ګرامر دژبې په اساس او که ژبه د ګرامر په اساس را منځ ته کیږي؟

موږ کله کله داسې فکر هم کوو، چې کیدای شي ژبه د ګرامر په اساس را منځ ته شوي وي، یا دا چې ګرامر ته په توجه ژبه را منځ ته کیږي او بیا له هغې وروسته د خلکو په منځ کې د پوهولو او راپوهولو لپاره خپریږي، دا په دې مانا هم ده چې ګرامر اصلي او ژبه فرعي ده، نو اصل مخکې او فرعه ور پسې وي، یا دا چې ژبه باید د ژبپوهانو له خوا د ګرامري اصولو په رڼا کې جوړه او بیا باید خلک دغه ژبه د افهام او تفهیم په منظور وکاروي، یا کیدای شي موږ داسې فکر هم وکړو چې ژبه د ګرامر تابع ده.

ژبه ولسونو رامنځ ته کړې ده او ګرامر ژبپوهانو را منځ ته کړې دی، ژبه اصل ده او ګرامر فرعه دی.

ولې ژبه اصل او ګرامر فرغه او د هغې تابع دی؟

دې پوښتنې ته ځواب واضح دی، ژبه مقدمه ده او ګرامر موخر دی، ژبه لکونو کاله مخکې د انساني ټولنو په را منځ ته کیدو را منځ ته شوې ده؛ او ګرامر د نن نه تقریبا دوه زره او څلورسوه کاله وړاندې را منځ ته شوې ده؛ ژبه خلکو را منځ ته کړې ده او ګرامر ژبپوهانو را منځ ته کړی دی، ژبپوهان د خلکو کوچنۍ برخه ده او خلک بیا د هغوی کلي برخه ده، نو په دې اساس ژبه کل او ګرامر جز دی، ژبه مقدمه او ګرامر موخر دی، ژپپوهان ګرامر د ژبې د اصلي بڼې د زده کړې لپاره لیکي او اصلي بڼه یې د خلکو په خوله کې ده، ژبپوهان باید د خلکو خولو او ژبو ته وګوري چې دوی خپل کلمات او عبارات کوم ډول وايي او تلفظ کوي او بیا د هغې په اساس ګرامري قواعد ولیکي.

د بشر په تاریخ کې لومړنی ګرامر هماغه د پاڼيڼي ګرامر دی، چې د میلاد نه څلورسوه کاله مخکې پخواني هند کې د سنسګرېټ ژبې لپاره ولیکل شواو له دې لکونه کاله مخکې ژبه د انساني اړتیاو په اساس را منځ ته شوې ده، کله چې د ژبې لپاره ګرامر وضع کیده، نو ژبې د ترقۍ او پرمختګ بېحده زیات مراحل طی کړي وو.

د ژبې اصل له دې هم معلومیږي چې په اوسمهال کې هم ډېرې داسې ژبې شته، چې ګرامر نه لري خو ولې هغوی ژبې دي او د ولسونو په منځ کې د افهام او تفهیم وسیلې دي، نو که چېرته ګرامر اصل او ژبه فرعه وای نو بیا بغیر له ګرامره د ژبې وجود ناممکن و، خو بالعکس که چېرته ژبه نه وي نو بیا د یوې ژبې لپاره د ګرامر لیکنه ناممکنه ده او نه هم کومه مانا لري.

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې هغه برخه ده، چې د یوې ژبې صرفي او نحوي جوړښت تر څیړنې لاندې نیسي او په دې توګه د ژبې د معیاري بڼې لپاره لیکل کیږي.

پښتو ژبه د نن سلګونه وړاندې را منځ ته شوې ده، خو ګرامر یې بیا د نن نه تقریبا څه د پاسه دوه نېمې پیړۍ مخکې د پیرمحمد کاکړ له خوا د تعلیمي موخو په خاطر ولیکل شو او په دې توګه سره دا ژبه د ګرامر څښتنه شوه نو که چېرته ګرامر اصل او ژبه فرعه وای نو بیا ګرامر مخکې له ژبې جوړیده او بیا به د هغې په اساس ژبه را منځ ته کیده.

نورمدین بلخنېل  

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب