کوچنيان څه ډول د قران له تلاوت سره عادت کړو؟
تلويزون له لوستلو او ذهني تمرکز سره د هغوی لېوالتيا کموي. زيات کوچنيان د هغو خيال پلاوونو له کبله چې موسيقۍ او فلمونو څخه يې اخلي، د ذهني تمرکز په اړه ستونزې لري.
سرچینه: اسلام انلاین
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان
ميندې او پلرونه بايد خپل کوچنيان د قران کريم تلاوت او له هغه سره مينې ته په غوره او مهربانه توګه وهڅوي.
په دې اړه د شاه عبدالعزيز په پوهنتون کې د قران کريم د تفسير پوهاند، مرحوم دکتور عبدالله ناصح علوان په خپل کتاب (په اسلام کې د ماشوم ښوونه) کې وايي:
په طبراني کې له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت شوی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايلي: خپل کوچنيان په درې شيانو له خپل پېغمبر، له خپلې کورنۍ او خپلوانو، او د قران کريم له تلاوت سره مينې کولو باندې عادت کړئ. ځکه چې د قران حاملين به په هغې ورځ د الله جل جلاله د عرش له سيوري لاندې د الله له رسول صلی الله علیه و سلم او دوستانو سره يو ځای وي، چې بل هيڅ سيوری وجود و نه لري.
امام الغزالي رحمه الله په خپل کتاب احياء علوم الدين کې ماشومانو ته د قران کريم، د نيکانو د ويناوو، د پاک زړو خلکو د کيسو، او ديني حکمونو د ورښوولو سپارښتنه کړې.
په همدې ډول امام ابن خلدون په خپله مقدمه کې کوچنيانو ته د قران کريم پر ورښوولو او ور يادولو تأکيد کړی، او په ډاګه کړې يې ده چې قران کريم د بېلابېلو اسلامي هيوادونو په نصاب کې د ښوونې اساس دی.
په کور کې د قران لوستلو او تلاوت ته د کوچنيانو د هڅونې او په دې کار د هغوی د عادت کولو د لارو چارو په هکله د شمالي امريکا د فقهي شورا غړی او وتلی عالم شیخ محمد الحنوتي زياتوي:
لومړی بايد د ماشوم د چاپيريال د ساتېرۍ او توجه خرابولو شيان وپېژنو. تلويزون او موسيقي د ساتېرۍ دوه سترې وسيلې دي چې د هغوی د ژوند برخه ګرځېدلې او د پستو او بدمرغو فعاليتونو لور ته يوه کړکۍ ده چې ډېر کوچنيان پکې ښکېل کيږي. د بېلګې په توګه تلويزون له لوستلو او ذهني تمرکز سره د هغوی لېوالتيا کموي. زيات کوچنيان د هغو خيال پلاوونو له کبله چې موسيقۍ او فلمونو څخه يې اخلي، د ذهني تمرکز په اړه ستونزې لري.
دوهم دا چې مور يا پلار نه شي کولای خپل اولاد د يوه کار کولو ته لېواله کړي تر څو چې يې په هغه کې د نوموړي کار په اړه د ارزښت احساس نه وي پيدا کړی. د دې هدف له پاره تر يوه بريده له کوچني سره د مور يا پلار معقولې خبرې اترې ګټه لري، مګر هغه څه چې په دې خبرو کې ډېر مهم دي، هغه ماشوم ته د هغه چا له خوا د زړه خواله دي چې دی ور ته درناوی لري او د يوې بېلګې په توګه ور ته ګوري. که چېرې هغه په دې پوه شي چې پلار يې د قران کريم له يادولو سره مينه لري، او که چېرې ماشوم ته خپل پلار ګران وي، ماشوم هم له قران سره مينه او لېوالتيا ښيي.
درېيم دا چې کوچني ته د لوبو، ټوکو، او ساتېرۍ لاره هواره شي او هغه خوښ وساتل شي. بيا کوچنی په خپله د هغه چا د لارښوونو منلو ته چمتو کيږي چې دی خوښ ساتي.