
کلوروفیل، ضیایي ترکیب او اهمیت یې
ضیایي ترکیب (Photosynthesis)
فوتوسنتیز له دوو یوناني کلمو څخه عبارت دی. فوتو د رڼا په معنا او سنتیز د جوړېدو په معنا دی. فوتو سنتیز هغه عملیه ده چې نباتات خام مواد (اوبه او کاربن ډای اوکسایډ) د کلوروفیل په موجودیت کې د لمر د انرژۍ په واسطه په پخه شیره (قندونو) بدلوي. یا په بل عبارت فوتو سنتیز هغه عملیه ده چې نباتات نوري انرژي په کیمیاوي انرژۍ اړوي. د ضیایي ترکیب عملیه په خالصو سرو څپو کې ښه صورت نيسي.
کلوروفیل (Chlorophyll)
کلوروفیل شین رنګه واړه ذرات دي چې په کلوروپلاست کې موجود وي. کلوروپلاست دوې برخې لري، یوه برخه یې ستروما او بله یې ګرانا ده. کلوروفیل د لمر انرژي جذبوي. دغه انرژي په جوړ شوي ګلوکوز کې ذخیره کېږي. ګلوکوز پر نشایسته بدلیږي. په حقیقت کې کلوروفیل د موادو د جوړولو فابریکې په توګه کارکوي.
د ضیایي ترکیب اهمیت
د ځمکې پرمخ د ژوندیو موجوداتو د ژوند کولو لپاره ضیایي ترکیب ډیر اهمیت لري، ځکه چې د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د خوراکي توکو اصلي سرچینه ده. همدارنګه د کاربن دای اکساید د دوران او د تودوخې د درجې په ساتلو کې مرسته کوي . د ضیایي ترکیب په واسطه د چاپېریال هوا صفا کېږي. نباتات د ضیایي ترکیب په دوران کې کاربن دای اکساید جذبوي، کاربوهایدریت او اکسیجن منځ ته راځي. اکسیجن د ټولو ژوندیو موجوداتو د تنفس لپاره ضروري دی.
که چیرې دا کاربن دای اکساید د ضیایي ترکیب په وسیله جذب نه شي نو د نړۍ تودوخه به تر خپل حد څخه زیاته شي او د ځمکي پرمخ به ژوند له مشکل سره مخ شي.