د سورة اخلاص فضلیت
د سورة اخلاص فضيلت
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
چا چې لس ۱۰ ځله سورة اخلاص تلاوت کړ نو د هغه لپاره به په جنت کې يو ۱ محل جوړ کړای شي، او چا چې شل ۲۰ ځله تلاوت کړ د هغه لپاره به دوه ۲ محلونه جوړ کړای شي، او چا چې ديرش ۳۰ ځله تلاوت کړ د هغه لپاره به درې ۳ محلونه جوړ کړای شي.
حضرت عمر رضی الله عنه وويل:
چې په الله تعالی قسم دا خو به مونږ ډير زيات محلونه جوړ کړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل: چې د الله تعالی ورکړه د دې نه ډيره زياته ده تعجب مکوه.