باغ ته مو په ژمي کې ډیرانې سره (Compost) مه ورکوئ!

نوی څیړنې ښيې چه ډیرانې سره باید د پسرلي په اوایلو کې استعمال شي، ځکه دمني او ژمي میاشتو کې د ډیران یا حیوانې فضلي استعمال باغونو ته د ګټی پر ځاي زیان اړوي. دا د هغو سپارښتنو خلاف ده کوم چه مونږ په ځینو کتابونو او یا چپټرونو کې لولو او یا مو لوستي دي.

د کمپوسټ استعمال د مني او ژمي په موده کې د ګلي پندکونو (flower buds) د یخ وهني مقاومت (freeze tolerance) کموي او په پایله کې یې ګڼ شمیر مړه کیږي.د ډيران استعمال په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چه سوړ ژمی لري، باغونه د یخ وهني د خطر سره لا زیات مواجه کوي. د پخوانیو سپارښتنو پر بنسټ ډيرانې سره په ژمي کې خاوره ګرمه ساتي او د نباتاتو لپاره عضوي مواد برابروي، خو څیړنې اوس وایې چه په کمپوسټ کې موجود پریمانه نایتروجن د ونو د وخته فعالیدو او د داخلي ډارمنسی (endodormancy) د ګډوډولو سبب ګرځي. پورته ستونزه تر ډيره حده د هغه نایتروجن فیصدي پوري اړه لري کوم چه ډيرانې سره یې پخپل ترکیب کې لري او یا هم هر کال خاوري ته د ډول ډول سرو پواسطه اضافه کیږي. هغه سیمې چه واوري یا ډير سوړوالی لري، د باغونو د یخ وهني ستونزه یې کولای شو د ملچ پواسطه حل کړو.

Zia Hejazi

د نوو څیړونو ریفرینس:
Sakamoto, D., Fujikawa, K., Sakaue, T., Inoue, H., Ito, A., Moriguchi, T., Higashi, A. and Sugiura, T., 2017. Application of Livestock Waste Compost as a Source of Nitrogen Supplementation during the Fall-winter Season Causes Dead Flower Buds in Japanese Pear ‘Kosui’. The Horticulture Journal, pp.MI-134.

Sakamoto, D., Inoue, H., Kusaba, S., Sugiura, T. and Moriguchi, T., 2015. The effect of nitrogen supplementation by applying livestock waste compost on the freezing tolerance of Japanese chestnut. The Horticulture Journal, 84(4), pp.314-322.

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب