کيله، چې نورو ميوسره يو ځای وي نورې ميوې ژر خرابيږي

د المان د خوراکي توکيو يوې متخصصې ويلي، چې تازه کيلې له نورو ميوو سره يو ځای مه ږدئ، ځکه چې کيله نورې ميوې له وخته مخکې خرابوي.

د خوراکي توکيو المانۍ متخصصه هايډرون شوبرټ وايي، چې کيله د ايتيلين په نوم يو ډول ګاز لري او هر کله چې کيله له نورو ميوو سره يو ځای کيښودل شي، نو نورې ميوې له خپل وخته مخکې له کاره وباسي.

شوبرټ زياتوي، چې د کيلې تر څنګ ام او مالټه هم ايتيلين ګاز لري او بايد له نورو ميوو څخه لرې کيښودل شي، تر څو نورې ميوې له وخته مخکې وچې يا خوسا نه کړي.

هايډرون شوبرټ وايي، چې ميوې بايد په ګرمو کوټو او د سبزيو تر څنګ کښينښودل شي، ځکه چې په دې حالت هم ميوې ژر خرابيږي.

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ