فقهي او عقیدوي پوښتنې

آیا لمر او سپوږمۍ د الله(ج) د غضب له امله تندر نیسي؟

پوښتنه:

پخوا به خلک پدې باور وو او اوس هم دي چې د لمرتوریدل او د سپوږمۍ توریدل( تندر نیول) هغه مهال کیږي چې الله(ج) په خلکو باندې د هغوی د کفر او ګناه له امله غضب او غوسه وي، خو بل بلو ته نوي علوم پدې اند دي چې دا نو یو طبیعي کار او پیښه ده، د فلک علماء او پوهان پدې پوهیږي چې دا به کله ، په کومه ورځ او د څومره وخت لپاره صورت نیسي، نو پوښتنه دا ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به نو ولې د لمرتندرنیولو او سپوږمۍ تندر نیولو برمهال لمونځ کولو، آیا دغه لمونځ او دعا به ددې لپاره نه وه چې د ځمکې له خلکو نه د آسمانونو والا  د غضب څپه پورته شي، ستاسې نظر پدې اړه څه دی؟
دوکتور یوسف قرضاوي:

ژباړه: عبدالفتاح جواد

بسم الله،والحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله وبعد:

په قرآن کریم کې د کسوف ( لمر تندر نیولو) او خسوف ( سپوږمۍ تندر نیولو) د لمانځه هیڅ یادونه نشته، خو پدې اړه نبوي احادیث راغلي دي او پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه لمونځ ادا کړی هم دی، د هجرت په لسم کال چې کله لمر تور شو نو د اصابو سره یوځای یې لمونځ ادا کړ او تر هغه یې اوږد کړ چې لمر بیرته روښانه شو.
په صحیحو روایتونو کې دا ندي راغلي چې د لمر توریدل او د سپوږمۍ توریدل لدې امله دي چې الله(ج) په خلکو باندې غضب او غوسه وي، په داسې حال کې چې د لمر تندر نیولو پیښه ایله هغه مهال رامینځته شوه چې خلک ډلې ډلې مسلمان شول او د نصر سورت هم نازل شوی وو، د عربي نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام وړانګې خپرې شوې وې، نو که د خلکو د کفر او ګناهونو له امله د الله(ج) د غضب نښه وای نو بیا ولې په مکي دور کې نه توریدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه په سخت تعذیب او مشکل کې ګیر وو او په ظلم او ناحقه توګه د کورونو او وطنونو نه وشړل شول او ستر جرم یې دا وو چې له الله(ج) پرته بل معبود یې نه مانه.

د نبوت په زمانه کې هم یو شمیر خلک بدې اند وو چې د لمر او سپوږمۍ توریدل په ځمکه کې د سترو شخصیتونو د وفات او مړینې له امله د هغه په غم کې د طبیعت مشارکت ده، او دا هم یوه تصادفي پیښه وه چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوی(ابراهیم ) چې د بي بي ماریې قبطیې نه زیږیدلی وو وفات شو نو لمر تندر ونیولو نو دغه مهال خلکو وویل چې لمر هم په ابراهیم باندې خفه او غمژن شو ، خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ددغه غلط او ناسم باور په اړه غلی نه شو بلکې هغه یې رد کړ که څه هم چې دغه پیښه هم د ده په معجزاتو باندې یوه بله زیاتونه وه خو هغه خلک راټول کړل او خطبه یې ورکړه او ویې ویل: یوشمیر خلک پدې اند دي چې د لمر او سپوږمۍ توریدل د سترو شخصیتونو په مړینه د غم له امله وي ، دغه خبرې درواغ دي، داخو د الله(ج) دلایل او نښانې دي چې بندګان یې ترې پند اخلي.( دغه حدیث طبراني او امام احمد له حضرت سمره بن جندب (رض) نه روایت کړی دی). مجمع الزوائد ج ۲  ص ۲۱۰ .

امام بخاری هم له مغیره بن شعبه (رض) نه روایت کوي چې ویې ویل: یوه ورځ د ابراهیم د مړینې پرمهال لمر تندر ونیو ، نو خلکو وویل چې دا نو د ابراهیم په مرګ خفه شو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  ” إن الشمس والقمر آيتان من آيات الله، لا ينكسفان لموت أحد ولا لحياته، فإذا رأيتموها فادعوا الله وصلوا حتى ينجلي “.لمر او سپوږمۍ د الله(ج) د قدرت نشې دي، نه د چا په مړینه توریږي او نه خو د چا په ژوند، کله مو چې دغه حالت ولید لمونځ او دوعا وکړئ ترڅو هغه بیرته روښانه شي.

امام بخاري په ځینو روایتونو کې دا الفاظ هم راوړي دي چې ( و لكن الله يخوف بهما عباده ) الله (ج) پدې باندې خپل بندګان ویروي، خو دغه الفاظو باندې خپله امام بخاري هم ملاحظې لري او هغه د صحت له درجې نه وباسي، ځکه چې یو شمیر راویانو چې دغه حدیث روایت کړی دی نو دغه الفاظ پکې نشته.

هغوی چې پدې اړه شکونه اچول غواړي دغه توري چې ( الله (ج) خپل بندګان پرې ویروي) او یا دا چې ( الله(ج) ته دوعا او لمونځ کوئ څو هغه روښانه شي) تر پوښتنې لاندې نیسي چې له څه نه ویرول؟ دوعا د څه لپاره ؟ لمونځ د څه لپاره ؟  کسوف خو طبیعي کار دی.

هو دا خو طبیعي کار ده چې نه له خپل وخت او مکان نه وړاندې کیږي او نه وروسته کیږي، هغه ډول چې د الله (ج) سنت دي خو طبیعي امور هم د الهي ارادې له دایرې نه بهر ندي، هرڅه چې پدې کایناتو کې پیښيږي د الله (ج) د ارادې او قدرت له مخې پیښيږي،  او دغه لوی کاینات او سترې سیارې دي چې زړونه د الله(ج) عظمت او لویي ته متوجه کوي، ژبې په توبو او ذکر راولي، لاسونه الله(ج) ته پورته کوي، تندي هغه ته په سجدې اړ باسي.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مختلف او بیلابیل اذکار او دوعاګانې ثابتې دي چې مسلمان یې باید د مختلفو طبیعي ظواهرو او پیښو د لیدلو پر مهال ووایي او د دغو دوعاګانو او اذکارو نه اصلي موخه داده چې انسان همیشه له الله(ج) سره زړه تړلی وساتي.
د مومن له نورو انسانانو سره همدغه توپیر دی چې کله ویني لمر تور شو یا سپوږمۍ تندر ونیوه او یا بله طبیعي پیښه وشوه د الله(ج) ذکر او یاد بیل کړي او د هغه لویي او ستروالی په خپل زړه او ذهن کې تجدید او تازه کړي ، له حضرت عبد الله بن زبیر (رض) نه روایت دي چې کله به هغه په آسمان کې د باران پر مهال د تالندې غږ واوریده نو خبرې به یې بس کړې او ویل به یې (” سبحان الذي يسبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته “. پاکي ده هغه ذات لره چې تالنده یې هم پاکي بیانوي او ملایکې یې د ویرې نه پاکي بیانوی.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: