که د نړیوال ستر کلي رنګینې نقشې ته وګورو، نو د غړو هیوادونو شمیر یې ۱۹۵ ته رسي چې د هستوګنو مجموعي تعداد یې ۷/۷۵ ملیارده دی. د همدی سرسامونکي نفوس ۹۳ سلنه، د اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم او بودیزم په ګډون، په ۲۲ مختلفو ادیانو باندی عقیده لري. پاتې ۷٪ وګړي نه د الله تعالی په ذات او نه په کوم دین ایمان نلري چې ایتیست (ملحدین یا دهریان) بلل کیږي. د دغو باورمندو پیروانو له جملې څخه (۲/۳) ملیارده یې مسیحیان (۱/۱۸) ملیارده یې مسلمانان او یواځی شپاړلس ملیونه یې یهودان دي.
د دری واړو اسماني ادیانو منونکي، حضرت ابراهیم علیه السلام ته د یو رښتیني پیغمبر او سپيڅلي شخصیت په سترګه ګوري. په تورات او عبري ژبه کې د ابراهیم نوم د َابْرام او اَفراهام په بڼه لیکل شوی چې د عزتمند پلار په مانا دی. د انجیل په مختلفو نسخو کې، حضرت ابراهیم په ډیر درناوي او حرمت سره یاد شوی او نصاری هغه د خپلې عقیدې د محوري سمبول په توګه مني. د قرانکریم په دیارلسمې سيپارې کې د ابراهیم په سورت سربیره، دغه نوم ۶۳ ځلې د الله تعالی په کتاب کې راغلی او هر ځل یې د پوهې، وفا او ټینګ هوډ ستاینه شویده.
ابراهیم (ع) د حضرت نوح لسم لمسی دی چې له میلاد څخه په یو تاریخي روایت ۱۸۵۰ او د بل سند له مخې ۲۲۰۰ کاله وړاندی، د عراق د بابل په ښار کې زیږیدلې دی. ژبه یې سریاني وه او د پلار نوم یې تارح وو، خو په قرانکریم کې آزر بلل شویدی { وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ – کله چې ابراهیم خپل پلار آزر ته وویل..} دری وروڼه یې درلودل چې یو یې د حضرت لوط پلار وو. همدارنګه دری ودونه یې کړي وو، له سارا څخه ځوئ یې اسحاق او له هاجرې څخه ځوئ یې اسماعیل دی. دریمه میرمن یې قطوه نومیده چې شپږ اولادونه درلودل او غالبا یو یې هم پیغمبر نه وو.
یهود پدی باور دي چې ابراهیم (ع) د خپلې قربانۍ لپاره حضرت اسحاق غوره کړی وو او له همدی امله دوئ خپل ځانونه شعب الله المختار (د الله غوره شوی ولس) ګڼي.
خو د قرانکریم له مخې د ابراهیم (ع) هغه ځوئ چې په منی او مزدلفه کې د قربانۍ لپاره چمتو شوی وو، هغه حضرت اسماعیل (ع) وو، میرمن یې د یمن عربه وه او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ستر نیکه دی.