، له الله  څخه زړه کې وېره ولري، متشرع  او د سنتو متبع وي، دا سوچ ونه کړي چې دی دا کار يوازې د مياشتنۍ تنخوا له پاره کوي، بلکې داسې سوچ وکړي چې په امت کې يو لوی رسالت ادا کوي.

باء: ټولني سره اړيکه:

ټولني او مدرسې سره په اړيکه کې بايد استاذ د ټولني له ټولو اقشارو سره ژوندۍ اړيکه ولري، ښه قدوه وي، لارښوونکی وي، اصلاح را وستونکی وي، د ټولني د ستونزو په هکله  اورېدونکی، څېړونکی او حل پيدا کونکی وي، د ښو اخلاقو خاوند وي، صابر وي امانت دار  وي پاک ژبی وي رښتونی وي، عفوه کونکی وي، د پراخه سېني خاوند وي خندروی وي او  انصاف لرونکی وي.

ج: شاګردانو سره اړيکه:

مدرس بايد شاګردانو سره مينه ولري، په درس کې ورسره اخلاص وکړي، هرڅه په خپله مينه وکړي، مدرسې او ټولګي ته په مينه ننوځي ترڅو شاګردان تشويق شي د شاګرد  شخصيت ونه وژني، شاګرد سپک نه کړي، هغه د خپلو ملګرو په وړاندې احراج کې وانه چوي، د هغه له خصوصياتو پرده پورته نه کړي د خپل ځان او شاګرد احترام وکړي، خپله ژبه وڅاري چې شاګردانو ته ناسم الفاظ ونه کاروي. ډېر ځله همدا نا سم الفاظ چې مدرس يې کاروي بېرته د مدرس درد سر ګرځي، هغه په غير مرغوب لقب تبديل شي. مدرس بايد د شاګردانو له حالاتو ځان خبر کړي، هغوی سره کومک وکړي، اړونده ادارې چې شاګرد سره کومک کولی شي خبري کړي ، شاګردانو سره غمرازي وکړي او هغوی ته خوشحالي ورکړي او هره وخت شاګرد ته ګټه ورسوي او د شاګردانو له کورنيو سره په ارتباط کې وي، شاګرد او استاذ ترمنځ  بايد له فراغت وروسته هم ټينګ ارتباط وي ترڅو يې لارښوونه وکړي او ستونزي يې ور حل کړي، او د دواړو ترمنځ مينه وي. د نبي عليه السلام شاګردان هم  د صحابه وو (ملګرو) په نوم ياديږي ځکه چې د دوی ترمنځ ډېره مينه او ښه ملګرتيا وه،  او بله دا چې  په صاحب  کې د تلميذ په پرتله يوڅه ازادي شته.

استاذ بايد ټولني سره اجتماعي اخلاق وکړي د درس په دوران کې په يوه او بله پلمه شاګرد ته ټولنيز ژوند ور زده کړي، ترڅو شاګر د ټولني سره بلد شي او اجتماعي او ټولنيز احوالو څخه يې خبر کړي؛ ځکه چې کامياب استاذ بايد کامياب شاګردان ټولني ته وړاندې کړي، او د دې ښه لاره داده چې شاګردان فرهنګي کارونو ته وهڅول شي.

دال: کورنۍ ستونزي يې:

د مدرس کورنۍ ستونزي او شخصي مشکلات بايد د هغه پر تدريس او شاګردانو منفي اثر ونه کړي مدرس بايد پر ځان کنټرول ولري او  د خپلو شخصي ستونزو زور له شاګردانو ونه باسي او نه يې بايد شاګردان دا احساس کړي چې استاذ يې کومه ستونزه لري، چې  بيا د دې ستونزي لپاره رنګارنګ تفسيرات لټوي، البته له ټولنيزو عامو مسائلو ستونزو او غمونو سره د مدرس او شاګرد مثبت مدروس او سم تفاعل مهم  بلکې ضروري دی ځکه چې په پای کې دغه مدرسه، ښوونځی او يا پوهنتون د همدې ټولني يوه برخه ده.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: