حکمونو او مسایلو پوښتنې

اجباري ودونه او د هغې شرعي حکم؟

یوې خور په خپله پوښتنه کې پوښتلي ؤ چې: که چېرې یوه انجلۍ له یو چا سره واده کولو ته هېڅ لېوالتیا ونلري او د یو لړ لاملونو لکه؛ د فکرونو، کلتورونو، عمرونو عدم تقارب (لرې والی) له کبله دا نه قبلوي چې د فلاني شخص مېرمن دې وګرځي؛ نو آیا په دې صورت کې به د خپل مور او پلار خبره قبلوي او خپل ژوند به د نورو د رضایتمندۍ په خاطر قربانوي… او که خپله دا ګیله او شکوه شرعي محکمې او قضاء ته وړاندې کوي تر څو د دې ستونزې لپاره مناسب حلول ورته ولټوي؟

ځواب:
د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: هر کله چې هلک او انجلۍ بالغان شي؛ نو اسلامي شریعت په دې حالت کې دواړو ته د اختیار واک ورکړی دی، او دوی کولی شي چې پخپلو ژوندنیزو چارو کې؛ او په ځانګړې توګه د واده په څېر په یوه حیاتي او سرنوشت سازه موضوع کې په خپله خوښه تصرف او پرېکړه وکړی. د بلوغ پړاو ته د رسېدلو سره سم دواړو ته دا چې له چا سره به نکاح ترسره کوي او له چا سره به نکاح نه قبلوي، دوی اختیار لري.

په اسلام کې اسلام انسان ته خورا د توقیر او درنښت په سترګه ګوري؛ او له همدې کبله یې خپلواک ګڼلې دی او په ټولنیز او فردي ژوند کې د اختیار آزادي ورکړی ده؛ ــ البته دا ډول لوړ انساني کرامت او د فکر او رأیې آزادي یوازې او یوازې د اسلامي شریعت له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده چې په نورو نړیوالو نظامونو او دینونو کې هېڅ شتون نلري ــ او دې فرهنګ په دې وروستیو کلونو کې د شرق او غرب په یو لړ غیر اسلامي ملتونو کې اوس ترویج موندلی دی او هغوی هم د اسلامي ارشاداتو او توجیهاتو څخه په تقلید، مېرمنو ته د رأیې او فکر آزادي ورکړې ده او اوس لېدل کېږي چې هغوی هم د مېرمنې نظر ته په خورا درنه سترګه ګوري.

د فقهاوو له نظره د اجباري واده حکم:
په دې اړه فقهاء کرام وائي چې: د پېغلې انجلۍ ولي (لکه مور او پلار…) ته هېڅ کله هم دا جائز او روا نه دي چې هغه په اجباري توګه له یو هلک سره په واده کولو باندې مجبوره کړي؛ او یا هم خپل بالغ زوی ته دا دستور او امر ورکړي چې په زوره او د توافق پرته به له فلانۍ انجلۍ سره واده تر سره کوي. په واده کې هغه څه چې ډېر مهم او د ګډ ژوندانه بنسټيز اړخ ګڼل کېږي دادی چې: د طرفینو، خوښي او رضایتمندي، او همداراز د دوی د زړه مینه، شوق او ذوق به هم په پام کې نیول کېږي؛ خو که ددې ټولو پرنسیپونو او اصولو باوجود والدین خپل اولاد په اجباري واده کولو باندې مجبوروي، او د نه قبلولو په صورت کې که چېرې دوی ته مشکلات را پیداکوي؛ او د وهلو، ټکولو، او حتی وژلو په تهدیدونو یې ژوند ګواښوي ( لکه څرنګه چې له بده مرغه زمونږ په افغاني ټولنه کې په یو لړ کورنیو کې همدا ډول خبرې اورېدل کېږي)؛ نو بیا خو په صراحت او ډاګیزه توګه سره باید ووایو چې: دا ډول تصامیم، بېځایه پرېکړې او هغه ناروا دودونه او کارونه دي چې هېڅ کله هم له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي ــ بلکه دا اجباري فرهنګ او د زور او سوک څپېړې کلتور زمونږ د اولاد راتلونکې له تیارو، مصیبتونو، غمیزو او ناوړه برخلیک سره مخامخ کوي، او ددې ناکامې پالیسۍ له کبله زمونږ د اولاد هغه اصلي حقوق کوم چې څوارلس سوه کاله پخوا اسلام ورته ورکړي دي، تلف او له پښو لاندې کېږي.

په واده کې د مور اوپلار نظر ته هم باید درناوې وشي:
البته زمونږ دا پورتنۍ خبرې هېڅکله هم ددې معنا نلري چې: د مور او پلار نظر ته دې هېڅ ونه کتل شي؛ د هغوی رائې ته دې هېڅ غوږ کې نښودل شي؛ ــ بلکې دلته اصولي خبره داده چې: زمونږ ځوان او ګران وروڼه، پېغلې او قدرمنې خوېندې به هم د خپلو درنو والدینو نظر ته هم غوږ دي، حتی د واده په څېر حساسه مسئله او پرېکړه کې به د هغوی نظر ته ترجیح ورکوي؛ د خپل نظر په نسبت به د هغوی نظر ته چې په دې مسئله کې د زوی په نسبت خورا زیاتې تجربې لري، په ډېره درنه سترګه ګوري. هغه ځوان او هغه پېغله چې د لومړي ځل لپاره د ګډ ژوندانه لپاره تصمیم نیسي؛ نو معلومه خبره ده چې د مور او پلا راو نورو مشرانو په نسبت به د دوی نظر او تجربه هم خامه او لږه وي؛ په دې لړ کې به له خورا پټو رازونو او کارونو څخه ناخبره وي؛ نو ځکه ښائي چې د مور او پلار او د نورو سپین سرو او سپین ږیرو فکر او نظر ته هم په درنه سترګه وکتل شي.

بله مهمه خبره داده چې: د مور او پلار په حق کې دا طبیعي خبره ده چې هغوی د خپل اولاد لپاره د خیر، ښېګڼې او نېکمرغه ژوند غوښتونکي وی؛ او په فطري ډول په خپل لاس د روزل شوي اولاد لپار هېڅکله هم د شر غوښتونکي نه وي.

د خپل اولاد سره د مور او پلار مینه، په نړۍ کې د نورو ټولو مینو په نسبت خورا سوچه، بې ریا او بې غرضه وي؛ او دا ځکه چې لوی څښتن تعالی د دوی په زړونو کې د اولاد لپاره د محبت ځالی جوړی کړي دي او درنښت او ګرانښت، شفقت او مودت ته یې پکې ځای ورکړی وي.

اما په شرعي لحاظ، صحیح نکاح هغه مهال رامنځ ته کېدلی شي چې کله د نکاح تړلو پر مهال طرفین (دواړه جوانب) په دې نکاح تړلو باندې خوښ او راضي وي، او قانوني خبره داده چې: هر کله هلک او انجلۍ د نکاح په مجلس کې خپله خوښي او رضایتمندي ښکاره کړي؛ نو ددوی نکاح تړل په دې صورت کې سمه او درسته ګڼل کېږي.

که چېرې قاضي د اجباري واده په اړه معلومات تر لاسه کړي:
که چېرې قاضي ته د خلکو د کورنیو چارو په اړه دا څرګنده شي چې والدینو په د خپلو بالغو اولادونو په ودولو کې له اجبار، اکراه، زور او فشار څخه کار اخستلی دی؛ او دوی د نکاح په مجلس کې د خوښ ویلو په لفظ باندې مجبوره کړي دي؛ په داسې حال کې چې دا انجلۍ یا هلک هېڅکله هم په دې ډول واده باندې راضي نه وي؛ نو په دې صورت کې به قاضي په محکمه کې د دې واده د فسخ او له منځه وړلو فیصله صادروي.

کله کله داسې صورت حال هم رامنځ ته کېږي چې په ګډ ژوندانه کې هلک راضي وي؛ خو انجلۍ په هېڅ صورت راضي نه وي؛ نو دا هم اجباري واده ګڼل کېږي، او که چېرې هلک دې ته چمتو نه وي چې له خپلې دې مېرمنې څخه جلا شي او د خپلې مېرمنې تر منځ مُفارقت نه غواړي؛ او نه هم ورته د طلاق او د خُلعې حق ورکوي؛ نو په دې صورت کې قاضي کولی شي چې دا ډول نکاح فسخ اعلان کړي او د ظلم او استبداد دا لړۍ نوره هم دلته پای ته ورسوي؛ خو دلته دا خبره مو هم په یاد وي چې: قاضي به دا ټولې فیصلې له یوې دقیقې څېړنې او پلټنې وروسته تر سره کوي؛ هغه مُلابسات (یعنې د دې قضیې ابعاد او ټول اړخونه) او شکمن ځایونه به ځان ته په ښه ډول څرګند او په ډاګه کوي، او د هلک او انجلۍ ګیلو، شکایتونو او را ولاړو شوو مشکلاتو به په ښه غور او ځېرنې سره غوږ نیسي، او حتی د هغوی د مور او پلار خبرې اترې به هم اوري.

په لنډه توګه دا هغه څو کرښې وې چې اسلامي فقهاؤو په خپلو فقهي کتابونو کې د هغوی یادونه کړې وه او په هند کې د اسلامي فقهې مشرانو علماؤو هم همدا ډول شروط وضع او د هغې لارښوونه یې کړې وه چې مونږ ستاسې مخې ته کېښودل.
و الله أعلم

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: