DNA (د وراثت رمز) کشف او RNA
DNA (د وراثت رمز) کشف
له ۱۸۸۶ م کال څخه وروسته د مندل د څېړنو له نتیجو څخه څرګنده شوه چې ژوندي موجودات ارثي فکتورونه لري چې له بدلون پرته په خپلواک ډول له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کیږي. په دې برخه کې لومړی ګام د میشر له خوا اخیستل شوی وو چې په ۱۸۶۹م کال کې یې په هسته کې هستوي تیزاب کشف کړل.
د شلمې پېړۍ په لومړنیو کې د بویري او سوتون له خوا ثابته شوه چې ارثي فکتورونه (جینونه) د کروموزومونو د پاسه موقعیت لري. د مورګان د تجربو په نتیجه کې معلومه شوه چې مختلف جینونه د کروموزومونو په خاصو ځایونو کې موقعیت لري او د موټېشن په واسطه تغیر موندلی شي. د ۱۹۱۰ م کال په لسیزه کې د وراثت پوهان په دې وپوهیدل چې ارثي مواد باید لږ تر لږه لاندې دوه خاصیتونه ولري.
لومړی دغه مواد باید په ځان کې د زیاتو ارثي معلوماتو ځای په ځای کولو وړتیا ولري، ځکه دا د زیاتو خواصو د منځته راتلو لامل کېږي. دویم باید وکولی شي چې پخپله تکثر وکړي ترڅو راتلونکي نسل ته معلومات ولېږدوي.
تر ډیره وخته فکر کیده چې جینونه له پروتین څخه منځته راځي. ځکه چې پروتینونه ډېر پېچلي مالیکولونه دي کولی شي چې د جینونو ټولو اړتیاوو ته ځواب ووایي.
په ۱۹۴۴ م کال کې اویري او مالګرو يې په سټرپټوکوکس بکتریاوو باندې تجربې سرته ورسولې او په ثبوت یې ورسوله چې جین له نوکلیک اسید څخه جوړ شوي دي.
دا بکتریا په دوو ډلو ویشل شوي دي چې یو ډول یې کپسول لري او ناروغي منځته راوړي او بل ډول يي کپسول نلري او ناروغي نه تولیدوي. هغوۍ د کپسول لرونکي بکتریا DNA بې کپسوله ته انتقال کړ. په بکتریا کې بدلون منځته راغی او په ناروغۍ تولیدوونکې بکتریاوو باندې بدله شوه. کله یې چې دا بکتریاوې موږکانو ته پیچکاري کړې د موږکانو د مرګ لامل شوې. کله چې نومړو ساینس پوهانو د کپسول لرونکي بکتریا DNA له لېږدونې څخه د Dnase ( د DNA تجزیه کوونکي انزایم) په واسطه تجزیه کړې، بکتریا د ناروغۍ خاصیت له لاسه ورکړ. په دې ډول ثابته شوه چې DNA د ارثي خواصو د لېږدونې لامل کېږي. خو ددې مهم کشف سره سره دا پوښتنه بې ځوابه پاتې شو چې نوموړې مواد څنګه زېرمه او په مشابه ډول دوه چنده کېږي. وروستنی شک هغه وخت له منځه لاړ چې په ۱۹۵۳ م کال کې واټسن او کریک د DNA یو موډل جوړ کړ چې ددې موډل په مرسته د DNA جوړښت د ارثي موادو د زېرمې حرنګوالی او مشابه تکثري معلوم شو چې ددې مهم کشف په مقابل کې ذکر شوي ساینس پوهانو په ۱۹۶۲ م کال د طب په برخه ک ېد نوبل د جایزې په اخیستلو بریالي شول.
د DNA او RNA مالیکولي جوړښت
Deoxyribo Nucleic Acid یا DNA او Ribo Nucleic Acid یا RNA دواړه هستوي تېزابونه دي. نوکلیک اسیدونه لوی مالیکولونه دي چې له کوچنیو مالیکولونو څخه جوړ شوي دي. دا کوچني مالیکولونه د نوکلوتاید په نامه یادیږي. هر نو نوکلوتاید د پنځه کاربنه قند د یو ګروپ فاسفیټ او نایتروجن لرونکي عضوي قلوي څخه منځته راغلي دي. که چېرې نوکلوتاید د فاسفیټ ګروپ ونه لري د نوکلوزاید په نامه یادیږي.
قلوي ګانې یې له ادنین، ګوانین، تایمین، سایتوسین او یوراسیل څخه عبارت دي. د DNAپه جوړښت کې څلور قلوي شامل دي چې له ادنین، ګوانین، سایتوسین، او تایمین څخه عبارت دي. د DNA په داخل کې د ادنین اندازه له تایمین سره او د ګوانین اندازه له سایتوسین سره برابره ده. A=T او C=G غه کشف د ایرووین چارګف په واسطه سرته ورسیدو او د ایرووین چارګف د قانون په نامه یادیږي. DNA د حجرې په هسته کې شتون لري او د جین په درلودلو سره د حجرې ټول فعالیتونه کنترولوي.
د DNA فضایي جوړښت یوې تاوې شوې ربړي زینې ته ورته دی چې پوړۍ دوه مټې قند او فاسفیټ جوړکړی دی او د پوړۍ پاړکي مخامخ قلویګانو جوړ کړي دي. د ډي این ای قلوي ګانې د هایدروجني رابطو په وسیله یو له بل سره نښتې دي.
د DNA او RNA ترمنځ توپیرونه
- د DNA او RNA ترمنځ توپیر په قندونو کې دی. د DNA قند ډي اوکسي ریبوز دی او د RNA قند ریبوز دی، یعنی د DNA مالیکولکې د RNA په نسبت یو اتوم اکسیجن کم دی.
- د پنځه قلوي ګانو څخه درې قلوي ګانې یې ( ادنین، ګوانین او سایتوسین) یو شان دي، څلورمه قلوي په DNA کې تایمین ده او په RNA کې یوراسیل ده.
- د RNA جوړښت یو رشتوي دی، خو د DNA جوړښت ډبل یا مضاعف دی.
- RNA نظر DNA ته ډیر کوچنی دی.
د RNA ډولونه
RNA له دندو له پلو په لاندي ډولونو ویشل کیږي.
- پیغام وړونکی Messenger RNA: هدایات او پېغامونه د هستي له DNA څخه اخلي او په سایتوپلازم کې يې ریبوزومونو ته رسوي.
- رایبوزومي Ribosomal RNA: کیمیاوي مواد دي چې ریبوزوم ورڅخه جوړ شوی دی. دا د پروتین په جوړښت کې مرسته کوي.
- لېږدونکي Transfer RNA: دندې یې ریبوزوم ته د ازادو امینو اسیدونو رسول دي، ترڅو د پروتین په جوړولو کې ورڅځه کار واخلي. لېږدونکی RNA په سایتوپلازم کې پېدا کیږي.
د DNA کاپي کول (DNA Replication)
ارثي معلومات له یوې حجرې څخه بلې حجرې ته د میتوسیس د عملیې په نتیجه کې او له یو نسل څخه بل نسل ته د میوسیس د عملیې په نتیجه کې لیږدول کیږي. ددې کار لپاره باید د حجروي ویش په وخت کې د حجرې DNA دوه برابره شي. DNA یوازینی مالیکول دی چې د خپل ځان د تکثر وړتیا لري.
DNA د مالیکولونو د دوه چنده کیدلو مالیکولي مېخانیکیت د نقل کولو یا کاپې کولو په نامه یادیږي.ددې لپاره چې د کاپي کولو عملیه سرته ورسیږي لاندې فعالیتونه باید اجرا شي.
- متقابلې قلویګانې باید بې له غلطیو جوړه یا یوځای شي.
- انزایمونه د DNA د جوړولو لپاره په منظم ډول خپل کار ته ادامه ورکړی ترڅو د بې نظمیو مخنیوی وشي.
- DNA مالیکول په حجره کې په تړلي ډول موجود وي او تاو شوی جوړښت لري، نو باید مخکې د کاپې کولو د جیب د زنځیر په بڼه خلاص او د Y بڼه ونیسي. د کاپژ کیدلو یو ساده بیلګه لاندې لیدل کیږي.
په عمومي ډول د کاپې کولو عملیه په لاندې بڼه صورت نیسي. د Helicase انزایم د تاو شوې پوړۍ جوړښت بېرته کوي، هایدروجني اړیکي یو له بله جلاکیږي، د تارونو له وازیدو څخه وروسته DNA د خاصو پروتینو په واسطه احاطه کېږي، ترڅو جوړښت یې ثابت وساتل شي.
ټرانسکرپشن (Transcription)
هغه عملیه چې د هغې په واسطه د DNA د هدایاتو له مخې m RNA منځته راځي د ټرانسکرپشن په نامه یادیږي. ټرانسکرپشن لاتین کلمه ده، د نتیجې اخېستلو په معنا ده. په دې عملیه کې د DNA مالیکول له پلان او نقش سره سم د m RNA د جوړولو لپاره هدایت ورکوي. M RNA به هسته کې جوړیږي، سایتوپلازم ته ځي او د پروتین په جوړولو کې برخه اخلي.
ټرانسلېشن (Translation)
لاتین کلمه ده، د ترجمې په معنا ده. د ټرانسلیشن عملیه د پروتین د جوړولو عملیه ده چې په دې عملیه کې د DNA د هدایاتو سره سم امینو اسیدونه پولي پیپتیدونه او پروټینونه جوړوي. پروټینونونه په رایبوزوم کې جوړیږي، په لاندې دیاګرام کې ټرانسکرپشن او ټرانسلیشن لیدل کیږي.
Protein Translation RNA Transcription DNA
تمرین
لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.
- هستوي تیزابونه په ……………… کال کې د ………….. لخوا کشف شول.
- …………… ثابته کړه چې جینونه د کروموزوم د پاسه واقعه دي.
- …………. ثابته کړه چې جین له نوکلیک اسید څخه جوړ شوی دی.
- واټسن وویل چې DNA ………… ته ورته شکل لري.
- یوراسل قلوي په …………… کې وجود لري.
- د DNA تجزیه کوونکی انزایم د …………… په نامه یادیږي.
- اویری په …………. بکتریا تجربې سرته ورسولې.
- ادنین له …………… سره هایدروجني اړیکي په وسیله نښلي.
حل
- ۱۸۶۹ کال کې د میشر لخوا
- یړویري او سوتون
- اویري
- زینې
- RNA
- Dnase
- سټرپټوکوکس
- تایمین