افغانستان تاریخ

اریانا، خراسان او افغانستان؛ ژبپوهنې، جغرافیې او تاریخ له نظره

پښتو ژباړه:
دکتور زمان ستانیزی

د هیواد په متشنجه سیاسي فضا کې د افغان او افغانستان په شان موضوعاتو باندی مقابله او مناظره کول په عمومی توګه د مینې یا نفرت پر محور راڅرخی چې په هغه کې د هیوادوالی او پخوانی «وطنداری» رسم له تهدید لاندی راځي. په دی لیکنه کې د اریانا، خراسان، او افغانستان دریګوني نومونه د نژادي او سیاسي هویت د اصطلاحاتو په توګه له لغوي نظره د تاریخ په اوږدو کې د درېو مشخصو معیارونو له مخی تر غور لاندی نیسو:
۱- په ژبپوهنه کې د «کشور» د کلمې تعریف د حکمروایانو د سلطې له مخی.
۲- په جغرافیه کې د نومول شویو خاورو پېژندنه.
۳- په معاصر تاریخ کې د دولت او حکومت سیاسي تشکیلات.

کشور / مملکت

له څه د پاسه زرکاله په آخوا پخوانو د «کشور» کلمه د براعظم یا لویی وچی معادل استعمالوله، یوازی په دی توپیر چی د آسیا، افریقا، او… غوندی یی په ابو محاط د یوی لویې وچې په توګه نه پېژندلی، خو د یو جغرافیایي اقلیم له مخې یی پېژندل. پر دی برسېره هریو دغه اقلیمی «کشورونه» یا هیوادونه یی له شمسی سیاراتو سره متربط ګڼل. د دهخدا په لغتنامه کې مو د برهان استناد ته را بولو:
«کشور ترجمه ٔ اقلیم است که یک حصه از هفت حصه ٔ ربع مسکون باشد چنانکه گویند کشور اول و کشور دوم یعنی اقلیم اول و اقلیم دوم و هر کشوری به کوکبی تعلق دارد: کشور اول که اقلیم اول باشد به زحل و آن هندوستان است . دوم به مشتری و آن چین و ختاست . سوم به مریخ و آن ترکستان باشد. چهارم به آفتاب و آن عراق و خراسان است . پنجم به زهره و آن ماوراءالنهر است . ششم به عطارد که روم باشد. هفتم به قمر که آن اقصای بلاد شمال است.»

وروسته چی بیا احتمالاً د ښاري حکومتونو د قلمرو ساحې پراخو جغرافیایی ځمکو ته خپرېدی د «کشور» کلمه له اقلیمي تعریف نه د دولت / حکومت د توصیفولو لپاره په کار ولوېده او د «مملکت» د کلمې مترادفه اصطلاح شوه.
مملکت د یو پاچا یا «مَلِک» د حاکمیت او تصرف ساحې ته ویل کېده څنګه چی
یو راز د هغه مُلک یعنی مالکیت (داردیی او دولت) ګڼل کېده. مثلاً ٱلْمَمْلَكَة ٱلْعَرَبِيَّة ٱلسَّعُوْدِيَّة یا ٱلْمَمْلَكَة الأردُنية الهاشِمّية په مثالونو کې چې ددغه رواج له بقایاو نه تر اوسه پوری هم دغه دولتونه د دوه سلطنتی کورنیو یعنی آل سعود او بنی هاشم ملکیت پېژندل کېږی. د دولت او حکومت د دو اصطلاحاتو مترادف او متبادل استعمالول به هم احتمالاً له دغه وخته پیل شوی وی.

خراسان

خراسان د یوی منطقې په نامه له عراق سره جوخت د یو خاص جغرافیایي اقلیم نوم و چې دواړه هم په معنا او هم د یو سمبول په توګه له لمر سره مرتبط و. در خراسان په کلمه کې «خر/ خور» د لمر معنا ورکوي او عراق / عرق = چې د تقطیر او چوشولو په نتیجه کې په لاس راځی او «عرق دو آتشه» بلل کېږی، همدغه راز د خولو په معنا چی په ګرمي کې له پوستکي لاندی د تراوش په اثر پیدا کېږی له لمر او ګرمي سره ارتبط لری. همدغه شان د (آنندراج ) په استناد عراق «په موسیقي کې د یوې پردې نوم دی چې د غرمې په ګرمي کې ژغول کېږی. میزانی ددغه وروستی عراق په وصف کې چی احتمالاً د سلجوقانو د دورې عراق عجم هم په کې شامل و داسی لیکلی:
تا مطربان زنند لبینا و هفت خواني
در پرده ٔ عراق و سرزیر و سلمکی
که څه هم ځینی پوهان عراق د سوریاني ژبی په ورقهٔ «اوروک» کلمې پورې چې د ریښې معنا ورکوي مرتبط ګڼي، خو په دغه منطقه کې لمرمرکزه ذهنیت چې د کلدي، آسوري، بابلي، او ساساني متعددو لمر لمانځونکو تمدونونو په جوړولو کې یی نقش درلود سترګی نشو پټولی.
د عراق او خراسان د همدغه څلرم «کشوری» اقلیم په وصف کې خاقانی داسی لیکی:
ای خواجه ٔ زمین و درت هفتم آسمان
در سایه ٔ تو کشور چارم نکوتر است

اریانا

(د بی مدّه لمړی الف په املا)
په جنوب لوېدیزه آسیا کې اریانا د سند او سیحون او د فرات او خزر در رودونو تر مینځ یوی پراخی خطی ته ویل کېدل چی یو وخت یی اکثریت اوسېدونکې اریایی نژاده و او وروسته بیا یوه برخه تورانیان دی منطقې ته راغلل او ځینی اریایان د هند د نیمی وچی شمال ته و لېږدېدل. د وېدی سرودنو په وخت کې د اریایانو دغو ځمکو ته Āryāvarta ویل کېدل او اریایی کلمې ددوی دیانتی هویت هم تعریفاوه. په هندوستان کې چې د ټولنی تقسیمات د نَسَب او د پلارګنۍ د کسب په اساس د cast system پر طبقاتی نظام ولاړ و، دین پالنی د ټولنی د طبقاتی منشور په لوړه مرتبه کې ځای درلود. له همدی کبله اریایان چی د هندویي اعتقاداتو د اسطورو معرفی کونکي و د ټولنی په اشرافی طبقه کې ځای پیدا کړ او اریایی کلمې د اشرافیت او نجابت معنا پیدا کړه.
خو په باستانی ایران کې (چی زیاته برخه یی په اوسنی افغانستان کې و) اریایي کلمې د پخوا په شان خپل د نژادی او ژبنی هویت معنا ځکه وساتله چې اکثریت یی پوونده او کروندګر و او ښاری ژوند یی لا نه و غوره کړی کوم چی د یوی طبقاتی ټولنی د جوړولو لپاره لازمی شرط دی.
د باستانی ایران اریایانو چی د پېچلې او مغلقې کرهڼې له طرز سره لا بلد شوی نه و، د ابوکولو له ډېر ابتدایی طرز نه یی د ځمکو په ابوکولو کې کار اخیسته. دا چې د غرونو په لمنو کې یی د موسمی بارانونو په وسیله للمی کرهڼه کوله چی تر اوسه هم په هیواد کې دود دی.
له دغی مرحلې وروسته یې د همدغو غرونو په مخ په ځوړ لمنو کې د کاریزونو او قناتونو په جوړولو لاس پوری کړ چی ځینی هغه منطقی لا تر اوسه هم د اریایی کلمی لمړنی هجا «ار» په خپلو نومونو کې ساتلی چی ددوی د کسب او کار د هویت مُعرِف یی بللی شو لکه ارغندی، ارغنداب، ارغستان، اریوب، ارناوه،… یا په ګاونډیو هیوادنو کې لکه اربیل، اردبیل، ارومیه، اراک، اراکس، ارس…
د اریایی کلمې او ددغو ځایونو د نومونو تر مینځ صوتي ورته والی ښیی چې اریایی د کرهڼې او کروندی معنا افاده کوی نه د نجابت. برسېره پر دې که په باستانی ایران کې اریایی کلمې ته د نجابت او اشرافیت معنا ورکړو، نو دغه صفت باید ټولو اریایانو ته اتلاق شی، خو دغه کار ممکن ندی ځکه اشرافیت یوازی د طبقاتی امتیازاتو په نسبیت کې معنا پیدا کوی. نو ځکه هغه اریایان چې له یوې خوا یی د هندوستان د ټولنی په شان طبقاتی نظام نه درلود، او له بلی خوا اکثریت پوونده او کروندګر و، نشو کېدلای چې ټول یی اشراف وی.
اریایان په اشرافیت نه نازېدل بلکه پر خپله پووندی ار کروندی او کلیوالی (دهقانی) ژوند یې فخر کاوه. لوی فردوسی له خپل برم سره سره، د عامه اشتباهی توجیهاتو خلاف، نه نژاد پالونکې و او نه عرب غندونکی. نو ځکه یی په شاهنامه کې په څوڅو ځله په پاړسی املا نه، بلکه عمداً یی په عربی املا خپل ځان «دهقان» بللی مثلاً د سهراب په داستان کې:
ز گفتار دهقان یکې داستان
بپیوندم از گفتهٔ باستان
یاد فریدون په داستان کې:
نگر تا سخنگوی دهقان چه گفت
که راز دل آن دید کو دل نهفت
یا د سیاوش په داستان کې:
ز گفتار دهقان کنون داستان
تو برخوان و برگوی با راستان

نو ولی ځینی خلک په خپله ناپوهی کې بیا هم د اریایی کلمه اشرافیت او نجابت معنا کوی؟ دلته باید د یوی بلې مسألې شرحې ته ولاړ شو.
د اروپا د نژادی تبعیض په اوج کې المانان په دی شول چی خپل تفوق د نژادي هویت د پیداکولو له لاری ثابت کړی. هسی چې اروپایی پوهانو د Caucasian د کلمې اصلیت د قفقاز د غرونو آخوا د منځنۍ آسیا لمنو ته خپراوه، نازیانو برسېره پر دی چې د پارس حکومت یی له پارس نه ایران ته د خپل رسمی نوم بدلولو ته ترغیب کړ، په سانسکرټ ژبه کې یی د اریایی کلمې د اشرافیت او نجابت د تعریف له لاری خپل نژادی تبعیض توجیه کړ او د سواستیکه یا مات شوی صلیب علامه چی په هندوستان کې د اریایانو د دیانت نښه وه د نازی المان د بیرق د رسمی نشان په توګه غوره کړ.
د المان او د شمال د ستون (ترکیه، پارس، او افغانستان) تر مینځ ښه روابط ددی سبب شول چې په دغو درېواړو هیوادونو کې د نژادي تبعیض خصلتونه په تحت شعوری توګه د عصریتوب او غربی توب علامه وګڼل شی او دوی خپل ملی هویتونه د ځان په لوی ګڼلو او د نورو په سپکاوي کې تعریف کړی. ددغو هیوادونو په وګړو کې ددغی زهرجنی جهانبینی د نژادي تبعیض نښانې روښانه دی چی د عرب غندنې، افغان غندنې، او پاکستانی غندنې په جامه کې را څرګندېږی. نو ځکه د اوسنی ایران او افغانستان خلک له المانانو نه په خپل کاذب تقلید کې اوس هم اریایی ته د نجابت معنا ورکوی.

افغانستان

په اروپا کې د ۱۶۴۸ د ویسفیلیا د معاهدی له امضا نه وروسته د دولتونو د جوړښت کړنلار داسی شو چی دولتونه نور د سلطنتی کورنیو په نامه نه، بلکه د یوی ځمکې/ هیواد په نامه ونومول شي. د صفوي حکومت له سقوط نه وروسته د هغه وخت په خراسان کې چې ډېره برخه یی د هغه دولت په قلمرو کې شامله وه د افغانانو په مشری د څلورو لسېزو په موده کې څلور نور دولتونه جوړ شول.

۱- د میرویس نیکه په مشری (د ګډ تقویم د ۱۷۰۹ – ۱۷۳۸ کلونو تر مینځ) د هوتکېانو حکومت د اصفهان او کندهار په دوه پایتختونو کې جوړ شو.
۲- د عبدالله خان او وروسته د الله یار خان په مشری د (۱۷۱۶ – ۱۷۵۹) کلونو تر مینځ د هرات د ابدالیانو حکومت چی د افشاریه مکررو حملو په مقابل کې له ماتې او ظفر سره سره یی په عمومه توګه خپل استقلال وساته.
۳- د آزاد خان غرځی (غلجی) حکومت چې د (۱۷۵۲-۱۷۵۷) کلونو تر مینځ یی د آذربایجان په ارومیهٔ کې حکومت جوړ کړ چی د ترکمنستان یوه برخه، کردستان، د قفقازاتو جنوب د ارس تر سیند پوری او د یو څه مودی لپاره د شیراز او کازیرون ښارونه هم په کې شامل و.
۴- د احمدشاه بابا په مشری چی د ابدالیانو د څلرم حکومت بنسټ یی په کندهار کې کښېښود چی د (۱۷۴۷- ۱۸۲۶) تر مینځ یی دوام وکړ. دغه څلور واړه حکومتونه په ابتدا کې په معموله ډول د سلطنتی کورنیو په نامه یادېدل خو په تدریج سره د خپلی خاوری د قلمرو په نامه و نومول شول.

نتیجه

ددغو تعریفاتو په نظر کې نیولو سره د تاریخ، جغرافیی، او ژبپوهنی د څېړنو له مخی اریانا او خراسان په عمومی توګه د جغرافیایی اقلیمونو په ډله کې راځی چې په عمومی توګه د اریایانو ټاټوبی و چی په ترتیب سره د اوسنی افغانستان د قلمرو ټوله یا یا یوه برخه په کې شاملېږی خو په ټول افغانستان باندی منحصر نه و.

اریانا او اریایی په باستانی ایران کې له طبقاتي امتیازه نه پرته یو نژادي هویت دی. له یوڅه متفاوت نظره دغه بحث په پراخه سطحه په بشرشناسی کې د هندوستان د زړو وېدی سرودونو په ادبی او اسطوره یی ادبیاتو کې د مطالعی ځای لری. په یو ځای یا یو هیواد باندی د اریایی یا اریانا نوم اېښودل نسبتاً یوه معاصره پدیده ده چی د نازی المان له دوران سره مصادفه ده.

خراسان په تاریخ کې یوه پېژندل شوی منطقه ده او د پاړسی/دری ژبی په ادبیاتو کې یو ځانګړی ادبی امتیاز لری لکه د شعر خراسانی سبک. خو د هویت په توګه خراساني نومول کوم عام رواج نه و. د ابومسلم خراساني نه پرته لږ کسانو د منطقوي هویت په توګه ځانونه خراساني نومولی دی، خو د هغه پر ځای یی ځانونه د خراسان په مشخصو ځایونو باندی پېژندولی دی لکه مروزي، سرخسي، نیشاپوري، مشهدي، سبزواري، هروي، فارابي، فاریابي، توسي او نور. بیا هم د یو نوم په توګه د خراساني کلمې انتخاب په جغرافیایی خراسان پوری لږ اړه لری او ډېری یی د اوس زمانې د سیاسي فرهنگ ښکارندوی دی.

افغانستان د اوسنی هیواد نوم دی چی د جغرافیایی افغانستان افغان، افغانیه، افغاغنه (حدود العالم) نه اخیستل شوی. افغانان څه نا څه د غزنویانو له عصر نه را په دیخوا د منطقې د سیاست او تاریخ جز ګڼل کېږی. له لغوی نظره افغان د سند او هندوکېش د لوړو غرونو تر مینځ میشته اولسونو ته اتلاق کېده. له دی کبله چی ددغی خاوری اکثریت هغه اریایان چې له خزر نه تر بنګاله یی په جهانګشایی کې برخه اخیسته پښتانه و، نو د وخت په تېرېدو سره د افغان او پښتون کلمې په مترادفه توګه په کار ولوېدې چې دا یو عام غلط دی.
د افغانانو د بیلابیلو سلطنتي پرګنو نقش د دهلی سلطنت په جوړولو کې او هلته د دري پاړسي او پښتو ژبو رواجول او د صفوي دوری نه وروسته کړه وړه د نورو ولسونو سترګی افغانانو ته راواړولی. یوازی په دی تفاوت چی په هند کې د افغانانو د حکمروایی بری او په پارس کې ددوی ناکامی یوازی د شعیه او سني مذهبي تعصباتو له مخی توضیح کېدای شی.
افغانستان د ګډ تقویم د ولسمی پېړۍ په سر کې د هغه هیواد نوم شو چې په اتلمسه پېړۍ کې یی د وخت دوه لوی قدرتونه یعنی مغلي هندوستان او صفوي پارس له سقوط سره مخامخ کړل، په نولسمه پېړۍ کې یی د زاړه استعمار له دوه لویو قدرتونو یعنی لویی بریتانا او څاری روسیې سره توری ووهلی، او په شلمی او یوویشتمی پېړیو کې یی د نوی استعمار له لویو قدرتونو یعنی شوروی روسیې او امریکا سره مقابله وکړه. له پردیو قدرتونو سره داسی سرسختانه مقاومت د بشریت په تاریخ کې بیساری دی نو ځکه یی په نتیجه کې یی د وینی او مېنې (ځمکنی قلمرو) لوی تاوان وګاله. په دی توګه یوازی د ساړه جنګ د شپېتو کلو پو موده کې د ۱۹۱۹ – ۱۹۷۹ کلونو تر مینځ افغانستان د پردیو هیوادو له مستقیم تېری نه خوندی پاته شوی.
ددغو مطالبو ذکر کول ددی په خاطر لازم دی څو د هیواد د ورسته پاته کېدو په بهرنیو ابعادو سترګی پټی نشی. نور هیوادونه چی د افغانستان په شان د لویو قدرتونو په اړخ کې د دوه ډبرو تر مینځ واقع شوی، ډېر لږ عمر یی دوام کړی. پولیند د ډېرو کلونو په موده کې د نړۍ له نقشې نه ورک شو، د بخارا، خیوا او د منځنی آسیا نور خانات له مینځه ولاړل، د تبت دولت نور وجود نلری، فلسطین د نړیوالو مخ کې په رڼا ورخ له مینځه ځی….
د منطقی د دری سوه کلونو تاریخ د افغانستان له حماسی څخه پرته نه د مطالعې وړ دی او نه د پوهېدلو وړ. له ټولو زیانونو سره سره چی دغه هیواد منلی، د نړی د استعمارضد مبارزو په میدان کې یی لوی ویاړونه په برخه شوی چی زمونږ سیاسی او تاریخی هویت ته معنا وربخښی. په هغه ماهرانه لوبه کې چې د افغانستان د نوم د بدلوله له پاره تر لاس لاندی نیول شوی هم د پخوانیو نسلونو په قرباني سترګی پټېږی او هم راتلونکی نسلونه له دغو افتخاراتو نه محروم پاته کېږی.
په اوسنیو شرایطو کې چی د منطقې د هیوادونو تر مینځ د سرحدونو ځای پر ځای ساتل د یو ضروی واقعیت په توګه منل شوی، عجالتاً د افغانستان خاوری ته تهدید نشته، خو د هیواد له خاورو لاندی منابعو ته تهدید شته، له بهر نه د افغانستان خلکو ته تهدید نشته، خو په افغانستان کې ملی هویت ته تهدید شته، د افغانانو د ژبی او مذهب اړولو ته تهدید نشته، خو د مذهبی او ژبنیو حساسیتونو د راپارولو تهدید شته چی د افغانستان د خلکو تر مینځ اختلافونو ته لمن ووهی.
په داسی شرایطو کې ځینی پوهان ډوله غواړی تاریخ له سره ولیکی، او د سیاست مداریان د له ځانه منکره بیګانه پرستانو د تعصباتو د لیلام په بازار کې د اریانا، خراسان، او افغانستان هویتونه په عمده او پرچون توګه د مزایدی لپاره پېرودلو ته وړاندی کړی. د افغانستان ولس یا د غیرمسؤلو پیروانو لاره غوره کړی، یا یی د وقایعو په مقابل کې له نا امیدي نه بی تفاوتي ته مخه کړی.

دکتور زمان ستانیزی

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: