د ښه ښوونکي ځینې ځانګړتیاوې

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو استادانو ته په شه توګه معلوم وی چه هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء دحاصلولو په خاطر وی، او بس.
زه په ډېره درناوۍ غواړم چه ګرانو استادانو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:
۱- ښه استاد باید د خپل مسلک سره دزړه له کومی علاقه ولری او خپل مسلک ته ډېر په احترام قایل وی. استاد باید خپل مسلک یوازې د تنخواه په خاطر نه، بلکې د علاقې او خدمت په بناء د خپل ځان د پاره انتخاب کړی وی.
۲- ښه استاد باید په خپل مسلک کې ښه پوهه او ښه استعداد ولری، که نه، نو هغه یا باید لازمه پوهه لاسته راوړی او یا دغه سپېڅلې وظیفه پرېږدی، او خپل ځان ته بله دنده پیدا کړی. د یوه ملک د شاګردانو له راتلونکی ژوند سره جفاء کول ډېر غټ ظلم دی او دغه باید د دوی په حق کې په هیڅ صورت کې ونشی.
۳- ښه استاد باید ډیر مهربانه او د نرم زړه څښتن وی. ښه استاد باید شاګردان لکه خپل اولاد داسې وګڼی. کله چه یو شاګرد یوه استاد ته د کمک د پاره د هغه دفتر ته ورشی، نو پدغه وخت کې استاد ته باید خپل اولادونه ور په یاد شی، او له دغه شاګرد سره ښه په اخلاص کمک وکړی. یو ټکی باید ښه واضح شی چه استاد باید ټنبل شاګرد ته د هغه د درس په برخه کې حقیقت ووایی او هغه مخکې له مخکې ښه پوه کړی چه که درس ونه وایی، ناکامه کېږی.
۴- ښه استاد باید ډېر باناموسه او غیرتی انسان وی، او هغه ته د بل چا د اولاد عزت، عفت، غیرت، شرم او حیاء د خپل اولاد له عزت، غیرت، عفت، شرم او حیاء څخه په هیڅ صورت کې کم نه وی. ښه استاد باید په هیڅ وخت کې له خپل لوړ مقام څخه ناوړه ګټه پورته نکړی.
۵- ښه استاد باید ډېر عادل او باانصافه وی. ټولو شاګردانو ته په یوه سترګه وګوری، او هیڅ نوع تنظیمی، ژبنی، سمتی، قومی، تعصبی او تبعیضی چلند ونکړی. شاګردانو ته د استاد بې انصافی ډېره سخته تمامېږی او د دوی په ژوند ډېره ناوړه اغیزه کولای شی.
۶- ښه استاد باید هر وخت د خپل درس د پاره ښه تیاري ونیسی او د یوه منظم درسی پلان له مخې په وړاندې ولاړ شی. استاد باید هیڅکله د مکملې تیارۍ څخه پرته ټولګی ته ولاړ نشی او له ډېرو بېځایه عذرونو څخه باید ډه ډه وکړی. ځنې استادان عذر وړاندې کول خپل عادت ګرزوی.
۷- ښه استاد باید پخپله شاګردان سوال کولو ته تشویق کړی. دغه ټکی باید شاګردانو ته ښه واضح کړل شی چه استاد هم د دوی په شان یو انسان دی، او انسان له غلطۍ څخه خالی نه وی. که کوم وخت استاد کوم سوال ته ځواب ورنکړای شی، ډېره مهمه نده، د هغه صحیح ځواب د بله ورځ ورکړل شی. البته استاد باید دغه خبره چه زه به سبا ته ځواب درکړم، خپل عادت ونه ګرزوی.
۸- ښه استاد باید مخکې له مخکې خپل درسی مواد ښه په غور او دقت سره تر نظر تېر کړی او هغه وګوری او که کومه غلطی پکې وی هغه اصلاح کړی. شاګردان په عمومی ډول په درسی موادو کې غلطی نه خوښوی.
۹- ښه استاد باید خپل نظافت په ښه توګه مراعات کړی، خپل بدن او لباس پاک او ستره وساتی. له استاد سره پاک او مناسب لباس ډېر ښه معلومېږی. د یادولو وړ ده چه د نظافت او د فلم د هلک تر منځ باید ښکاره فرق وشی. ځنې شاګردان او استادان ډېر وخت په ظاهری ښکلا تېروی. دوی باید پوه شی چه دوی صنف ته د درس ورکولو او زده کولو د پاره روان دی او د کوم فلم د صحنې ډکولو ته ندی روان.
۱۰- ښه استاد باید د ډېرې ښې رویې او سلوک خاوند وی او دده ښه رویه شاګردانو ته دا جرأت ور کړی چه هغوی خپل مشکلات په ښه آرامه فضاء کې څرګند او حل کړی. د استاد ښه رویه شاګردانو ته حیاتی اهمیت لرلای شی.
۱۱- ښه استاد باید تندخویه نه وی او په شنډو یی مسکا ډېره ښه مزه کوی. د شاګردانو نرم مزاجه او خوښ طبعته استاد ډېر ښه خوښېږی. له استاده څخه باید شاګردان و نه ډار شی. البته د احترام او ډار ترمنځ باید واضح توپیر موجود وی. د استاد سره خلاصه ټنډه ډېره ښه ښکاره کېږی.
۱۲- ښه استاد هیڅکله خپل شاګرد نه توهین کوی، خصوصاً د نورو شاګردانو په مخ کې. البته د استاد ځنې واقعی نصیحتونه د توهین سره اشتباه نشی.
۱۳- ښه استاد باید هر وخت د یوې موضوع په هکله ښه مکمل معلومات راغونډ کړی او بیا شاګرد ملامت کړی. د مثال په توګه که یو استاد یوه شاګرد ته په لږشانته قهرجن آواز ووایی چه پرون چېرې وې؟ او صنف ته ولې نه وی راغلی؟ او شاګرد په ځواب کې ورته ووایی چه استاده! مور مې مړه وه او لدې کبله زه رانوم راغلی.
۱۴- ښه استاد باید د اسلامی اخلاقو یوه ښایسته او پاکه ټوټه وی او هغه د خپلو شاګردانو د پاره د بهترین مثال او نمونې په توګه وګڼل شی. شاګردان هر وخت د خپل استاد کړه او وړه ته ډېر متوجه وی او دوی هغه ډېر ژر په خپل ژوند کې کاپی کوی.
۱۵- ښه استاد هر وخت د شاګردانو مشکلاتو ته ښه په غور سره غوږ نیسی، هغه ښه په حوصله او دقت سره اوری او د امکان په صورت کې قانونی کمک ورسره کوی.
۱۶- ښه استاد د خپلو شاګردانو رازونه پټ ساتی. شاګردان کله ناکله خپل شخصی او کورنى مشکلات خپل اعتمادی استاد ته وایی. استاد باید د شاګردانو د کورني مشکلاتو او بد حالت څخه د ځان په اړه ناوړه ګټه پورته نکړی.
۱۷- ښه استاد له خپلو شاګردانو سره د هغوی د فارغ کېدو څخه وروسته هم خپل ارتباط ساتی او دوی ته ګټورې مشورې ورکوی. ښه استاد شاګردانو ته د هغوی د غوښتنې په وخت کې مناسب سفارښت لیکونه بېله ځنډه ژر ور استوی.
۱۸- ښه استاد خپل شاګردان د هغوی په خپلو نمونو یادوی او شاګردان د استاد په دغه کار ډېر خوښحاله کېږی. شاګردان چه په خپل نامه یاد شی، هغه داسې فکر کوی چه دی د استاد په نزد د خاص ارزښت او احترام وړ شاګرد دی.
۱۹- ښه استاد خپل درسی وخت په نورو خبرو نه تېروی، او د سلام وړاندې کولو څخه وروسته سمدلاسه خپل درس شروع کوی. ځنې استادان هره ورځ یوه اندازه وخت په شخصی تکراری قیصو تېروی.
۲۰- ښه استاد د یو مضمون ټول درسی مواد په مکمله توګه شاګردانو ته په ښه ډول تدریس کوی. داسې نکوی چه هغه مواد چه دده زده وی، هغه تدریس کوی، او هغه مواد چه دده زده نه وی، هغه نه تدریس کوی.
۲۱- ښه استاد د وړو امتحانو (Tests) پارچې د استاد په موجودیت کې بېرته شاګردانو ته د کتلو د پاره ورکوی، ترڅو شاګردان خپلې نمرې وګوری او خپل قناعت حاصل کړی.
۲۲- ښه استاد خپلو شاګردانو ته ښه اړخیزه او واضح نظر(Feedback) د دوی د کارونو په برخه کې په لیکليې توګه وړاندې کوی او د امکان په صورت کې هغه ملاحظات په شفاهی ډول هم ورته تشریح کوی.
۲۳- ښه استاد باید هره ورځ د شاګردانو حاضری واخلی او هغو شاګردانو ته چه زیاته غیرحاضری کوی، په ښکاره توګه وویل شی چه دغه کار د دوی په تاوان دی. که چېرې شاګردانو بدون د استاد له تشریح څخه یو مضمون زده کولای شوی، نو بیا به د دغه لوړ فیس ورکولو څه ضرورت نه و، نه داسې نده، د استاد تدریس ته اشد ضرورت دی.
۲۴- ښه استاد د امتحان پارچو ته په ډېر غور او دقت سره نمرې ورکوی، او هغه یو ځل بیا هم تر دقیق نظر تېروی، چه کومه غلطی په کې واقع شوی نه وی . ښه استاد ته د شاګردانو نمرې ډېر ارزښت لری او د هغه په حیصه کې هیڅ وخت بې غوری او بې پروایی نکوی.
۲۵- ښه استاد باید د یوه مضمون د درسی موادو په باره کې بهترین کتاب شاګردانو ته ور په ګوته کړی. نن سبا د یوه مضمون په هکله زیات کتابونه چاپ کیږی او له هغو څخه ښه کتاب باید شاګردانو ته ور وپېژندل شی.
۲۶- ښه استاد د درس په برخه کې هیڅ کوم شی له شاګردانو څخه پټ نکړی، او هره ګټوره موضوع چه د استاد په فکر کې راوګرزی، هغه باید سمدلاسه شاګردانو ته بیان کړی. دغه خبره باید شاګردانو ته معلومه وی چه استاد ته کله ناکله نوی فکرونه او طریقې د درس ورکولو په وخت کې پیدا کېږی. البته دا پدې معنا نده چه استاد به د امتحان سوالونه هم شاګردانو ته ورښکاره کوی. ددې خبرې مقصد دادی چه په ځنو وختو کې چه استاد یوه موضوع په صنف کې تشریح کوی، د هغو په فکر کې یوه بله آسانه طریقه ګرزی، نو هغه باید له شاګردانو سره شریکه شی او لدوی څخه پټه و نه ساتل شی.
۲۷- ښه استاد باید د امتحان سوالونه له هغه درسی موادو څخه جوړ کړی چه هغه شاګردانو ته درس ورکړل شوی وی. دا به انصاف نه وی چه استاد له هغه موضوع څخه د امتحان سوالونه جوړ کړی چه هغه باالکل په صنف کې په یوه ترتیب او بل ترتیب نه وی ذکر شوی.
۲۸- ښه استاد خپلو شاګردانو ته د پخوانیو امتحانو سوالونه او حل ور کوی. دا باید واضح شی چه د پخوانیو امتحانو سوالونه بهترین سوالونه د تمرین د پاره دی. شاګردان باید هغه حتمی لاسته راوړی، تر څو معلوم کړی چه کوم ډول سوالونه په امتحان کې راځی. البته دا ټکی باید واضح شی چه شاګردان داسې فکر ونکړی چه دغه د پخوانی امتحانو سوالونه به بیا په امتحان کې راځی، نه داسې نده، هرکال استادان نوی سوالونه جوړوی.
۲۹- ښه استاد د سمستر په شروع وخت کې د شاګردانو لیاقت او پوهه د یوه امتحان پذریعه معلوموی او د هغو د ضرورت په اندازه بیا اضافګي کمک له ځینو شاګردانو سره کوی.
۳۰- ښه استاد د معیوبو شاګردانو ډېر خیال ساتی او د هغو له خاصو ضروریاتو څخه ځان ښه خبر کړی او هغو ته جدی پاملرنه وکړی. که کوم شاګرد د خاصو بدنی نیمګړتیاو له کبله زیات وخت ته ضرورت لری، هغه باید د امتحان شعبې ته د امتحان څخه مخکې خبر ورکړل شی.
۳۱- ښه استاد خپلو شاګردانو ته د درسی مشکلاتو د حل لازم وسایل او تخنیکونه ور زده کوی تر څو چه د هغو په رڼا کې وکولای شی، خپل مشکل په خپله حل کړی.
۳۲- ښه استاد باید چه ډېر مجبور نشی، نور اضافګی کارونه د پیسو د لاسته راوړلو د پاره ونکړی. خپل اضافګی وخت د درس د آمادګی او ښه والي د پاره مصرف کړی. دا د ښو واکمنو مسٔولیت دی چه د یوه استاد د ژوندانه مصرف په کافی اندازه په نظر کې ونیول شی، او دوی مجبور نشی چه د استادۍ تر څنګ بل کار هم وکړی.
۳۳- ښه استاد باید بې له عذره غیرحاضری ونکړی او خپلو درسو ته په منظم ډول په خپل وخت کې حاضر شی. که کوم وخت ونشی کولای، چه خپل درس ته حاضر شی، نو باید شاګردانو ته له وړاندې خبر ورکړل شی.
۳۴- ښه استاد د امکان په صورت کې باید له خپل شاګردې سره د شاګردۍ په دوران کې واده ونکړی. د استاد او شاګرد مقامونه یو له بل څخه توپیر لری. که فرضاً دغسې واقع شی، نو بیا به استاد ته ډېره ګرانه وی چه د شاګردانو په منځ کې عدالت تأمین کړی.
۳۵- ښه استاد هغه وی چه د هغې شاګردان چه کله هغه ووینی، هغه ټول د خوښحالۍ حس وکړی او خپله لاره او کوڅه د خپل استاد د لیدلو په وخت کې بدله نکړی.
۳۶- ښه استاد هغه دی چه هرکله دده نوم په یوه ځای کې یاد شی، شاګردان ښه پرې ووایی، د هغه شاګردان د هغه د پاره د زړه له کومی دعا وکړی، او د هغه د نېکو کارونو یادونه وکړی.
۳۷- دغه ټول پورتني ټکي د محترمې ښځینه استادې د پاره هم د ځنو لازمو تغیراتو په نظر کې نیولو سره وړاندې کېږی.په پای کې زه د یوه شاګرد په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او خپلو مسلمانو استادانو ته د زړه له کومی د مغفرت دعاکوم او الله(ج) د هغه ټول که مړه وی، د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړی، او که چېرې کوم یو تر اوسه پورې ژوندی وی، نو دوی ټولو ته خپل سلامونه او احترامونه وړاندې کوم. آمین یارب العالمین.
همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه استاد په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم چه الله(ج) د زما ټولو شاګردانو ته هدایت د نېکۍ وکړی، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هروخت او هر حالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړی، او له موږه سره په صراط المستقیم برابر لری. آمین یارب العالمین. وسلام. په ډېره عاجزی او درناوی.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه صلحه راولی چه الله(ج) ته قبوله او منظوره وی. آمین، یارب العالمین.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب