کمپیوټري جال یا شبکې ډولونه
ګرانو دوستانو هسې خو جال (شبکه) د کمپیوټر په دې پراخه نړۍ کې یوه تخصصي برخه ده د کومې په هکله چې دهر اړخیزو خبر توکیو برابرول داوس لپاره زما له توان څخه وتلی کار دی، کوښښ به وکړو تاسو په دې وتوانوو چې د کور یا خپلې کوچنۍ سوداګریزې ادارې لپاره یوه کوچنۍ کمپیوټري جال (شبکه) جوړه او سنبال کړی شی.
ددې لپاره چې تاسو خپله شبکه جوړ ه کړی لمړی باید ځیر شی چې څه وړ شبکه باید جوړه کړم ځکه چې د کمپیوټري شبکې رامنځ ته کول تر ډیره ستاسو په اړتیاو اوهغو توښو(منابعو) پورې اړه لري چې تاسو یې په لاس کې لری .
که کاري اړتیامو ډیره او همدا راز هغه توښې چې د شبکې د رامنځ ته کولو لپاره اړینې دي هم په پراخه پیمانه په لاس کې ولری نو بیا باید د شبکې یو ه غښتلې بڼه په کار واچوی او که نه نو خوارځواکې او د لږو شونتیاوو درلوو دنکې شبکې ته مخه کړی.
په هر صورت په لمړي سرکې باید د شبکې دا لاندې ډولونه په پام کې ونیسی:
۱- (Server-based Client-based)
په دغه ډول کې یو يا څو کمپیوټرونه دې ته ځانګړي کیږي چې په شبکه کې دنوروشته کمپیوټرونو لپاره دخبرتوکیو دبرابرولو، لیږد رالیږد اونورې ډیرې هغه چارې چې ورته ځانګړې شوي وي تر سره کړي اویاداچې دغه ځانګړی شوی کمپیوټر په شبکه کې دنورو کمپیوټرونو لپاره چوپړ وهي . ښه مثالونه یې په یوه کمپیوټرې شبکه کې Web Server اوPrint Server دي اوس نو که ستاسو په شبکه کې څوک هم د کومې ویبپاڼې دراخلاصولو غوښتنه کوي اویا هم څوک دخبر توکیو چاپول غواړې نو ددوی دغوښتنو ترسره کول دویب سرور اوپرنټ سرور دنده ده چې ورته ترسره کوي به یې نو ځکه وایو چې په دغه ډول شبکه کې ځانګړي کمپیوټرونو دنور لپاره دچوپړیانو دنده په غاړه لري.
۲- (PeerPeer-to-Peer)
په دې ډول شبکه کې کوم ځانګړی کمپیوټر شتون نه لري چې نوروته چوپړ ووهې بلکه هر کمپیوټر چې په شبکه کې شتون لري له خپلې لارې له نورو کمپیوټرو سره خبرتوکې شریکوي اوپه خپله دخپل ځان لپاره په شبکه کې چارې ترسره کوي.
۳-Hybrid
داډول شبکه دراز ،راز ډولونه څخه یوه اوډلې اواغږلې شبکه ده ځکه چې د شبکې هر ډول په ځانې توګه یوه نه یوه نیمګړتیا لري له همدې امله کار پوهان د څو شبکو د ځینو ګټورو برخو څخه یو اوډلې سیستم رامنځ ته کوي چې دHybrid په نوم یادېږي همدا لامل دی چې نن ورځ ډیر خلک له دغه ډول څخه ډیر کار اخلي.
اوس به د شبکې دجوړولولپاره په یوبل اړین توکې خبرې وکړو اوهغه ته Topology وایي.
د ټوپولوژي شبکې (Network Topology)
د ټوپولوژي شبکې ،د شبکې د عناصرو(links ،Nodes اونورو) د سنبالښت اونقشه کښلو څخه عبارت دی په ځانګړې توګه د فزیکي(رښتینیو)او منطقي (مجازي)نوډونو ترمنځ یوله بل سره نښلیدل.
(Nodes Interconnection) د سنبالښت او نقشه کښلو چارې تر مطالعې لاندې نیسي.
سیمیز جال (LAN ) د شبکې یو له هغو نمونو څخه دی چې دواړه فزیکي او منطقي ټوپولوژیانې پکې څرګندې او د نندارې وړ دي.
په یوه شبکه کې کیدای شي یو Node له یوه یا څو نورو نوډونو سره یو اویا څو لینکونه(links ) ولري پس دغه لینکونه اونوډونه دهند سي څیرو اویا ګرافونو په بڼه سنبالول او ترتیبول د شبکې د فزیکي ټوپولوژې په نوم پيژنو همداډول دنوډونو ترمنځ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد دجریان نقشه کښل د منطقي ټوپولوژي په نوم پیژندل کیږي. اړینه ده چې په پام کې ونیسو چې کیدای شي په ځینو ځانګړیو شبکو کې فزیکې او منطقي ټوپولوژیانې سره یو شان وي او داهم شونې ده چې له یو بل سره دې توپیر ولري.
د راز راز شبکو ټوپولوژیانې د نوموړو شبکو د نوډونو تر منځ د فزیکې او منطقي نښلیدنو دConfiguration د نقشه کښلو او ګرافونو په مټ څرګندیږي. له همدې امله له تخنیکې پلوه د ټوپولوژي شبکې د ګراف تیوري یوه برخه بلل کیږي. په دوو شبکو کې کیدای شي چې ټوپولوژیانې یو شان وي په داسې حال کې چې دنوموړو شبکو دنوډونو ترمنځ واټن،فزیکې یو له بل سره نښلیدنه.
(Physical Interconnections) ،دخبر توکیو د لیږد رالیږد میچ او د سیګنالونو بڼې کیدای شي یوله بله سره توپیر ولري.
د ټوپولوژیانو لومړني ډولونه:
د شبکې د عناصرو د سنبالښت اونقشه کښلو سره دلومړنیو ټوپولوژیانو خبره راپورته کیږي د کومو له یو ځای کیدو څخه چې کیدای شی پیچلې ټوپولوژیانې رامنځ ته شي. (دورګه ټوپولوژیانې).دلومړنیو ټوپالوژیانو له ډلې څخه ډیرې مشهورې یې په دالاندې ډول دي:
- Bus
- Star
- Ring
- Point To Point
- Mesh
- برخه برخه نښلول شوی Mesh (Partially Connected Mesh/ simply mesh )
- بشپړ نښلول شوی Mesh (Fully Connected Mesh/simply fully connected )
- Tree
- Hybrid
د شبکې د ټوپولوژیانو ډلبندي:
د شبکې ټوپولوژیانې په دریولومړنیو کتګوریو ویشل کیږي:
- فزیکي ټوپولوژیانې (Physical Topologies)
- سګنال ټوپولوژیانې (Signals Topologies)
- منطقي ټوپولوژیانې (Logical Topologies)
که څه هم د سګنال ټوپولوژي او م نطقي ټوپولوژي ترمنځ ډیر لږ توپیر شته مګر دغه توپیر نه شي کولای دادواړه ټوپولوژیانې یوله بله سره جلا کړي ،ډیر ځله خو د سګنال ټوپولوژی او منطقي ټوپولوژی اصطلاح یو دبل لپاره کاریږي.
فزیکي ټوپولوژیانې:
په شبکه کې د نوډونو نقشه کښل او ددوی ترمنځ فزیکې نښلول لکه د مزیواو د شبکې دنورو توکیو په مټ د فزیکي ټوپولوژي په نامه یادېږي . خوله دې څخه تیریږو مونږ د شبکې دلومړنیو ټوپولوژیو برخه تر څیړنې لاندې نیسو ځکه دابرخه به ګټوره وي اوتاسو ورسره په عملي ډګر کې لاس اوګریوان کیږی .
۱-Bus : په دغه ټوپولوژي کې یو عمومي غټ مزی کاریږي چې دواړه سرونه یې بندوي (Terminated ) داغټ مزی د شبکې د ملادتیر په نامه یادیږي اوټول کمپیوټرونه نیغ په نیغه له دغه مزي سره نښلول کیږي .
دیادونې وړده چې دلته هر کمپیوټر خپل خبر توکې همدغه غټ مزي ته رالیږي اوټول کمپیوټرونه ورته غوږ اوسترګې کیږي هغه کمپیوټر چې خبر توکې ورلیږل شوي خپل خبر توکې له عمومې مزي څخه اخلي .پس په دغه ډول شبکه کې په عین وخت کې یوازې یو کمپیوټر یا بل توکی کولی شي خپل خبر توکې ولیږي اوتر ګوتو کړي کله چې دنوموړي کار سرته ورسید بیا بل اوورپسې بل او دالړی په دې ډول دوام کوي .په دې ډول ټوپولوژي کې د عمومې مزې سر دیوې وسیلې په مټ بندیږې چې دTerminator په نوم یادیږي او دادخبرتوکیو له خپراوي او ورکیدوڅخه مخنیوی کوي.
۲-Star : لکه یې چې له نوم څخه ښکاره ده په دغه ټوپولوژي کې کمپیوټرونه اونور وسایل له یوه مرکزي توکې سره نښلول کیږي چې د ستوري بڼه ځانته غوره کوي . ځینې خلک دغه ټوپولوژي دیوه وټ له امله چې لري یې نه خوښوي اوهغه داچې لکه مخکې مو چې وویل ټول توکې له یوه مرکزي توکې سره چې دHub یا Switch په نامه یادیږي نښتي وي اوس که دغه هب یا سویچ له کاره وغورزي ،ټوله شبکه له کاره لویږي او کارنه کوي.
په دې ډول شبکه کې خبر توکي مخکې له دې چې خپل ځای ته ورسیږي لومړی باید له هغه توکې څخه چې ټول کمپیوټرونه پورې نښتي دي لکه هب ، سویچ ،رواټر اونورتیر شي اوبیا به خپل ځای ته رسیږي.
۳- Ring : ددغې ټوپولوژي له لارې کولای شو کمپیوټرونه اونورتوکې د مزیو دیوې کړی له لارې سره ونښلوو. دBus ټوپولوژي په څیر دلته د مزیو ددواړو سرونوبندولو (Termination ) ته اړتیا نه لیدل کیږي. په دغه ټوپولوژي کښې سیګنال یا خبر توکې دهمدغه یوه مزې څخه چې کمپیوټرونه یې د کړۍ په څیر سره نښلولي تیریږي اوهمداراز ددغې کړی په ترڅ کې چې کوم کمپیوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تیریږي تر څو خپل دپام وړ کمپیوټر ته ورسيږي . په دغه ټوپولوژې کې دیوه کمپیوټر ناکاره کیدل دټولې کړی دناکاره کیدلو لامل هم کیدای شي.
په دغه ډول ټوپولوژې کې کمپیوټرونه خبرتوکې(Data ) یوله بل سره لاس په لاس کوي تر څو دپام وړ کمپیوټر ته ورسیږي.
۴- Mesh: په دغه ډول ټوپولوژي کښې هر دوه کمپیوټره دجلا،جلا مزي په مټ سره نښتي وي په دې ډول ټوپولوژي کښې که کوم کمپیوټر یاNode ناکاره شي نوره شبکه خپل کار ترسره کولای شي .دیادونې وړده چې داټوپولوژي اوس مهال په بې مزیو شبکو کې ډیره کاریږي .دغه ټوپولوژي ددې له امله چې لګښت پرې ډیر کیږي په هر ځای کښې نه کارول کیږي.
د اټوپولوژي دوه ډولونه لري:
۱- Fully-connected Mesh
۲-Partial-connected Mesh
په لومړي ډول کښې به خامخا یو کمپیوټر له بل کمپيوټر یا وسیلې سره دجلامزي په مټ نښلول شوي وي اونیغ په نیغ به یوله بل سره اړیکه ټینګوي .مګر په دوهم ډول کښې ځینې کمپیوټرونه له ټولونورو کمپیوټرونو سره نښلول شوي اوځینې نوربیا یواځې له هغو کمپیوټرونه یا وسیلو سره نښلول شوي وي چې ډیر کار ورسره لري یا ترټولو ډیر خبرتوکې سره لیږدوي رالیږدوي .
ډاکټر ثواب الدین مخکښ