آیا په روژه کې د سهار جماعت وختي بهتر دی؟

الاستفتاء:

آیا په روژه کې د سهار په جماعت اداء کوملو کې غلس افضل دی او که اسفار؟ یعنې سنت طريقه داده چې دسهار جماعت د صبح صادق د ختو څخه څو منټه وروسته سمدستي اداء شي او که دا چې وروسته یعنې چې کله ښه رڼا شي؟

الجواب:

حامدا ومصليا وبعد:  د سهار د لمانځه په وخت کې د کراهيت زمانه نشته. نو ځکه یې د استحباب لپاره د وقت تعين نه شي کېدلی. البته  د کثرة د جماعت (یعني په جماعت کې د خلکو ډېرښت) له امله که په اسفار کې وشي اوکه په غلس کې وشي دواړه صحيح د.  کذا في امداد الاحکام  ۱\۴۱۱

لکن په روژه کې د صحيحو احاديثو څخه داسې معلومېږي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سهار د جماعت لمونځ  د سپېدو د چوولو څخه کمه زمانه وروسته اداء کول. نو که په کومه سيمه کې خلګ له دغه سنت سره عادت وي ياعادت شي نو ډېره ښه خبره ده او که د سهار جماعت ته خلک وروسته راځي نو بيا دې د سهارجماعت په اسفار کې کوي يعنې چې ښه رڼا شي؟

عن زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: :تسحرنا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم قمنا إلى الصلاة، قلت: كم كان قدر ما بينهما؟ قال: خمسين آية : بخاري ۱\ ۶۸۹ ومشکوة     ص\۶۰ اوقات الصلوة  ، مرقات ۲\۲۸

ژباړه : زید بن ثابت رضی الله عنه فرمایې : چي موږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره پشلیمی کول، بیا چي د لمانځه لپاره ولاړ شوو، راوي وایې موږ زید ته وویل: څومره وقت اوفاصله به درسول الله صلی الله علیه وسلم د پشلیمي او د سهار د جماعت د لمانځه تر منځ وه؟ نو ده راته وویل : د پنځوسو آیتونو د تلاوت په اندازه ؤ.

ما رواه الإمام البخاري  بسنده عن سهل بن سعد رضي الله عنه قال : كنت أتسحر في أهلي ثم تكون سرعتي أن أدرك السجود مع رسول الله صلى الله عليه وسلم –  أي صلاة الفجر  –

وقال الحافظ ابن حجر قوله تعجيل السحور أي الإسراع بالأكل إشارة الى أن السحور كان يقع قبل طلوع الفجر.
ومنها- ما روى مالك عن عبد الله بن أبي بكر عن أبيه : كنا ننصرف من صلاة الليل فنستعجل بالطعام مخافة الفجر .

او په فتاوی عثماني ۱\۳۶۲ کې راغلي : احتیاط په دې کې دی چې کله په موجوده نقشو کې د پشلیمي وخت ختم شې فورا دې د سهار لمونځ نه کوي بلکې لس پنځلس منټه دې انتظار کوي څو چې صبح صادق بلا اختلاف واقع شوی وي.

(د مفتي ابو یاسر له فتاوی الصیام څخه)


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب