آيادالله تعالى ذكر ترفرض لمونځونو غوره دى؟

پوښتنه: د صوفيانو يوه ډله وايي چې دالله تعالى ذكر په اجتماعي  ډول له پنځولمونځونواوله نورو فرائضو څخه غوره دى اوكه په اذكارو باندې دبوختياپه سبب فرض ترې پاتې شي نوقضاء يي نشته اوګناه ګاريږي هم نه ،دوى دا آيت په دليل كې راوړي ( ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنكرولذكرالله اكبر) آياددوى دا ويناصحيح ده اوكه نه ؟

ځواب: ددوى دا ويناباطله اوبې اساسه ده ځكه چې په صحيح حديث كې راغلي دي(وعن ابن مسعودt قال: سئلت النبى r اى الاعمال احب الى الله ؟قال: الصلوة لوقتها قلت ثم اى قال برالوالدين قلت ثم اى قال الجهادفى سبيل الله (3)) وقال الله تعالى (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى (4)) لمونځ دټول امت په اتفاق سره فرض دى اودالله ج ذك رد مستحباتوڅخه دى اوپه دې هم متفق دي چې فرض له مستحبوڅخه غوره دى ،اودپورتنۍ آيت معنى داسې ده چې لمونځ  دنوروټولوعبادتونو څخه بهتر دى ځكه چې دالله ج ذكرپكې موجود دى (قال فى الكمالين فالصلوة لماكان كلها مشتملة بذكرالله تعالى تكون اكبر الخ (5)) .


(3)  مشكوة كتاب الصلوة  فصل اول  ص ۵۸ . ظفير

(4)  سورة بقرة ركوع  ۳۲ . ظفير

(5)  د تفسيرجلالين حاشيه ص ۳۳۹ وفى عبارة ابى سعود رحمه الله ولذكر الله اكبر اى الصلوة اكبرمن سائرالطاعات ( ايضا  ص ۳۳۸ ) . ظفير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب