که غواړئ پوستکی مو د ځوانۍ دانو څخه پاک وي، له دغه خوړو ډډه وکړئ
د ځوانۍ دانو تر شا چې په یوه اصطلاح ورته ځوانکۍ هم ویل کیږي، د هرمون بدلون او جینیتیک اصلي فاکتورونه بلل کیږي خو په دې ستونزه کې خوراکي رژیم هم مهم رول لوبوي.
د پوستکي پوهان تاییدوي چې ځینې خواړه د پوستکي روغتیا ته زیان رسوي، او د ځوانکۍ په راختلو او وده کولو کې مرسته کوي.
د برتانیا ایکسپریس ورځپاڼه ددغه هېواد د تغذیې متخصص هاریت سمیت له قوله چې په دې اړه یې څو نړیوالې جایزې هم ترلاسه کړي وایي، د پوستکي پاک او خالص ساتلو لپاره باید له درې ډوله خوړو مخنیوی وشي.
دغه راز نوموړی په دې تړاو د ځینو خوړو سپارښتنه هم کوي چې په دې کې سبزیجات، میوې، لوبیا، دال او ټول دانه لرونکي خواړه شتون لري، ددې ترڅنګ د زړه لپاره سالم غوړ لکه د زیتون تېل او وچه میوه، هم د ځوانکۍ دانو د راختلو فرصت کموي.
د تغذیې متخصصین له درې ډوله خوړو څخه د مخنیوي خبرداری ورکوي چې د پوستکي سالم ساتلو لپاره ترې ځان وژغورل شي:
د لبنیاتو محصولات
روغتیا پوهان وایي چې د لبنیاتو محصولاتو څخه لکه شیدې او پنیر لیرې پاتې شئ، ددې پرځای هغه خواړه بدیل وګرځوئ چې ددې په نه خوړلو بدن کې کوم نقص رامنځته کیږي، د بیلګې په ډول: کلسیم، آیوډین او ویټامن B12 لرونکي خواړه وخورئ.
خواږه
موږ ټول د خوږو یا بورې زیانونه پيژنو، خو ډیر کم په دې خبر یو چې دا د ځوانۍ په دانو هم اغیز کوي.
د تغذیې متخصصینو په وینا، څیړنې ښيي چې په خوږه خوړلو کې افراط کول د نورو زیانونو سربېره د دانو په راڅرګندېدو کې د «هڅوونکې» اغیزه لري، په همدې اساس باید هره ورځ له ۳۰ ګرامو زیاته خوږه ونه خوړل شي. په دې کې هغه تیروتنه هم په ګوته شوې چې ډیر خلک یې په میوو، شاتو او شکرو خوړو په پام کې نېولو سره کوي.
غوړ
غیر صحي غوړ هم د دانو راڅرګندېدو یو لامل ګڼل کیږي، خو صحي غوړ زموږ په خوراکي رژیم کې یو مهم رول او بدن ورته اړتیا هم لري، خو د سورخي غوښې، خواږه کیک او پيستري خوړلو کې باید له افراط څخه ډډه وشي.
ددې پرځای دې ماهي، د زیتون تېل، ایوکاډو او مغز لرونکي خواړه په اعتدال سره وخوړل شي، دا ټول صحي غوړ دي او بدن ورته اړتیا لري.