اخلاق

اخلاص او د هغې فایدې

پدې خاطر چي په روژه کي عبادات ډیر ترسره کیږي او په عباداتو کي هم اساسي شئ اخلاص دئ نو راځئ اخلاص او د هغه فایدې وپیژنو!

اخلاص دادئ چي ته يواځي او يواځي د الله تعالي عبادت او طاعت وکړې.
اخلاص دادئ چي خپل ټول کارونه د مخلوقاتو حتی د خپل ځان د ملاحظې څخه هم پاک کړې.
اخلاص دادئ چي ستا ظاهر او باطن سره يوډول وي.
اخلاص دادئ چي د الله پاک په دوامداره ذکر او ياد باندي خلګوته کتل او د هغو لحاظ کول هير کړې.
فضيل رحمه الله فرمايلي دي:د خلګو لپاره د يو کار پريښودل رياء ده، د خلګو لپاره د يو کار کول شرک دئ او ددواړو څخه د ځان ساتل اخلاص دئ.
جيند رحمه الله فرمايي: اخلاص يو راز دئ د الله او بنده ترمابين، ملائکه نده په خبره چي ويې ليکي، شيطان ندئ په خبر چي فاسد يې کړي او دانسان نفسي اشتياق ندئ په خبر چي دده څخه يې واړوي.
سهل رحمه الله ته وويل سوه: پر نفس باندي څشئ ډير سخت دئ؟ ده ورته وويل: اخلاص. ځکه چي په اخلاص کي نفس هيڅ ونډه نلري.
ځيني وايي: اخلاص دېته ويل کيږي چي ته پر خپل عمل باندي بيله الله بل هيڅوک شاهد ونه نيسي اوبيله الله د هيچا څخه د اجرت غوښتنه هم ونکړي.
مکحول رحمه الله ويلي دي: څوک چي څلويښت ورځي اخلاص وکړي نو دحکمت چينې به يې د زړۀ څخه پر ژبه باندي جاري سي.
ابوسليمان داراني رحمه الله ويلي دي: انسان چي کله اخلاص وکړي نو وسوسې او رياء ورڅخه ليري کيږي.
هروي رحمه الله ويلي دي: اخلاص دادئ چي ته خپل عمل د هرعيب او نفسي غوښتني څخه پاک وساتې: لکه دخلګو په زړونو کي د محبوبيت پيدا کيدلو غوښتنه. داچي خلګ يې ستاينه وکړي او بد يې ونه وايي، خلګ يې تعظيم او احترام وکړي، دخلګو څخه د مال غوښتنه لري، دخلګو څخه دخدمت او محبت غوښتنه لري او داسي نور هغه منفي شيان چي د عمل کولو په وخت کي د نفس په واسطه د انسان ذهن ته راځي.
صدق او صداقت دادئ چي په کار کي دخپل نفس هيڅ لحاظ ونه ساتې.
مخلص رياء نلري اوصادق تکبر نلري.
اخلاص په صدق باندي پوره کيږي او صدق په اخلاص باندي او دواړه بيا په صبر باندي.
رياء داده چي د انسان ظاهره تر باطن ښايسته وي.
صدق په اخلاص کي دادئ چي باطن د انسان تر ظاهر آباد او ودان وي.
څوک چي د خلګو لپاره ځان پداسي شيانو باندي ښايسته کوي چي هغه پده کي نوي نو دالله پاک داعتبار څخه به ولويږي.

د اخلاص فايدې:
۱ – اخلاص د اعمالو او اقوالو په قبليدلو کي پايه او اساس دئ.
۲ – اخلاص د دعاء د قبليدلو لپاره پايه او اساس دئ.
۳ – په اخلاص باندي د إنسان مرتبه په دنيا او آخرت کي لوړيږي.
۴ – په اخلاص باندي إنسان د وسوسو او وهمونو څخه ساتل کيږي.
۵ – په اخلاص باندي بنده د غير الله د بندګۍ څخه آزاديږي.
۶ – په اخلاص باندي ټولنيز ارتباطات قوي کيږي او دالله پاک نصرت د امت په برخه کيږي.
۷ – په اخلاص باندي دنيوي سختۍ آسانه کيږي.
۸ – په اخلاص باندي د انسان زړه ته اطمينان راځي او دئ احساس د خوشالۍ او نيکمرغۍ کوي.
۹ – په اخلاص باندي د انسان ايمان قوي کيږي او دګناه او سرکښۍ څخه يې نفرت پيدا کيږي.
۱۰ – په اخلاص باندي د مصيبتونو په مقابل کي د انسان اراده او عزم قوي کيږي.
۱۱ – په اخلاص باندي إنسان په دنيا او آخرت کي پوره أمن او لارښونه لاسته راوړلای سي.
[مأخذ:طريقة لخدمة الدين]

مرتب او ژباړونکئ: مولوی نورالحق مظهری

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close