آیا د زلزلې وړاندوينه کېدای شي؟ تر زلزلې دمخه نښانې

د زلزلې وړاندوينه (پيشګويي):

د زلزلې دوړاندوينې  ځنې  نښې نښانې په لنډه توګه داسې څرګندولی شو :

_ بيلابيلو څيړنو ښوولی چې د زلزلې د راتلو دمخه د چينو ، کوهيانو او کاريزونو داوبو سطحه او  مقدار سمدلاسه يا کميږي يا ډيريږي  . د خونداومزې  له پلوه هم  په کې بدلون راځي .

_ تجروبو ښودلې چې د زلزلې د راتلو  د مخه د ځمکې پر مخ ځنې واړه واړه درزونه او چاودونه پيدا کيږي چې ټول يې يو جهت يا  لوري لري .که  د زلزلې نه وروسته په دقيقه توګه وکتل شي نو زلزله هم له همدې درزونوڅخه   تيره شوي وي  .

_ د غير طبعي نښو پرته داسې ګذارشات هم ورکړل شوي چې د زلزلې د راتلونه څو شپې  د مخه ، په فضاه کې ځنې نوراني وړانګې ليدل کيږي چې د شمال په لور حرکت کوي او وروسته سمدلاسه ختيز لوري ته خپل تګ لوری بدلوي .

_ تجربو ښودلې چې څاروي ، خزندګان او مرغان د زلزلې د راتلو د مخه خپل ځانګړي غبرګونونه وښايي .

your ads

خره ، سويې .. له ښکته نه پورته يانې د ژورې نه د لوړو سيمو په لور ځغلي. غوايي ، ميښې ، وزې ، پسونه  رمباړې وهي او هڅه کوي چې له موږي نه ځان خلاص اوپه  کوم لوري وتښتي .

سپي  سخت سخت غاپي او له ځانه  ويره څرګندوي . کورنۍ پيشو ګانې ځان غونجوي او هڅه کوي په سطل  کاسه ، ديګ او يا کوم بل ژورځای کې  ځان  پټ کړي .

په کبانو ( ماهيانو ) کې، ډله ايز مرګ را منځ ته کيږي . اوکوم چې  ژوندي پاتې  وي له ځانه ډيره نا رامي وښيي .چاپانيان چې زيات وخت د سختو زلزلو سره مخا مخ وي ، دخپلو کورونو په  ښيښي بکسونو کې يو ډول کبان ساتي چې د ( ګربه ماهي ) په نامه ياديږي . دا کبان د زلزلې د راتګ له مخه ، زيات نارامه ښکاري . چاپانيانو په خپلو لرغونو  افسانو کې دا کبان د زلزلو خبر راوړونکی  يا قاصدين  بللي دي  .

مرغان  له ځمکې نه هوا ته الوځي اونارامه  چيغې وهي . موږکان او مږې له سوړو راوځي او هرې خوا ته منډې وهي  . په دقيقه توګه د زلزلې وړاندوينه ناشونې ده . نو ځکه ډير احتياط په کار دی چې ځنې وخت  داوازو او افواګانو ښکار نه شو .

د 2004 م کال د ژمي په موسم کې ، د شپې له خوا د پاکستان  او افغانستان په ځنو ښارونو کې ، سمدلاسه اوازه خوره  شوه چې د شپې په دوه بجو يوه سخته زلزله راتلونکی ده. دا اوازه په بيړه دګرځنده تليفونونو له لارې له يوه ښار نه بل ښار او له يوه هيواد ه بل هيواد ته ورسيده . دهمدی اوازې  له مخی په ميلونونو کسان واړه، زاړه، سپين ږيري او ناروغان له خپلو کورونو څخه په داسې وخت کې ووتل چې د ژمی ډيره سړه شپه وه او په ځنو ځايونو کې واوری اوپه ځنوځايونو کې سخت باران وريده. خو ناخبره ولس په ساعتونو ساعتونو له کوره بهر پاتې شو او چې سهار بيرته راګرځيدل په ځنو ځايونو کې غلو او ډاکوانو يې په
بې رحمۍ کورونه لوټ کړي وو .

يوځل بيا هم يادونه کووچې  په اوسنی وخت کې بشر د خپلی ټولی عصری ټکنالوژۍ په مرسته ، په دی نه  توانيدلی چې  په دقيقه توګه د زلزلی د راتلو نيټه او وخت  وټاکي ، اميد دی چې په راتلونکی  وخت کې به ،  زموږ ولس  ددې ډول اوازو او افواګانو ښکار نه شي .

زلزله کيدای شی په همدی شيبه کې چې همدا اوس تاسو دا ليکنه لولی راشي او کيدای شي په خپل ټول عمر کې هم د زلزلی سره مخامخ نه شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب