کډواله

له قاچاقبر سره یې خبرې وکړې او له ایران څخه ترکیې ته ولاړل، هلته یې له خپل خاوند سره اووه میاشتې تېرې کړې.

پر تلوېزیون د غیری قانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړل شو او په دې برخه کې له پولیسو څخه د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وشوه.

لړۍ تر دوی راورسېده، خاوند یې له یوه قاچاقبر سره خبرې وکړې او په همغه شپه یې د ځنګل په لور مزل پیل کړ.

په ځنګل کې څو شپې او ورځې مزل وشو تر دې چې د بحر غاړې ته نږدې شول، ټول ۳۰ کسان وو.
قاچاقبر د کښتیو یادونه وکړه، څو تنو کښتۍ له نږدې ولېدې چې وضعیت یې ډېر خراب وو

 خو دوی مجبور ول چې حرکت وکړي ځکه له ټولو سره خواړه خلاص شوي وو.

په هغه شپه نری باران ورېده، د ځناورو اوازونو د شپې خاموشي له منځه وړې وه.

 یوه عجیبه فضا وه، مېرمنې خپل خاوند ته وویل، نه کېږي چې بېرته ترکیې ته وګرځو؟

هغه په مایوسۍ سره وویل، نه هېڅ امکان نه لري اوس باید اروپا ته ځان ورساوو، موږ باید پېسې وګټو او ژوند جوړ کړو.

د یوې شېبې لپاره دواړه غلي شول، یو رابلد غږ کړ، هرڅوک چې ځي نو کښتۍ ته ځان ورسوئ او پام چې څوک محافظتي جامې پرتن نه کړي ځکه بیا مو پولیس په نښه کوي او له منځه مو وړي.

ټول د مرګ وېرې واخیستل، هېڅ کس تګ ته زړه نه ښه کاوه خو مجبور ول چې د اوبو غرقېدو ته غاړه کېږدي.

په څو شېبو کې کښتۍ ډکې شوې، د رابلد له غږ سره ټول غلي شو او د سمندر ارامو څپو کښتۍ په مخه کړې.

درې ساعته ډېر ارامه او ښه خوب کې تېر شول خو د برېښنا له پړک او شړکنده باران سره هرڅه ګډوډ شول.

باران سره د سمندر اوبه توفاني شوې د څنګ دوې کښتۍ سورۍ شوې، خلکو شور او چیغې جوړې کړې، هر څه د یوې فلمي صحنې په څېر شول.

وېره او وهم دومره زیات شو چې ټول یوه او بل کلک په غېږ کې ونیول، یو کس همدا یو غږ کاوه، همت وکړئ پولیس به ژر راورسېږي!!

نیم ساعت بعد د دوی کښتۍ هم سورۍ شوه، کښتۍ په درې برخو شوه، دوې برخې له خلکو سره ډوبې شوې او یوه برخه کې ښځه او خاوند پاتې شول.
۱۰ دقیقې وروسته د ګڼو انسانانو جسدونه د اوبو په سر راڅرګند شول، خاوند یې سختې وېرې ونیوه، شونډې یې په رپېدا شوې، له سترګوی یې د مایوسۍ اوښکې روانې شوې، له یوې ترخې موسکا وروسته یې خپلې مېرمنې ته وویل، ګرانې حق دې راوبخښه!

له دې سره سم اوبو لاندې کش کړ او تورو اوبو یې سپین مخ د سترګو په رپ سره پټ کړ.

مېرمنې یې ډېرې چیغې وکړې خو هېڅ ګټه یې نه درلوده، څپو بیا زور واخېست هغې د کښتۍ تخښته کلکه ونیوله کابو شل دقیقې یې دوام وکړ.

اخر باران ودرېد، سړه سیلۍ شروع شوه، د څپو سرعت ارام شو، په ټوله سپرلۍ کې یوازې دې ساه اخېسته نور ټول ورک شول.

د شپې تورتم په کمېدو شو او رڼایي په ډېرېدو شوه، یو کښتۍ راښکاره شوه، لیزري برښنا یې سترګې وبرېښولې او بې حاله شوه.

یوه میاشت یې په روغتون کې برابرېږي، ډاکټران وایي له رواني اړخه جوړه نه ده خو بیا هم هره ورځ د دروازې لارې څاري چې ګوندې خاوند یې راشي.

لیکوال شمس الرحمن شمس خروټی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب