آیا خپل خادم ته زکات ورکول کېدلی شي ؟

د المُلتقی الفقهي د فېس بوک د صفحې د مینه والو څخه یوه ورور پوښتلي ؤ: آیا ما ته دا روا دي چې زکات خپل یو خادم ته ورکړم ؟

د دې پوښتونکي ورور د پوښتنې په ځواب کې وایو چې:
په دې اړه اسلامي فقهاء په دې نظر دي:که چېرې دا خادم ستا شخصي خادم وي؛ نو په دې صورت کې ته نشې کولی هغه ته خپل زکات ورکړی او دا ځکه چې که چېری د زکات پیسې خپل خادم ته ورکړل شي ؛ نو په دې صورت کې به بیا د نورو وختونو په نسبت ستا ښه خدمت کوي او نشاط او فعالیت به ېې چټک شي.

چې په دې توګه سره به دا زکات داسی شي لکه په خپل شخصي مصلحت کې چې استعمال شوی وي [ په داسې حال کې چې په اصل کې زکات د شخصي مصلحت پر ځای د ټولنې د عام مصلحت لپاره وي] مګر که چیرې د هغه اقتصادي حالت داسې وي چې ډېر بې وزله او فقېروي او له بل لوري د کورنۍ د غړو شمېره ېې هم زیاته وي؛ نو په دې صورت کې بیا کېدلی شي چې زکات خپل خادم ته ورکړل شي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب