یوبل وبښئ – کیسه
یو بل وبښئ؛ د پند کیسه
د سایکالوجي پروفیسر ټولو زده کوونکو ته وویل… چې سبا هر یو ځان سره پلاسټیکي کڅوړه او رومیان(باټینګړ ) راوړئ،!
کله چې زده کوونکو پلاسټیکي کڅوړه او رومیان [باټینګړ] راوړل… نو پروفیسر ورته وویل:
“په تاسو کې هریو کس د هر هغه چاپه نوم چې تاسو په ژوند کې معاف کړی نه وي، یو یو رومي انتخاب کړئ، د هعې کس نوم او تاریخ ولیکئ،! او خپله پلاسټیکي کڅوړه کې یې واچوئ”
هر زده کوونکي دا کار وکړ، پروفیسر ځیني زده کوونکي ولیدل، چې کڅوړې یې ډېرې درنې وې….
بیا پروفیسر صیب زده کوونکو ته وویل…. ” چې دا ستاسو کورنۍ دنده ده، چې دا کڅوړې به همداسې ځان سره ساتئ، هرځای ته چې ځئ، ځان سره یې وړئ،! د شپې چې خوب کوئ، نو خپل سر لاندې یې ږدئ، که کار کوئ… ځان ته یې د میز په سر ږدئ…. یعنې هر ځای باید تاسو سره وي سبا د شنبې ورځ بله ورځ یکشنبه د رخصت ورځ ده، د دوشنبې په ورځ به کڅوړې راوړئ، او هم به دا ووایاست چې څه مو زده کړل”
د دوشنبې په ورځ ټول زده کوونکي راغلل… پرمخ یې د غم او خفګان آثار و…ټولو وویل چې دا کڅوړې ګرځول مونږ ته یو عذاب جوړ شوی دی، ټول رومیان خوسا شوي دي، دا ګند ګرځول په مونږ ډېر سخت تمام شو…
پروفیسر مسکی شو، او په خندا سره یې وویل… ” څه درس او سبق مو ترې واخیستلو،! ”
ټول زده کوونکي خاموش وو.
پروفیسر وویل، ” ددې کار او دندې څرګنده شوه، چې په رواني توګه مونږ. په خپل ځان څومره غیر ضروري بوج اچولی دی، څومره غمونه مو په ځان بار کړي دي، مونږ د خپل منفي فکرونو له کبله څومره تاوانونه ګالو”
مونږ اکثر دا سوچ کوو، چې څوک معاف کول، چا سره احسان کول د همغې شخص لپاره ښه دي، خو د بل معاف کول او هغې سره احسان کول مونږ ته څومره فایدې لري، ددې اندازه راته نشته…
کله چې مونږ له چا ناراضه او خفه یو، د هغې نه د بدلې اخیستلو سوچونه کوو، په دې وخت کې مونږ د بل چا نه بلکې خپل زړه خورو، ځان ته تکلیفونه جوړوو.، د انتقام سوچ او فکر د خوسا رومیانو په شان زمونږ. باطن خوسا کوي، خلک نه بښل زمونږ د رواني ناروغۍ سبب کیږي.
ژباړه: ډاکټرحافظ عبدالرشید مومند