کیوي میوه پیژنئ؟

کیوی چې علمی نوم (Actinidia chinensis) د Actinidiaceae دکورنی پوری اړه لری دی د کر لمړی ځای چین دی او اوسمهال په امریکا نیوزلند هیوادونو کی په پراخه اندازه کرل کیږي
د کیوي میوه په ډیره اندازه سره E او C ویټامینونه لرونکی ده او همدارنګه تیانن فاسفورس سودیم پوتاشیم هم لري د کیوی میوه د مختلفو نوعو درلودونکی ده چې ډیر مهم یې ابوت ،برونو ،منوتی او هایوارد نوموړی نوعی د ظاهری شکل ، خوړلو، بوی، او کیماوی جوړښت له مخی یو بل سره فرق کوی اکثره په معتدله سیمو کی نمو کوی او په نړیوال بازار کی د (Kiwifruit) په نوم یادیږی خو د امریکا په شمال کې ورته کیوی ویل کیږي او تر ټولو لومړی نوعه یی (Actinidia deliciosa) ده چې د میوی اندازه یې د چرګي د هګی هومره وی چې اوږدوالی یی ۶ سانتی متره او قطر یی له ۵/۵ نه تر۴/۵ وی
پوستکی یی قهوی رنګ لری چې ګټه تری نه اخستل کیږی او غوښینه برخه یی روښانه شین رنګ لری چې د کوچنیو تورو دانو لرونکی وی او د خوړلو وړ وی
په نړی کې د کيوی فروټ تاريخچه
کله چې انګلسي عالم روبرت فورتون په (۱۸۴۷) کال کې يو څېږنيز سفر چين ته لاړه نو په چين کې د کيوي ميوه د يو خوارکي ميوې په نوم وپېژندله. د شلمې پېړی په پيل کې د کيوي ميوې تخم له چين څخه نيوزليد ته يوړل شوه او د الکساندر اليسون په نامه يوه بڼوال د کرنې لاندې ونيوه چې اوس په نړی کې د کيوي د کومه کرنه کيږی منشا يې هماغه د چين څخه نيوزليند ته راوړل شوی تخمونه دي چې په پراخه پيمانه کرل کېږي کله چې د نيوزليند بڼوالو د کيوی اقتصادي ګټې ته پام شو نو د کيوي په نوعو په اصلاح يې پيل وکړه او په چټکتيا سره په نيوزليند کې د کيوي باغونه عام شول او له دې لاری يې ډېره ګټه لاس ته راوړه. دوه تنه چې په دې برخه کې يې تر ټولو ډېر کار وکړه او تر يو حده مثبته نتيجه يې هم لاس ته راوړه (Bruno just,Hayward wright) نوميدل چې ددې دواړو کارو ته په کتو سره چې د کيوي د دوه مهمو نوعو لپاره يې ترسره کړي اوس هم دغه دوه نوعې ددوی په نوم ياديږي چې عبارت دې له هايوارد او برونو څخه چې اوسمهال په نړۍ کې د تر ټولو ډېرې کرل کيدونکې ورايټي دی د کيوي ميوه لمړی له اروپا ته او له اروپا څخه بيا امريکا ته وړل شوی چې په پيل کې يې زينتي ارزښت درلوده
د کیوی میوی غذایی ارزښت
کیوی د غذایی ارزښت له نظره د ویټامین سی ترټولو غوره سرچینه ده او همدارنګه ویټامین A ،E ،کلسیم ، اوسپنه او فولیک اسید هم لری
خامه کیوی هم د پوتاشم حلوونکی انزایمونه لری چې پاپایین نومیږی د سوداګری له نظره د غوښی د نرمولو لپاره ډیر ګټور دی دی خو کیدی شی چې ځنی خلک ورسره الرژی ولری په ځانګړی ډول هغه خلک چې له اناناس پوپایا سره حساسیت ولری له کیوی سره هم حساسیت لری
هغه انزایم چی د میوی په پخیدو سره له منځه ځی یعنی په خامه میوه کی وی د شیدو او هر لبنی محصول د خرابیدو سبب ګرځی او کولای شی چې په څو دقیقو کی چې ډیر بد بوی کوی د شیدو پروتین حل کړی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب