څنګه ښه مدیریت ترسره کړو؟

 

تاسې به ډېر طبي او د انسانانو د چلند علوم مطالعه کړي وي، ارزونې به مو کړې وي، ترڅو وګورئ چې انسانان څنګه له یو بل سره په ښه ډول کارونه او تعملات کولای شي.

دغه لیکنه هم د دا ډول څېړنو پایله ده، موخه دا ده چې انسانان څنګه ارزښتمنو پایلو ته ورسېږي او د یو بل ترڅنګ سازمان سره هم علاقه ولري.

کله مو د ځان په اړه فکر کړی؟ کله مو تر ټولو ښه ډول کار ترسره کړی دی؟ یا مو کله دا احساس نه دی لرلی؟

کله مو چې د ځان په اړه مثبت احساس کاوه، نو ښه کار کولای شئ.

your ads

د ښه مدیریت او ښه کارکولو لپاره لاندې درې مهمې خبرې په نظر کې ونيسئ!:

۱ــ لومړی، باید خپلې موخې وټاکئ:

کله چې څوک د کرکټ لوبه کوي او بالینګ ترسره کوي، کله چې بال وکړي او یو دم چيغې کړي، ټوپونه وهي او خوشحاله کېږي، داسې ولې کوي ځکه چی هغه وېګټې ويشتلې او موخه يې د ويګټو ویشتل وي.

که چېرې تاسې د یو سازمان له مدیرانو او کارکوونکو وپوښتئ چې څه کوئ زیاتره ځوابونه به له یو بل سره توپیر لري، تاسی به هم کوم سازمان سره کار کړی وي، ستاسی تصور به ستاسې د مسولیته یو څه وي، خو د مدیر به دې بل څه وي، تاسې به بیا هغه کارونه کوئ، فکر کوئ چې ستاسې مسولیت دی او هغه کار به تاسې ځورولي هم یاست.

تاسې باید اجرائیوي ستونزې په نښه کړئ او د حل لارې ورته ولټوئ.

۱):په موخو توافق وکړئ.

۲):سمه یا مناسبه کړنه په دقیق ډول مشخصه کړئ.

۳):ټولې موخې په یوه پاڼه کاغذ کې له ۲۵۰ په لږو کلیمو وليکئ.

۴):هره موخه بیا بیا ولولئ، لوست يې باید له یوې دقيقې ډېر وخت ونه نيسي.

۵):هره ورځ یوه دقیقه وخت د خپلو کړنو ارزونې ته ورکړئ.

۶): وګورئ چې کړنې مو له موخو سره سرخوري که نه؟

۲ــ دوهم، هڅونی وکړئ:

دا جالبه ده چې زیاتره شرکتونه له ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنه بودیجه د کارکونکو په امتیازاتو مصرفوي، خو د هغوی په روزنه یوازې ‍۱ سلنه بودیجه هم په سختۍ مصروفوی، يعنې به حقیقت کې ډېر شرکتونه د دې پر ځای چې پيسې په پرمختګ او د کارکوونکو په ساتلو لګوي په ودانیو او تجهیزاتو يې مصرفوي.

تاسې باید خپلو کارکوونکو سره مرسته وکړئ چې خپلو بالقوه وړتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي او خپل کارکوونکي د سم کار کولو په وخت و څارئ او لاس په لاس يې ونيسئ، په زیاتره ادارو کې مدیران خپل کارکوونکي هغه وخت لاس په لاس نيسي کله چې کارکوونکی وران کار وکړي، خو دلته په مثبتو اړخونو ټینګار کوو او کارکوونکی هله لاس په لاس نیسو که چېرې کار په سمه توګه کوي خواته يې ورځې، په لاس مو ورته لاس ږدې، کله کله مو په اوږه لاس ږدې، یا مو په مینه په ملا ټپوې.

 یو ښه مدیر باید هڅونو کې کوم کار ترسره کړي؟

۱): کارکوونکو ته په دقیق او څرګند ډول ووايئ چې کوم کارونه يې سم ترسره کړي دي.

۲):کارکونکی مو چې کار سم ترسره کوي، په پوره خلوص ورته ووایئ چې له کاره يې څومره خوښ او راضي یاست او د ده کړی کار سازمان ته څومره ګټه رسوي.

۳):کارکونکی مو راوبلئ چې بیا هم همداس ښه کار ترسره کړي.

۳ــ  نیوکې یا رټنې وکړئ:

کله چی یو کارکونکی تیروتنه کوي، هغه ورټئ او بیا يې ورته تېروتنه داسې په ګوته کړئ چې وپوهېږي چې مدیر په حالاتو واکمن دی او درته هیڅ بهانه ونه شي کړی، د رټڼې په وخت د کارکوونکي شخصیت او احساساتو ته ګوته مه څڼډئ یواځې چلند يې وغندئ، کارکوونکی بیا د ځان دفاع نه کوي، کله چې رټنه ختمه شوه، حالات نورمال کړئ او کارکونکو ته مو دا وړتیا ورکړئ چې تیروتنې سره خندا هېره نه کړي چې دا خبره به د کار په دوام کې درسره مرسته وکړي.

‍۱): کارکوونکي ته باید په څرګند ډول ووايئ چې څه تېروتنه يې کړې ده.

۲):خلکو ته ښکاره ووايئ چې د تېروتنې په اړه يې څه احساس لري.

۳): کارکوونکي ته لاس ورکړئ ، یا يې په اوږه لاس کېږدئ، احساس ورکړئ چې تاسو ته ارزښت لري او په اړه يې فکر کوئ.

۴):ټینګار پرې وکړئ چې هغوی ښه دي خو د کار دا بڼه يې ستونزه لري.

ليکوال: اسحاق عالمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب