زما د وطن ښوونکي

د سمندر تل ته لا کاڼی رسيدلی نه دی
باقره! دومره ژر د چا نه څوک هېريږي ولې
ترڅلورم ټولګي پورې مو  د پردیو سیمټي دیوالونو سیورو ته زده کړې وکړې، د پنځم صنف له پیل کېدو وړاندې مو کډې تیارې شوې او خپل جګړه ځپلي هېواد ته مو د راتللو نیلی زین کړ او خپل خواږه وطن ته راغللو، په کلي او کوڅو لاهم د جنګ پیکه سایه خوره وه، ژوند یوې له ویرې او ناهېلیو ډکې تابلو ته ورته ؤ، د ماښام تر راتللو وړاندې به هغه لږ شور او ځوږ چې د کلي په کوڅو کې به خپور ؤ په یوې صحرای چوپتیا بدل شو، د کلي کوڅې به دې مرګونې خاموشۍ نورې هم ویرونکې کړې. په کلي کې ډېر کورونه لا تش پراته وو، خټین مسجد مو لوډسپیکر نه درلوده او اذانونه به مو د جومات په زینو کې کول.

ښوونځی مو له کلي نه لرې په یوه کلاکې ؤ، چې له یوې کوټې پرته نورې کوټې یې هم نه لرلې، ټولګي مو یو بل ته نېژدې د خټینې کلا په منځ کې له دیولونو پرته څپرۍ جوړې کړې وې، ښه مې یاد دي، چې کله به هوا توده شوه، هر زدکوونکي به له خپلو ونو نه یوه یوه ګیډۍ ځنګل راووړ. د څپریو تر سیوریو لاندې مو په پلاستکي فرش د لرګي تورې تختې ته زده کړو ته دوام ورکاوه.

د ښوونکي له پاره یوه چوکۍ هم لا نه وه، چې څو شیبې پرې دمه شي.

درس به، چې پای ته ورسید معلم صاحب به د خټینې کلا دیوال ته ډډه ووهله او شاګردانو به خپلو مجلسونو ته مخه کړه؛ یوه ورځ د ریاضي استاد له درس ورکولو وروسته دیوال ته ډډه ووهله داسې، په خپلو بې پایه چورتونو او فکرونو کې لاهو شو ، تا به ویل، چې هېڅ په دې دنیا کې نه دی.
لومړی مې وویل، ولې معلم صاحب دومره بې غوره دی، چې هېڅ د ټولګي وضعیت او د شاګردانو نارو او چیغو ته نه دی متوجې… د خپل وطن ښوونکی به مې د بل وطن له ښوونکو سره پرتله کاوه، په هغه وخت کې لا په دې توپیرونو سم نه پوهېدم، له کلونو وروسته کله، چې خپله هم د ژوند له بې شمیره مسوولیتونو او جنجالونو سره مخ شوم. پوه شوم، چې زما بې وسه او مجبوره ښوونکي به څه ډول سم درس راکړی وای؟! په داسې حال کې، چې په کور کې یې د خوراک له پاره څه نه درلودل؟! په داسې حال کې ، چې د خپلې ناروغې لور او زوي لپاره یې د درملو پیسې نه درلودې د ژوند سهلتونه او اسانتیاوې خو لا پر ځای پرېږده، ترکلونو کلونو اوښتولو وروسته مې اوس د خپل بې وسه معلم په هغه دردیدلي حالت زړه وسوځي او له ځان سره وایم، چې ته څنګه هغه ښوونکی، چې له ډېره مجبوریت نه یې کورته د تګ زړه نه کېږي. ټوله ورځ په ذهن کې د ژوند له شته جنجالونو سره په کشمکش اخته دی؛ له هغو ښوونکو سره پرتله کړې، چې هېڅ ډول ستونزې نه لري د سولې او امن په فضا کې په پوره ډاډ او ویاړ سره ښوونځي ته ځي.

لڼده دا، چې:
د بې وزلۍ او غریبۍ د همدغې دورې نسل نن لوړو ځایونو ته رسېدلی دی، نن هماغه د څپریو لاندې په خړو خاورو کې ناست زده کوونکي سترې دندې مخ کې وړي او د ژوند له ډېرو امکاناتو او سهلتونو څخه برخمن دي، خو زمونږ د پرون او نن ورځې ښوونکي بیا هم له کړاونو او ستونزو ډک ژوند لري، په زیاترو دولتي ادارو کې د هماغو استادانو شاګردان د واک او صلاحت درلودونکي دي، خپل بې وزله ښوونکي د ژوند رنګنیو ترینه هېر کړي.

ښوونکي
ښوونکې

راځئ، چې لږ خپل ګریوان ته سر تیټ کړو، یوازې په مبارکیو ویلو بسنه ونه کړو، چې ښوونک ورځ دې مبارک شه! بلکې د خپل توان مطابق د خپلو ښوونکو لاسنیوی وکړو. هم به مو خپل مسوولیت ادا کړی وي او هم به مو د هېواد د راتلونکي له پاره ډېر څه کړي وي.

لیکوال: رحیم الله حریفال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب