که له دې کوچنۍ دایرې راووځې، ته هم ډېر ستر شخصيت کېدی شې…

د هرچا شخصیت د هغه د جغرافیايي، قومي او ژبني تړاو څخه معلوم کړئ.

څوک وايې: یوازي زه یم بل څوک نه منم. ..

څوک وايې: زه د فلاني کلي یم بل کلی نه منم. .. وايې: د هغه بل کلي کليوال زموږ دښمنان دي، موږ به هیڅکله سوله سره ونه کړو…

څوک وايې: زما قوم ترټولو ستر او پياوړی دی نور قومونه نشي ور رسيدلای، زه او زما قوم باید هوسا وشو او نور باید زموږ لپاره کار وکړي.

څوک وايې: زه د فلانکۍ ولسوالۍ یم بله ولسوالي نه منم.

څوک ځان یوه ولایت ته منسوبوي او نور ولایتونو ورته ښه نه ښکاري. د بل ولایت کارکونکي په خپل ولایت کې ښه نه ورته ایسي…

هغوي چې ځان دیوه هیواد ګڼي او بل نه مني بیخي ډیر دي. هغوي وايې: ګاونډي هیوادونه پردي دي… زموږ نه بيل دي. زموږ دښمنان دي. هغوي کې د دوستۍ څرک نشته، هغوي نشي دوستان کیدلای!

ډیر لږ داسي دي چې فکري جغرافياي یې پراخه ده او ځان ورته ديوي درستي لويي وچې معلومېږي…

خو ځيني دومره لوړ شخصیت لري چې وايې زه سترڅښتن د ټولي نړۍ د ابادۍ لپاره پيدا کړی یم… زه یوازي د ځان لپاره نه یم… یوازي خپل د قوم لپاره نه یم… یوازي خپل د هیواد لپاره نه یم زه د ټول بشریت ساتندوي یم زه د ټولو غمخور یم. زه د ټولو سره په غم کې غمشريکي کوم د ستونزي په وخت کې راهنمایې کوم او د بیوزله لاس نیسم.

هغه د خپل کلي او ښار جغرافيايې محدوده سيمه په نظر کې نه نیسي، هغه د درست جهان د ښيرازۍ او آبادۍ سوچ کوي. هغه ټوله نړۍ له سولي او آرامتیا، عدالت او سوکالۍ نه ډکه غواړي…

هغه وايې: دا ځمکه زما د خداي ده او زه د پاک خداي نیک او عزتمند استازی یم، ما او زما په شان هر بني آدم ته خداي پاک عزت ورکړی او (ولقد کرمنا بنی آدم) غوندي آیت یې راستولی…

هغه وايې: زه د ټولي نړی یم او د ټولي نړی خدمت ته ژمن یم هغه وايې: زه ستر خداي نه یوازي د انسانانو د سوکالۍ لپاره بلکي دحیواناتو، جماداتو، مایعاتو او ټولو نورو موجوداتو د ساتلو او پاللو لپاره پيدا کړی یم…

هغه وايې: زه ستر څښتن ددي ویجاړي نړۍ د آبادولو لپاره او مخلوق ته د نيکو اخلاقو پرلوري لارښووني لپاره، خپل د رحمت له مخي راستولی یم او وايې: ماته خداي پاک ويلي: (و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین)…

خو نن سبا په دي پراخه نړۍ کې داسي خلک خورا زیات دي چې ځان د همدغه ستر شخصیت ملګري بولي هغوي واي: زمونږ ددي شخصیت سره مينه ده، لاره یې پالو او په هيلو يې د عمل جامي اغوستل غواړو…. غواړو دده په شان وشو… خوراک، پوښاک اخلاق، علم، حلم، ګفتار، رفتار او ټولي چاري مو دده په شکل جوړول غواړو…

خو چې ګوري هر چا له خپل ځانه بیله کرښه تاو کړي وي او ځان ورته په یوه قوم، يوي ژبي،یوي خاوري، یوه نژاد، یوه رنګ، یوه دین یوه مذهب باندي ټینګ تړلی ښکاري. هغوي که غلجی وه د دراني سره مرسته نه کوي، که اردو ژبي وه د پښتانه سره مرسته نه کوي، که سپين وه د تور مرستي ته نه ورځي، که شرقي وو د غربي نه کرکه کوي… مروج سلام نه ورته کوي… که مسلمان وي د سیک، زردشتي، نصراني او یهودي سره په سترو ناورينونو کې همدردي نه کوي. هغوي ته آن د کور د خواږه غړي د مړيني په وخت کې تسليت نه وايې!!!…

سمه ده چې حربي کافر سره له دوستۍ او مودت سخته منعه راغلي ده، او حق غوښتلو په وخت کې کافر او مسلمان سره برابر دي، خو د اسلامي اخلاقو په رڼا کې کله چې په یوه داسي هيواد کې اوسېږي چې هلته د هر دين، هره قوم او هر نژاد خلک اوسيږي، ستا په ګاونډ کې یوه عیسوي کورنۍ، بله هندو کورنۍ او بله بودایې کورنۍ اوسيږي نو ښایې چې اخلاق دي د سترشخصیت د اخلاقو سره سم کړي او هڅه وکړي چې د ټولو سره داسي اړيکه وساتي چې تأثیره ايښودونکی وشي… اخلاق او شخصیت دي هغوي نیکو اعمالو ته وهڅوي…

عبدالجبار مطمئن

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب