مهدي آخر زمان… شته که نه؟

پوښتنه
محترمو وروڼو

اسلام عليكم و رحمت الله و بركاته
څرنګه چې ډير ځله مو د مهدي اخر زمان په هكله ډول ډول خبرې اوريدلې دي، خو نه پوهيزو چې دا خبرې حقيقت لري او كه څنګه؟
كه مهرباني اوكړی په دې هكله مكمل معلومات راكړی چې ايا د مهدي اخر زمان پيدا كيدل يوه ریښتینې خبره ده او كه ریښتونې وي په څه ډول؟ كه پدې اړوند د قران کریم او نبوي احاديثو په رڼا كې راته معلومات راكړی ډيره مهرباني به مو وي
په خورا درنښت
انجينر سيد احمد روحاني

ځواب
محترمه او قدرمنه وروره!
وعليکم السلام و رحمة الله و برکاته
الله تعالى مو له مونږ او نورو ټولو مسلمانانو سره روغ، جوړ او سرلوړي لره، هيله ده چې زمونږ سلامونه او نيکې پېرزوينې هم قبولې کړئ.
د ډيرو مصروفياتو له امله ستاسې په ځواب کې له مونږ څخه تاخير واقع شو، نو له همدې امله ستاسې څخه بښنه غواړو.
ستاسې د پوښتنې په اړوند لنډ او مختصر ځواب دا دى چې د مهدي اخرالزمان ظهور د مسلمانانو په وړاندې يوه منل شوې خبره ده او هر مسلمان بايد د مهدې په اړه داسې عقيده ولري چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خبر راکولو سره سم به ان شاء الله په اخره زمانه کې راځي او په دې اړه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه درې ډوله احاديث رانقل شوي دي:
لومړى: موضوعي احاديث، چې دا ډول روايتونه هيڅ ارزښت نه لري.
دوهم: ضعيف او کم زوري احاديث، چې دا ډول احاديث هم چندان ارزښت نه لري.
دريم: درست او صحيح احاديث، چې په دې اړوند بايد اعتماد پرې وشي، چې بيا دا صحيح احاديث په دوه ډوله دي:
لومړى: اجمالي احاديث
دوهم: تفصيلي احاديث
لنډه دا چې له صحيحو احاديثو څخه د مهدي وجود او راتلل ثابت دي او مسلمان بايد په دې اړه له شک او تردد څخه ځان وژغوري.
په اجمالي توګه د مهدي په اړه احاديث په لاندې کتابونو کې رانقل شوي دي: بخاري، مسلم، سنن ابي داود، سنن ترمذي، ابن ماجة، مستدرک د حاکم او معجم د امام طبراني او داسې نور.
ټول احاديث چې د مهدي په اړوند را نقل شوي دي پنځوسو ته رسيږي.
لکه څرنګه مو چې مخکې وويل ځينې يې صحيح دي، ځينې نور يې حسن دى او دريم ډول يې ضعيف دي او موضوعي هم پکې شته دي.Ahsan_91
د محدثينو د قاعدې مطابق چې دغه ډول ټول احاديث – پرته له موضوعي احاديثو څخه- راجمع کړل شي نو تواتر معنوي حد ته رسيږي، په دې اړه چې له اصحابو کرامو څخه کوم روايتونه رانقل شوي هغه زښت زيات دي.
لنډه دا چې د مهدي له وجود او راتګ څخه انکار کول ضلالت او بې لاري ده، مسلمان بايد په دې اړوند د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وړاندوينې تصديق وکړي، او دا عقيده بايد له ځان سره ولري چې يوه ورځ به په اخره زمانه کې مهدې ظهور کوي، مونږ دلته د نمونې په څېر يو څواحاديث ذکرکوو:
عن ‏‏‏أبي هريرة قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏كيف أنتم إذا نزل ‏ابن مريم ‏فيكم وإمامكم منكم” متفق عليه.
له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته داسې وفرمايل چې ستاسې به څه حال وي کله چې ستاسې ترمنځ د بي بي مريمې ځوى (عيسى عليه السلام) او ستاسې امام چې ستاسې له جملې څخه به وي (مهدي) رانازل شي.
داحديث امام بخاري او امام مسلم دواړو روايت کړى دى.
عن ابي سعيد الخدري رضي الله عنه قال رسول الله: ‏المهدي مني ‏‏أجلى‏ ‏الجبهة‏ ‏أقنى‏ ‏الأنف يملأ الأرض قسطا وعدلا كما ملئت جورا وظلما يملك سبع سنين” رواه أبو داود.
له ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي مهدې زما له اهل بيتو څخه دى، پراخ تندى لري، لوړه پوزه لري، دنيا به داسې له عدل او قسط څخه ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم څخه ډکه کړل شوې ده اوه کاله به حکومت کوي، داحديث امام ابوداود روايت کړى دى، او دا حديث د حسن په مرتبه کې دى.
عن علي رضي الله عنه قال رسول الله، لو لم يبق من الدهر إلا يوم لبعث الله رجلا من أهل بيتي يملؤها عدلا كما ملئت‏‏ جورا “، رواه أبو داود.
له علي کرم الله وجهه څخه روايت دى چې رسول الله فرمایلي که فرضا د زمانې يوه ورځ هم پاتې شي نو هرومروبه الله تعالى زما له اهل بيتو څخه يو سړى راپورته کوي چې زمانه به له عدل څخه داسې ډکه کړې لکه څنګه چې له ظلم څخه ډکه شوې وي. دا حديث هم امام ابوداود روايت کړي دى. دا هم د درجې له لحاظه د حسن مرتبې ته رسيږي.
په هر لحاظ يو ځل بيا دا خبره د يادولو وړده چې د مهدې په اړه ډير صحيح روايتونه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه را نقل شوي دي دلته مو د بېلګې په توګه يو درې روايتونه ذکر کړل.

نتائج:

1- امام مهدي به د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اهل بيتو څخه وي.
2- نوم به يې محمد وي او د پلارنوم به يې عبدالله وي.
3- شکل او څېره به يې هم د رسول الله په څيروي
4- په دې اړه بايد صحيح روايتونه وکتل شي چې هغه د اهل سنتو په مراجعوکې رانقل شوي دي
5- په دې اړه بايد له موضوعي او ډيروکمزورو روايتونو څخه ډډه وشي.
٦: د اهل تشيعو په کتابونو کې خورا زيات داسې اوصاف ذکر شوي دي چې د اهل سنتو له نظره هيڅ اصل نه لري، نو مسلمان بايد پرې باور او عقيده ونه ساتي.

your ads

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب