کورونو کې د برېښنا لګښت تنظیم لپاره مهال وېش

د ښه او منظم ژوند اسوده او بریالى پر مخ وړولو لپاره د لګښتونو چمتو کول او د چارو ترسراوي لپاره د ځانګړي مهال ویش جوړول یو مهم اصل دی، چې د چارو چټک او بشپړ پرمختګ کې ډیره مرسته کولای شي.

بل لور ته که لږ په ځېر وګورو، نو اوسنۍ بشري نړۍ د خپل ژوند بشپړ سمون لپاره له وخت او امکاناتو په ګټنې داسې چټک پرمختګ وکړو، چې په تیرو مدنیتونو کې یې ساری کم لېدل کيږي. له علمي نظره د کور له شخصي چارو رانېولې بیا د کار ځای، سوداګرۍ مرکز او د یوې لویې ادارې چارې د سالم مدیریت له معیارونو سره بشپړ بریالیتوب ته رسیږي او له پلان سره سم ټاکلې، څرګنده او ګټوره پایله تر لاسه کیږي.

د افغانستان برښنا شرکت د کال په ټولو فصلونو کې هستوګنیزو سیمو، سوداګریزو او صنعتي ټولو برخو ته د برښنا د تنظیم له عمومي مرکز څخه لازمه برښنا چمتو او وړاندې کوي. موږ په کور دننه تولیدي او وارداتي برښنا، د برښنا انرژۍ د کنټرول ملي مرکز (ډیسپیچینګ) څخه داسې تنظیموو، چې پر هېڅ کومې برخې بوج رانه شي او هېڅ کومه برخه بې برښنا پاتې نه شي، خو له دې سره سره بیا هم په ژمي کې د هوا سړېدو سره د برښنا کمښت ستونزه په نسبي ډول لوړیږي او پرچاویو ته اړتیا پیښیږي، چې له نیکه مرغه سږ کال مخکې له مخکې ددې ستونزې ډېریدو مخنېوي لپاره موږ په پلازمېنه کابل او نورو اړوندو ولایتونو کې ځانګړي تدابیر په پلان کې نېولي او چمتو والی ورته بشپړ شوی دی.

په همدې ډول د چارو سالم مدیریت مهم اصل ته په پام سره باید د پلازمېنې کابل او ولایتونو اوسېدونکي د برښنا پېرودونکي باید د ژمې په رارسېدو سره د برښنا لګښت تنظیم لپاره له وړاندې ځانګړی مهال ویش او د چارو تنظیم ځانګړې تګلاره جوړه کړي، څو په یو وخت کې دوه یا درې د لوړ لګښت لرونکي توکي و نه کار وو، چې پر اړوند ټرانسفارمر او برښنا سیستم بوج رانه شي، په دې سره به د برښنا ټولو پېرودونکو هم د خپلې برښنا لګښت کې کمښت راوستی وي، هم به یې د توکو خوندیتوب څخه ځان ډاډه کړی وي او هم به یې له موږ (د افغانستان برښنا شرکت) او نورو هېوادوالو سره لازمه مرسته کړې وي.

نو ځکه خو ویلای شو، چې ژمي ته د برښنا تنظیم پلان تر ټولو زیات مهم دی او کورونو کې د برښنا لګښت تنظیم لپاره باید منظم مهال ویش وي او جدي پاملرنه ورته وشي، چې هم به د برښنا پرچاوې کمه وي او هم به مو خپل د برښنا لګښت کنټرول کړی وي.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب