کلمې څنګه پراختیا پیدا کوي؟
په پښتو ژبه کې د کلمو د جوړونې عملیه له محدود شمېر مورفیمونو څخه په عمده ډول د اشتقاقونو او ترکیبونو په ذریعه جوړیږي. د اسمي یا فعلي سټې سره د تاړو په نښلولو او دغه راز د نومونو، ستاینومونو د ګردانې حالتونو په ښکارولو سره نورې کلمې جوړیږي. په پښتو ژبه کې لکه د نورو ژبو په شان د دغه پټتوان تر څنګ د لغوي زېرمې د بډای کولو په مقصد له نورو طریقو لکه نیولو جیزم، زړې لغوی پانګې یا ارکاییزم او د مختلفو لهجو یا ګړدودونو څخه هم کار اخیستل کیږي. ( زیار، ۲۰۱۷). د ویي جوړونې عملیه په اصل کې د نحوې په بحث کې زیات تفصیل ته ضرورت لري، دلې د دې ژبنۍ پروسې لنډه یادونه د دې لپآره ارزښتناکه ده چې پوه شو د مکالمې په پروسه کې څه نقش درلودلای شي.
تر دې ځایه موږ پّه لنډ ډول په دې خبرې وکړي چې د ژبنیو نښو او معنا تر منځ اړیکې څنګه جوړیږي او کلمې یا نښې څنګه معنا لېږدوي. خو څنګه چې ژبه په ماهیت کې شفاهي ده او لا مخکی له دې چې موږ د لیک لپاره توري ایجاد کړو، ژبه د انسانانو تر منځ د پوهېدو او پوهاوي وسیله وه، نو ځکه دا پوښتنه مناسبه بریښي چې انساني فکر او مفهومونه څنګه ژبې ته راننوزي چې بیا د بپانولو لپاره د ژبې په ذریعه وړ وګرځی.
موږ مخکې وویل چې د ژبې لویه برخه سیمبولونه دي چې دهغې لغوي زېرمه جوړوي. خو څرنګه چې “ ژبه د هغې د ویونکو له فکر او ذهن سره تعلق لري، نو د ژبې په ماهیت د پوهېدو لپاره ناچاریو د ژبې د ویونکو د مفاهیمو او خیالي دنیا ته نظر واچوو چې دغه سیمبولونه یې څرګندویي کوي.” (R. Peorings/ U.Schmitz, 1999 ).
انسان د خپلو تجربو او مشاهدې له لارې له نورو سره د ګډ ژوند او تعامل په ترڅ کې تصورات او مفاهیم جوړوي. مفهوم کېدای شي یوه فکري واحد ته اشاره وي، د مثال په ډول موږ د “ ونې” په اړه څه تصور لرو یا کېدای شي د څو ذهني واحدونو یوه ټولګه ترسیم کړي. دغه مفهومونه په کتګوریو ویشل کیږي څو په پوهېدلو او پوهولو کې یې اسانتیا را منځ ته شي او په ذهني کتګوریو بدلې شي. د دغو مفهومونو یوه لویه ټولګه د ژبنیو کتګوریو لپاره یو بنسټ برابروي. ذهني کتګورۍ چې په ژبنیو کلمو کې ځای ونیسي په دې ذریعه د څرګندېدا وړتیا پیدا کوي او په ژبنیو مقولو بدلي شي. فکر یا مفهوم په ژبه کې قالبونه جوړوي. د بېلګې په ډول که موږ د “ مېوه” کلمه واورو، ذهن ته مو د میوې بېلا بېل ډولونه راځي، خو په عین وخت کې نور اجناس لکه سبزیجات یا د څښاک ډولونه له دغې ډلې څخه وباسو. ددې ذهني عملیې په مټ په حقیقت کې موږ د واقعي بهرنۍ نړۍ بېلا بېل جنسونه ، حالات او کیفیتونه د ذهني منسجم کوونکی قوې په مټ ډلبندي کوو څو پېژندل یې راته اسان شي. دغه ډول ډلبندي شوي اجناس ذهني کتګورۍ جوړوي. د دغو کتګوریو په مرسته موږ بېلا بېل اجناس د مشابهت د اصل پر بنسټ په یوه مجموعه کې راغونډوو. دلته دې حقیقت یادونه ضروري ده چې له بهرنۍ واقعي نړۍ څخه زموږ برداشت یو شانته نه وي. یو شی شاید موږ په یو ډول درک کړو او په یوه بل کلتور کې د هغه شي په اړه یو بېل تصور موجود وي. ژبنۍ نښې چې د ذهني کتګوریو منعکس کوونکی دي هم په همدې ډول د تصوراتو او فکرونو دغه بېلوالی په ژبه کې څرګندوي. باید هېره نکړو چې ذهني کتګورۍ او نومونې د یوه کلتور په تاریخې- فرهنګي بستر کې له نورو سره یو ځای رامنځ ته کیږي او په پایله کې له واقعي نړۍ څخه یو خپل منځي ادراک (intersubjektiv) شکل اختیاروي. ژبنۍ مقولې په ټوله کې هغه ذهني کتګورۍ منعکسوي چې موږ یې په واقعی دنیا کې له مشترکو تجربو څخه خپلې کړې وي
ذهني مقولې نه یوازې په ژبنیو سیمبولونو کې اظهاریږي، بلکې په ګرامري ډلبندیو کې هم څرګندیږي. دغه ډول کتګورۍ د ژبنیو توکو لپاره یوه اډانه جوړوي. د مثال په ډول، ګرامري مورفیمونه چې له فعلي یا اسمي سټې سره نښلي، په حقیقت کې ذهني کتګورۍ جوړوي. د دغو کتګوریو په مټ د ویونکي او د هغه شی تر منځ چې ویونکی پرې غږیږي، اړیکې څرکندیږي. د ګرامري کتګوریو په مرسته ویونکی اجناس او حالتونه له خپله نظره د خپلې خیالي دنیا له اجناسو او حالتونو سره په اړیکه کې ویني او ورسره د اورېدونکو اند او پوهه رانغاړي. دغه ژبنۍ کتګورۍ د ذهني کتګوریو انعکاس دی چې د شیانو او حالتونو په یوې لویې ډلې اطلاق کوي او د یوې ژبې ویونکي یې د غړو په څېر د خپل منځي تجربو په ترڅ کې په مشترک ډول مني او خپلوي یې. د ذهني مفهومونو دغه ډول ډلبندي له موږ سره مرسته کوي چې واقعي نړۍ په ټوله پېچلتیا سره وپېژنو.