د الهي حکمت بيان، په دې هکله چې د ښځو له جملې څخه ولې څوک پېغمبر نه دي ټاکل شوي؟

زموږ يوې هېوادوالې خور داسې پوښتنه کړې ده :

یوه پوښتنه مې درلوده يو چا له ما څخه پوښتنه وکړله چې ښځه ولې نده پېغمبره شوې، مهرباني وکړئ عقلي او نقلي ځواب راته را واستوئ؟

الحمد لله والصلاة والسلاو على رسول الله، أما بعد،،
مسلمان بايد په دې کې شک ونكړي چې هر كار چې الله تعالی فيصله کړی وي په هغه کې حکمتونه پټ دي او د هغه تعالى له نومونو او صفاتو څخه ” الحكيم” او” الحكمة ” دي ..او د حکمت له فيصلو څخه يې دا هم ده چې پیغمبران يې د نارينه و له جملې څخه ګرځولي دي او فرمايلي يې دي چې : ” وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِم ” (النحل: 43)
او موږ نه دي لېږلي پېغمبران او رسولان مخکې له تانه مګر سړي چې وحي مو ورته کړي ده..
د دې حكمتونو له جملې څخه ځينې يې دادي :

1- د پېغمبرۍ د رسالت غوښتنه دا ده چې بلنه خلکو ته علني او ښکاره اعلان کړي، خلکو سره مخامخ خبرې وشي، پر ځمکه ګرځېدل او حرکت ولري، ددې رسالت د حقانيت دلائل ورته وړاندې شي او د اړتيا پر وخت د هغوئ سره مقابله وکړي او حتی د جګړی ډګر ته هم داخل شي چې دا ټول کارونه يوازې سړي کولای شي په حوصله مندۍ سره ترسره کړي او ښځې چې عاطفي دي او کم صبر لري، جسمي طبيعت او عقلي قوت يې کېدای شي چې ددې سختيو زغم ونه لري.

2- نبوت او رسالت د مشكلاتو او قضاوت ته د رسيده ګۍ مسئوليت لري چې بايد خپلو اتباعو ته امر او نهي وکړي، او که ښځه ټاکل شوې وای دا دنده يې په آسانۍ سرته نشوه رسولای.

3- په دې کې شک نشته چې د لويو کارونو، درنو او سختو دندو په ښه توګه سرته رسولو لپاره سړي زيات صبر او تحمل لري اومسئوليت منونکي دي چې الله تعالی فرمايلي دي : ” الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ ” سړي پر ښځو قيوميت لري.

4- ښځې چې د ولادت او حمل دندې لري هم دردونه زغمي، د حيض او نفاس په ورځو کې يې هم جسمي حالت تغير کوي چې نشي کولای له دې دردونو او مسئولیتونو سره د رسالت دنده هم مخکې يوسي.
لنډه دا چې مېرمنې په اسماني ادیانو په ځانګړي ډول د اسلام په مبين دين کې خپل ځای لري مګر د الله تعالی حکمتونو د هغوئ نفسي او جسمي حالت په نظر کې نيولی، هغوئ يې د درناوي وړ ګرځولي او هغه دندې يې ورته نه دي سپارلي چې وړلای يې نشي.

فضل الله ممتاز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب