یوې میرمنې په ۷۰ کلنې خپل لومړی ماشوم زیږولی

که څه هم په هند کې د مور کیدلو اوسط عمر ۱۹.۹ دی، خو په لومړي ځل په دغه هیواد کې یوې مور په ۷۰ کلنې خپل لومړی ماشوم زیږولی.

کاور او د هغې ۷۹ کلن میړه ۴۶ کاله وړاندې واده کړی او اوس يې لومړی ماشوم زیږولی.

د یادې جوړې له ماشوم زیږولو څخه تمه غوڅه وه، خو نوموړې میرمن د یو ډاکتر سره تر مشورو وروسته د یو زوی خاونده کیږي.

ماشوم ۴.۴ پونډه وزن لري او اوس يې روغتیا ښه ده.

ددې ماشوم ۷۰ کلنه مور وايي، چې خدای ددې دعاوې قبولې کړې او زوی يې ورکړ. هغه وايي: ((اوس ډیره خوشاله او صحتمنده ده او د خپل زوی خیال ساتي)).

میرمن کاور زیاتوي، چې میړه يې هم ډیر خوشاله دی او ددې سره پوره پوره مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب