کمپیوټر ساینس او کمپیوټر کارونه، د کمپيوټر ساینس برخې

له ډېرې پخوا مې د کمپیوټر سره مینه وه او تمه مې وه چې کمپیوټر به زده کوم. په لومړي ځل مې ډیسکټاپ کمپیوټر په کال ۱۹۹۸ کې په خیرخانه کې د باختر په کورس کې ولید. یو پایه کمپیوټر و او څو تنه به ورته لګیا و. زما ماما په دې کورس د کمپیوټر د زده کړو لپاره نوم لیکنه وکړه، کله به یې درس و او کله به یې درس نه و. ځکه د کمپیوټر ماهرین په هغه وخت کې په افغانستان کې نه و، نو کله به چې کمپیوټر خراب شو هغه به یې پاکستان ته یوړو او هلته به یې جوړ کړ، په دې کې به اونۍ تېرې شوې. هغه وخت چې زه لا ماشوم وم د هغې خونې کړکۍ ته به ولاړ وم چېرته چې د کمپیوټر تدریس کېدو. په ۲۰۰۰ کال کې موږ په پېښور کې خپله کمپیوټر واخیست، خو بیا هم ما ځان ته واک نه ورکوو چې کمپیوټر ته ورنژدې شم. د کمپیوټر لومړي کارونه مې د لیکلو له یوه ګیمه پیل کړل. هغه ګیم مې کولو او په لیکدړه کې له انګریزو تورو سره ښه پوره بلد شوم. نور مې پکې څه نه و زده. ورو ورو زما ماما چې دغه کمپیوټر یې اخیستی و په کمپیوټر کې ډېر ماهر شو، زه یې شاګرد شوم او له هغه مې ډېر څه زده کړل. کله چې افغانستان ته په ۲۰۰۲ کې راغلو، لا مې هم د کمپیوټر زده کړې کولې.

 

د کمپیوټر زده کړه صنف ته د ورتګ په ځای ډېر تمرین ته اړتیا لري. زه به ګرده ورځ په کمپیوټر لګیا وم. کله به مې وینډوز ور لرې کړ بل به مې ور پورته کړ او کله به هم په پروګرامونو کې لګیا وم. تر دې چې د دې ډاډ مې ترلاسه کړ چې کمپیوټر څه ناڅه کارولی شم.

کمپیوټر کارونه

د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې په لومړي ځل مې په یوه مؤسسه کې د کمپیوټر د کارولو درس ورکړ. زده کوونکي مې له ما څخه مشران و، هغوی ته به مې درس کیدای شي خوندور نه و خو زه یې د دې لپاره هڅولم چې د دوی ووړ استاد وم. هغه هڅونه وه چې په شخصي کورسونو کې مې هم د کمپیوټر د کارونې تدریس پیل کړ. په لومړیو وختونو کې مې ډېر زده کوونکي له کورسونو وتښتول خو ورو ورو ورسره بلد شوم. په یولسم ټولګي کې وم چې د کمپیوټر د کارونې ښه تدریس مې زده و او ډېر زده کوونکي مې درلودل.
خو بیا هم په دې پوهېدم چې کمپیوټر کې هره ورځ نوي شیان راوځي او زه ترې ډېر شاته یم. تمه مې درلوده چې زه به په دې برخه کې خپلې لوړې زده کړې هم کوم. د نیکه مرغه د کانکور په آزموینه کې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون ته کامیاب شوم. د افغانستان د ادارتو د دود سره سم مې نهائي واسطه وکړه چې د کمپیوټر څانګې ته مې ورکړي. په دې څانګه کې شامل شوم. خو د بده مرغه څانګه په ډېر خراب حالت کې وه. په ټوله څانګه کې دوه استادان و. دا چې ما په شخصي کورسونو کې د کمپیوټر درس ورکړی و نو ماته هم په لومړي کال په لومړي سیمسټر کې د پوهنځي د رئیس له خوا د کمپیوټر د تدریس بلنه راکړل شوه او ما هم ومنله. په پوهنتون کې مې هم د کمپیوټر درس ورکړو. د کمپیوټر ساینس په محصلانو مې هم درس درلود.

کمپیوټر کارونه

پوهنتون مې ښه په کش ولوست، ځکه د کمپیوټر تر ټولو غوره محصل وم. کمپیوټر مې ښه زده وو او ملګرو به راته ویل چې یوازې په مایکرو سافټ ورډ دې ټول پوهنتون په سر اخیستی دی. ریښتیا هم همداسې وه د مایکروسافټ آفیس یو څو پروګرامونه مې زده وو نو په هر پوهنځي او اداره کې به چې ستونزه وه ما به ورته حل کوله.
یوه ورځ د پوهنځي رئیس راته ټیلیفون وکړ چې دفتر ته یې ورشم کله چې ورغلم زموږ د څانګې مشر هم ناست و، ماته یې ویل دا ستونزه په کمپیوټر کې را هواره کړه. ما هغه کار ورته وکړ. زما په مخ کې رئیس زموږ د څانګې مشر ډېر سپک کړ. ورته ویل یې چې له تا څخه خو دغه ستا شاګرد ښه دی دومره پوهېږي ته د سهار لګیا وې او دا کار د نشو کولای. زه ډېر خوښ شوم ما ویل ورځه د خپل استاد څخه خو ډېر پوهېږې. په همدې توګه مې پوهنتون په ډېره ښه توګه بشپړ کړ او د خپل ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوم.

کمپیوټر ساینس

په همدې څانګه کې د ماسټرۍ چانس را مساعد شو او دا دی جرمني ته پکې راغلم، خو دلته پوه شوم چې زما لیوالتیا له بلې څانګې سره وه او کمپیوټر ساینس بل څه دی. کمپیوټر ساینس ریاضي ده، الګوریتم لیکنه ده، پروګرام لیکنه ده او منطق دی. له هغه څه سره چې زما لیوالتیا وه هغه کمپیوټر کارونه ده. او دبده مرغه د کمپیوټر ساینس په اړه همدا نظر زموږ په ټولنه کې خورا پراخ دی؛ ان زموږ تکړه پوهان او روڼ اندې هم د کمپیوټر ساینس او کمپیوټر کارونې توپیر نه شي کولای.

د شخصي کورسونو تجارت په دې ښه روان و چې شاګردانو ته به یې ویل په مایکروسافټ ایکسل کې زموږ استاد تاسې ته ۱۵۰ فنکشنې درس درکوي او استاد به هم ټټر ورته ووهو چې هو ۱۸۰ خو به هم درس درکړم. کله چې تېر سیمسټر افغانستان ته تللی وم، په څو صنفونو کې مې د مایکروسافټ ایکسل درس درلود. په لومړۍ ورځ محصلانو را نه وپوښتل چې ته خو د کمپیوټر ساینس ښه مسلکي یې، په جرمني کې د هم زده کړې کړي، نو ته موږ ته څومره فنکشنونه را زده کوې. زما هغه د کورس وختونه را یاد شول او محصلانو ته مې وویل هو ما په کمپیوټر ساینس کې درس لوستی خو ایکسل کمپیوټر کارونه ده او زه یوازې تاسې ته ښکاره کوم چې ایکسل څنګه وکاروی سره له دې چې هغه هم زما کار نه دی او د فنکشنونو ډېروالی د محاسب کار دی چې ایکسل څنګه وکاروي او کوم فنکشنونه پکې وکاروي.

اوس په جرمني کې د زده کړو په بهیر کې زموږ په ګروپ کې ۲۴ کسان دي، په ډاډ ویلی شم تر دوی ټولو زه ښه کمپیوټر کارن یم خو په کمپیوټر ساینس مې چېرته سر هم نه خلاصیږي. زما دومره افغاني لاسته راوړنې، لېوالتیا، زده کړې او ښه کمپیوټر کارنتوب هیڅ زما لپاره په دې ځای کې د پرمختګ لاسوند نه دي.

په دومره اوږده کیسه غواړم تاسې ته دا پایله در په ګوته کړم، چې زموږ په ټولنه کې د کمپیوټر ساینس او کمپیوټر کارونې فرق نشته. ټول فکر کوي کمپیوټر ساینس همدا ورډ، ایکسل او نور واړه پروګرامونه دي. خو واقعیت داسې نه دی. کمپیوټر ساینس د ریاضي او انجنیري یو ګډ علم دی چې لسګونه کال تحصیل ته اړتیا لري. که څوک دغه تحصیل ترلاسه کړي بیا هم حتمي نه ده چې ورډ یا ایکسل دی زده وي. کمپیوټر ساینس هغه علم دی چې د هغې له لارې پروګرامونه جوړېږي، الګوریتمونه او فزیکي وسیلو ته لارښودونه لیکل کېږي.

په لنډه توګه ویلی شو چې کمپیوټر ساینس په ځانګړې توګه جلا علم نه دی خو د ریاضي او انجنیري یوه ګډه څانګه ده چې په راتلونکې کې به د علم خطاب ورته وشي. هغه پوهان چې وايي کمپیوټر ساینس جلا علم نه دی، د هغوی دلیل دا دی چې کمپیوټر هغه موارد تر تحلیل، څېړنې او ارزونې لاندي نیسي چې خلکو جوړ کړي دي، نو ځکه موږ نه شو کولای هغه ته علم ووایو. خو په ټوله کې د کمپیوټر ساینس پوهان کمپیوټر ساینس ته د علم د ویلو لپاره په یوه خوله نه دي، هر کمپیوټر پوه یې د خپلې څانګې په رڼا کې تعریفوي.

کمپیوټر ساینس برخې:

کمپیوټر ساینس په ټوله کې په بېلابېلو برخو وېشل کېدای شي د بیلګې په توګه سافټ ویر انجنیرینګ، ډیټابیس (زیرمتون)، نیټورک او نور… چې د ټولو بنسټ پروګرام لیکنه (Programming) ده. د کمپیوټر ساینس هیڅ داسې څانګه به نه وي چې یو دبل سره تړاو و نه لري خو باید ښه پروګرام لیکونکی وې چې په هره برخه کې کار یا زده کړه وکولای شې.

کمپیوټر کارونه بیا په څانګپوهانو پورې اړه لري. نن صبا د کمپیوټر ساینس په مټ لکونه پروګرامونه لیکل شوي چې د پوهانو په څانګپوهنه کې ورسره مرسته کوي او د هغوی چارې یې آسانه کړي دي. د بیلګې په توګه د ساختماني انجنیري په برخه کې لسګونه پروګرامونه شته. یو څانګپوه انجنیر هغه پروګرام د خپلې څانګې مطابق ډېر ښه کارولی شي. خو کمپیوټر پوه کیدای شي هغه خلاص هم نه شي کړای. په همدې ترتیب د اداري چارو د آسانتیا لپاره مایکروسافټ آفیس ته ورته لسګونه نور سافټ ویرونه هم شته، چې اداري کارکوونکي یې د خپلې آسانتیا لپاره باید وکاروي خو کمپیوټر پوه ورته اړتیا نه لري. ځکه د هغه څانګپوهنه پروګرام لیکنه ده پروګرام کارونه نه ده. دا سمه ده چې لکه نور وګړي باید کمپیوټر ساینس پوه هم باید د کمپیوټر په عمومي کارونه پوه شي خو ورته الزامي نه ده. په لنډه یې چې ووایو د ټولنې هر با سواده وګړی باید کمپیوټر وکارولی شي.

هغه کسان چې غواړي دا څانګه د زده کړو لپاره انتخاب کړي باید دا مسئله دقیقه وڅيړي او په دې پوه شي چې دوی کومه څانګه لوني. بس خدای دې وکړي چې موږ خپل هېواد په پرمختللې ټیکنالوجي سمبال کړو تر څو لکه نور هېوادونه د ټیکنالوجۍ له آسانتیاوو برخمن شو.

اخځ:
د دې لیکنې یوه برخه له لاندې مقالې ژباړل شوې ده:
Peter J. Denning; Article: “Is Computer Science Science?”; Publication: “communications of the ACM”; April 2005/Vol. 48, No. 4; Page: 27-31

د برلین تخنیکي پوهنتون محصل

سیدعبدالله ولي زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب