کرونا وبا او جماعت د لمونځ قضيه!
(قتلُوهُ قتلَهُمُ اللهُ)
د هغو مفتیاونو او شیخانو سره چه وايي د جماعت لمونځ باید د کرونا له ویرې منع نه شي یو څو علمي خبرې. (هیله ده چه په غور ولوستل شي).
شک نشته چه فتوی ورکول د آخرت نه مخکې دنیوي خورا ستر مسئولیت دی، نو ځکه به صحابه کرامو په کې ډیر احتیاط کاوه او هر یو به هیله درلوده چه دغه دمسئولیت پیټی ترې بل څوک واخلي.
او دا هم د محققینو علماو سره منل شوی حقیقت دی چه فتوی ورکول یوازې د نصوصو په زده کولو نه کیږي، بلکه د نصوصو تر څنګ باید مفتي په ډیرو نورو مهمو شیانو هم پوه شي تر څو نصوص په مناسبه او صحیحه توګه پر واقع تطبیق کړي، چه ددغو شیانو په سر کې: فقه الواقع، د شریعت مقاصد، د اولویاتو فقه، د مفاسدو او مصالحو یو تر بله سره پرتله کول، د فتوی د سيمې او چاپېريال پر حالت، او رسم او رواج پوهیدل او داسی نور اړین موضوعات چه مفتي باید پرې پوه شي تر څو يې فتوی دقیقه وي .
خبره نه اوږدوم او راځم اصلي موضوع ته:
د نننۍ نړیوالې وباء او د بشریت لپاره د ابتلاء خطر له هیچا پټ نه دی، هره ورځ په زرګونه کسان مري او په زرګونه نور پرې اخته کیږي، اود نړۍ په ګوټ ګوټ کی هر هیواد ددغې وباء سره د مقابلې په پار ډول ډول تدابیر نیولي دي چه د ټولو په سر کې څه بلکه لا تر اوسه پورې یواځینی فعال او اغیزمن تدبیر د نورو سره د اختلاط څخه ډډه کول دي چه دغه تدبیر مونږ مسلمانانو ته پیغمبر علیه السلام څوارلس پیړئ مخکې په ګوته کړی وو کله چه يې فرمايلي دي چه د طاعون او د وباء سيمې ته مه ورځئ او نه ترې د تېښتې په نیت را اوځئ. او هم يې فرمايلي دي چه د مجذوم څخه داسې تښتئ لکه د زمري څخه چه تښتئ. خو له بلې خوا يې دا هم ويلي دي چه مرض په خپل سر او خپل طبعیت د یو نه بل ته انتقال نه کوي – لکه پخواني او اوسني مشرکان چه يې انګیري- بلکه دا کار د الله تعالی په اراده د اسبابو او مسبَّباتو د قانون سره سم تر سره کېږي.
………..
په اسلامي فقه کې یوه مهمه قاعده وايي چه (المَرْجِعُ في كُلِّ شَيْءٍ إلى الصَّالِحِينَ مِنْ أَهْلِ الخِبْرَةِ بِه ) سره ددې چه دغه لفظ د ابن تیمیة دی خو په همدې معنی نور الفاظ ګڼ شمیر الفاظ په ټولو فقهي مذاهبو کی شته دی او ټول ددې قاعدې په معنی کې په یوه خوله دي، یعنی هغه اجتهادي مساېل چه هغه د حکم د شرعي مناط په پیژندلو پورې اړه لري په هغو کی به د هغه شي اهل خبره صالحو کسانو ته مخه کیږي، او دهغوی خبره به معتبره ګڼل کیږي. چه دغه اهل خبره کسان دلته ډاکټران دي، او نن د ټولې نړۍ ډاکټران پدې باور دي چه دغه مرض ساري دی او باید د غونډو او اختلاط څخه څومره چه ممکن وي ډډه وشي، او طبيعي خبره ده چه پدې کې د لمانځه او نورو ديني او ټولنیزو مناسبتونو په پاره غونډې هم راځي.
دوه پوښتنې او ځوابونه!
خو ځینی مفتیان صاحبان پدې خبره نیوکه کوي او وايي د جماعت لمونځ باید ددې غونډو څخه مستثنی وي، هغوی استدلال کوي چې:
دغه ډول وباګانې د صحابه کرامو په وخت کې هم تیرې شوي دي، خو داسې کوم ثبوت نشته چه هغوی دې مسجدونه تړلي او د جماعت لمونځ منع کړی وي.
او هم وايي چه: د جماعت لمونځ د جنګ په حالت کې هم کیږي، نو په امن کې به څنګه منع کیږي؟
دې دواړو پوښتنو ته کولای شو داسې ځواب ووایو چې:
دغه ناروغي نوې نازله او معاصره پیښه ده او باید نوی اجتهاد ورته وشي. دا په دې مسئله کې مهم او اساسي ټکی دی .
او دا چه ولې دغه وباء د نوې پېښې حکم اخلي، سره ددې چه هغه پخوا هم موجوده وه؟ ځکه چه د هغې په اړه پخوانی کوم فقهی اجتهاد او حکم موجود نه دی، پدې معنی چه پخوانیو فقهاوو د وایرس – یعنی داسې یو شی چه په سترګو نه لیدل کیږي خو د ناروغئ لامل کیږي – نه پیژندلو او نه يې تصور کړی دی، یعنی پدې نه پوهیدل چه یو سړی به کیدای شی په ښکاره روغ رمټ ښکاري خو پټه به داسې بلا ورسره وي چه هم به ده او هم به د نورو د هلاکت سبب ګرځي. خو اوس چه د نویو طبي معلوماتو په رڼا کې دغه وایروس پيژندل شوی او هیڅوک ترې انکار نه کوي، نو باید دعباداتو په احکامو کی هم باید ددې ناروغۍ د اغیزې په نظر کې نیولو سره نوی اجتهاد وشي.
زه، سره ددې چه کله هم ځان د اجتهاد وړ نه بولم، خو د شرعي علم د زده کونکي په صفت په دې کې راته څه حرج او ستونزه نه ښکاري چه پدې اړوند خپل نظر په لاندې ټکو کې وړاندې کړم .
لمړی: مونږ په شریعت کې څو مهمې او متفق علیها قاعدې لرو چه ټولې يې د ګڼ شمیر نصوصو څخه اخیستل شوي دي:
(لا ضرر ولا ضرار) چه د هغه نه متفرعه قاعده چه دلته کارول کیږي: (الضرر یزال) یعنی ضرر به لیرې کیږي. او مخه به يې نیول کیږي.
(المشقة تجلب التیسیر) چه دلته د هغې د چتر لاندې بله قاعده چه دلته کارول کیږي(رفع الحرج). یعنی په شریعت کې حرج او تنګي او سختي نشته. او هم ددغې، او یا د ضرورت د قاعدې لاندې بله قاعده چه دلته پرې تکیه کیدلای شي: (الضرورات تبیح المحظورات) یعنی ضرورتونه ناروا شیان مباح کوي.
ـ بله قاعده وايي چه: (كُلُّ ما فِيهِ إِضْرَارٌ مِنَ العَبْدِ بِنَفْسِه فَهُو مَنْهِيٌّ عَنْه ) یعنی په هر هغه څه چه انسان په کې خپل ځان ته ضرر رسوي هغه ترې شرعا منع دی .
ـ بله قاعده واي چه (درء المفسدة اولی من جلب المصلحة) یعنی که په یو کار یو برابر ګټه اوتاوان مرتب کیدل نو د مفسدې دفع کولو ته به لمړیتوب ورکول کیږي، یعنی هغه کار به نه کیږي .
ـ بله قاعده چه د جمهوور علماوو په نزد کې معتبره ده وايي چه: (حقوق العبد مقدمة علی حقوق الله تعالی) یعنی که د بنده حق د الله تعالی د حق سره متعارض شي نو د بنده حق ته به اولیت ورکول کیږي.
ـ بله د (سد الذرائع) یعنی د نامطلوب کار د ذرائعو مخه نیول .
ددغو او دې ته ورته نورو قاعدو غوښتنه دا ده چه باید په هغو سیمو کې چه د اهل خبره (ډاکټرانو) د معلوماتو له مخې په کې په غونډو کې د دې وباء د خپریدو ویره، او د غونډو په نه کولو يې – د الله تعالی په امر- د مخنيوي احتمال شته، نو باید چه غونډې ونه شي.
البته دا دې نه ویل کیږي چه دا مجرد وهم اواحتمال دی، ځکه چه مونږ مخکې دا خبره سپینه کړه چه دا پریکړه به اهل خبره کوي چه آیا په سیمه کې د وباء د خپریدو احتمال شته او که نه .
– …………..
دوهم : رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمايي چه: ” من سمع النداء فلم يجب فلا صلاة له إلا من عذر “. يعنې څوک چه اذان واوري او جماعت ته لاړ نه شي نو لمونځ يې نه کیږي، مګر که عذر ولري. او په یو ضعیف روایت کې راځي چه (ـ قالوا فما العذر يا رسول الله؟ قال خوف أو مرض) یعنی صحابه وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چه عذر څه شی دی؟ نو ورته يې اوفرمایل چه ویره او مرض .
ما ته پدې کې د فقهاوو په مینځ کې هیڅ اختلاف معلوم ندی چه ویره د جماعت د پریښودلو عذر دی، که هغه پر نفس ویره وي او که پر مال او که پر اهل .
…….
دریم : رسول الله صلى الله عليه وسلم په یو صحیح حدیث کې فرمايي چه: (مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ شَيْئًا، فَلَا يَقْرَبَنَّ – أَوْ لَا يُصَلِّيَنَّ – مَعَنَا) يعنې چا چه خامه هوږه اوخوړله (یعنی له خولې يې بوی تلو) نو مسجد ته دې نه راځي. قاضي عیاض د مسلم د یو بل حدیث (العین حق) – يعنې نظر لګیدل حق دي – د شرح کولو په ترڅ کې وايي: (وفيه من الفقه ما قاله بعض العلماء: ينبغى [إذا عرف أحد بالإصابة بالعين اجتنابه والتحرز منه، وينبغى] للإمام منعه من مداخلة الناس، ويأمره بلزوم بيته، وإن كان فقيراً رزقه ما يقوم به ويكف أذاه عن الناس، فضرره أشد من ضرر آكل الثوم والبصل الذى منعه النبى دخول المسجد لئلا يؤذى المسلمين، ومن ضرر المجذوم الذى منع عمر والعلماء اختلاطهم بالناس، ومن ضرر العوادى من المواشى الذى أمر بتغريبها حتى لا يتأذى منها) او امام نووي وايي چه (” وهذا الذي قاله هذا القائل صحيح متعين ولايعرف عن غيره تصريح بخلافه والله أعلم) ددې دواړو د خبرو معنی داده چه عمر او علماوو هغه څوک چه نظر يې لګیږي، او یا یی تازه اوږه او پیاز خوړلی وي، یا د جذام په ناروغۍ اخته وي د مسجد له راتګ څخه منع کړی دی .
او د عمر – رضی الله عنه – د اثر نه يې مراد هغه دی چه یوه ورځ يې یوه په جذام اخته ښځه په طواف کی ولیده نو ورته ويې ویل چه: په کور کې کښینه او خلکو ته اذیت مه رسوه .
نو چه یو څوک د بد بوی له خاطره له مسجده منع کیږي، نو د هغه څه له کبله به ولې نه منع کیږي چه د مرګ ویره په کې شته دی؟ کیدای شي چه څوک ووايي چه مونږ هم په کرونا اخته کسان منع کوو. خو دا ځواب ضعیف دی، ځکه چه ډیر داسی خلک وي چه وایرس ورسره وي او نورو ته ترې انتقال کیږی خو هغه خپله روغ رمټ وي، نو د سد الذرائع او نورو پورتینو قواعدو له مخې باید ددغې غونډې په بندولو کې شرعا کومه ستونزه نه وي.
د عمر رضی الله عنه نو دا خبره مشهوره ده چه هغه په عام الرماده (یعنی د قحطئ په کال کې – د غلا حد جاری نه کړ، او علماء دا كار د عمر رضي الله عنه د أوچت فقاهت او د شریعت د مقاصدود د ژور دَرْک بیلګه بولی .
……….
څلورم : او په پای کې زه هغه مفتي او شیخ او ملا صاحب ته چه لا تر اوسه هم ورته ددې وباء خپریدل باوري نه ښکاري وایم چې:
وروره! دا چه خلکو ته ووايې چه پام کوئ جماعت او مسجد د یوې ورځې لپاره هم مه پریږدئ او بیا ستا د همدې فتوی له مخې – خدای مه کړه – پدې ویجاړونکې وباء اخته شي، ددې فتوی مسئولیت دې تر دې ډیر خطرناک او ستر دی چه پدی فتوی کې غلط شوی وې چه خلکو ته ووايې: د یوڅو ورځو لپاره لمونځونه په خپلو کورونو کې وکړئ، ان شاء الله چه هماغه اجر او ثواب به الله تعالی په خپل کور کې درکړي، ځکه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (“إذا اشتكى العبدُ المسلم، قيل للكاتب الذي يَكْتب عملَه: اكتبْ له مثلَ عمله إذْ كِان طَليقاً، حتى أقْبضَه أو أُطْلقَه) .
هو، مفتی صاحب! پدې فتوی کې که غلط شوی هم وې دغه غلطي تر هغې غلطۍ په مراتبو ستره ده چه یو څوک دې ستا د فتوی په اساس خپل ژوند د لاسه ورکړي.
مفتي صاحب! پام کوه چه د هغو مفتیانو د حکم لاندې رانه شې چه یو په سر زخمي صحابي ترې پوښتنه وکړه چه زه بیګاه جنب شوی یم څه وکړم؟ آیا تیمم کولای شم؟ نو هغوی ورته وویل چه نه، ته چه غسل کولای شې تا ته د تیمم کولو اجازه نشته، نو غسل يې وکړ اومړ شو، نو کله چه پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر شو په غوسه شو او ويې فرمایل چې:
(قتلوه، قتلهم الله) ويې وژلو، الله تعالی دې دوی ووژني.
هذا ما بدا لی، والله تعالی أعلم وأحكم، وصلى الله على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه وسلم
استاد دوکتور عمر عماد