![د کمپیوټر حساب او منطق برخه (Arithmetic and Logic Unit) 1 2H 9295](https://wasiweb.com/wp-content/uploads/2019/02/2H-9295.jpg)
د کمپیوټر حساب او منطق برخه (Arithmetic and Logic Unit)
د حساب او منطق برخه (Arithmetic and Logic Unit)
د CPU دا برخه چې په لنډ ډول د ALUپه نامه ياديږي د حسابي او منطقي چارو د سرته رسولو مسؤل دی.
منطقي چارې تل پرته ليېزې (مقایسوي) چارې وي چې کولای شي د کمپيوټر پواسطه اعداد،توري او ځانګړي نښې پرتله او له هغه سره سم ټاکلی هوډ ونيسي.
منطقي چارې کولای شي چې لاندې درۍ حالته و ازمويي:
• مساوي حالت
• لوی حالت
• کوچنی حالت
د لوی يا مساوي،کوچني يا مساوي،نا مساوي او نور پرتله يېز حالات د پورته دريو حالاتو له يو ځای کېدو څخه لاس ته راځي.
منطقي چارې د And,Or,Not ځانګړو سرکتونو پواسطه سرته رسيږ ي.