څنګه اغېزمنه مطالعه وکړو؟

د مطالعې لپاره مناسب چاپېريال

د مطالعې لپاره د يو سم ځاى ټاکل ډېر ارزښتناک کار دى ولي د يوه سم چاپيريال جوړول د ټولو خلکو لپاره يو ډول نه وي. هر ځوک کولاى شي چې د خپل ژوند له شرايطو او امکاناتو څخه په ګټه اخيستنې سره د مطالعې يو وړ چاپيرچل جوړ کړې. د مطالعې لپاره د يو وړ چاپيریال په جوړولو کې يوازي څو بنسټيز توکي دي چې له موږسره مرسته کوي.
1. د مطالعې لپاره د يوې کوټې ټاکل
لومړى موږ کولاى شو چې د مطالعې لپاره له يوې داسې کوټې څخه کارواخلو چې د ورځنيو کارونو لپاره ور څخه لږ ترلږه په ورځ کې څو معلوم ساعتونه ګټه اخيستله کېږي. ښه به وي چې زموږ د مطالعې کوټه د مطالعې ميز، کټ او يا څوکۍ ولري. اوهمدا ډول مو کتابونه او نور د اړتيا وړ توکي هم په منظمه توګه راسره ځاى په ځاى شوې وي.

2. د يوه ارام او بې غږه چاپېر يال جوړول
د مطالعې چاپيريال بايد ارام واوسي چې مطالعه کوونکي ته د بل چا له خوا کوم مزاحمت شتون ونه لري. دغه راز د مطالعې په ځاى کې بايد تازه هوا هم موجوديت ولري ترڅو د سړي لپاره بشپړ اکسيجن موجود واوسي ځکه چې د حواسو راغونډول د جسمي او روحي وړتيا لپاره ډېره اړتيا لري. هغه کوټه چې په بشپړه توګه سره اکسيجن ونه لري د سړي د ستړيا لامل کېږي او د حواسو د راغونډولو په وړاندې خنډ جوړوي. دا ډول بايد د مطالعې کوټه د ګرمې او رڼا له پلوه هم مناسبه واوسي.

3.  له مزاحمت کوونکو شيانو ځخه ځانو نه لري ساتل
د مطالعې کوټه بايد له ټولو هغو شيانو څخه خلاصه وي کوم چې د سړي حواس سره شيندي او بي ځايه يې مصروف ساتې. کېداى شي دغه شيان د چاپيريال په پر تله يو له بل سره توپير ولري مګر په ټوليزه توګه د مطالعې کوټه بايد نه تلويزيون ولرې او نه کوم بل غږ چې د مطالعه کوونکي د اندېښني لامل کېږي. دغه راز د هغو انځورونو لرې کول هم د مطالعې له خونې څخه اړين دى کوم چې د مطالعه کوونکې يادونه راژوندې کوې. خو له بده مرغه، ليدل کېږې چې ځينې محصلینو د خپلې کوټې ديوالونو ته د هنرمندانو يا ورزشکارانو د انځورونه ورکړى وې چې دا کار د سړي د حواسو راغونډېدل له منځه وړې.

4.  د مطالعې لپاره د اړتياوړ او مناسبه رڼا
په مطالعه کې مناسبه رڼا خورا ارزښتناک رول لري. د مطالعې په مهال بايد رڼا بايد د کيڼ لاس له خوا څخه شاته تېره سې او د څومره والي کچه يې هم مناسبه وې.

د پروګرام جوړول

لومړى به د پروګرام څو ارزښتناکو او ښکاره ځانګړنو ته تم شو چې د پروګرام له مخې کېدونکي مطالعه کولاى شې:
١. د هر هر څه له ويلو څخه مو ساتې
٢. د ساعت او مهالوېش د ټاکلو له مخې کولاى شو خپل هر کتاب ته د هغه له ارزښته سره سم وخت ولرو
٣. د درسونو له ګډوډۍ او د کانکور ازموينې په نږدې ورځو کې د مطالعې له ځنډيدلو څخه مو مخنيوى شوى وي.
٤. په يوه ټاکلې وخت کې د يوه ټاکلې درس او يا موضوع په اړه مطالعه د سړي عادت ګرځي او دا کار پخپله د سول په وړتيا او د ذهن په پرمختګ او سمون کې لوى لاس لري. دغه راز له دباو څخه مخنيوى کوي او د هيجاني حالاتو او سرګردانيو څخه مو ساتي.

د مطالعې د پروګرام په جوړولو کې څو ارزښتناکي چاري

1. د مطالعې پروګرام بايد د خپلې خوښې سره سم وټاکل شي. دغه ډول د مطالعې پروګرام مو بايد له خپلې خوښې سره د سموني په موخه له شرايطو سره تغيېر وکړي. يانې کله چې مو د ژوند شرايط توپېر مومي او يا مو د درس په اړه کومه خبره را منځته کېږې نو د مطالعې پروګرام مو بايد له هغه سره سمېدني ته جوړ او چمتو واوسې. د درسې ساعتونو په منځ کې د تفرېح څو شيبې هم ځاى کړئ، په داسې ډول چې که مو کوم اړين کار پيدا شې او يا مو هم د تېرو شوو درسونو زده کړې ته لا اړتيا پاتي وي نو په داسې ډول کولاى شئ چې د ستړيا له احساسولو څخه پرته خپل کار په مخ بوزئ.
2. درسې پروګرام مو داسې جوړ کړئ چې د داسې کارونو په مهال چې وړاندوينه مو نه وې کړې لکه ناروغي، د کورنى نيول کېدل او نور…. تاسو وکولاى شئ چې نه يوازي خپل ټول درسونه زده او تمرېنونه حل کړئ، بلکې خپل تېرشوې درسونه هم څو څو ځله تکرار کړاى شي. ددغه کار په کولو سره کېداى شې درسي ساعتونه يوه اندازه اوږده شې. د بيلګې په ډول د تحصيلي کال په منځ کې د ټولو درسونو څخه وزګارشئ.

3. د هر درس د مطالعې لپاره د ورځي په اوږدو کې يو سم وخت وټاکئ. د بيلګې په توګه هغه درسونه چې د يادولو وې هغه بايد د ورځي له لومړيو شېبو کې او يا هم د شپې په وروستيو شېبو کې ولوستل شې او نور تحلیلی درسونه بايد د ورځ په نيمايې کې مطالعه کړل شې. خو کولاى شئ د خپلي مطالعې پروګرام  له خپلې خوښې سره جوړ کړئ. د بيلګې په توګه هغه درسونه چې ستاسولپاره سخت وې هغه په داسې وخت کې مطالعه کوئ چې ذهني تمرکز مو زيات وي او ستړي نه ياست. د خپلې مطالعې په دوره کې د اونۍ يوه ورځ د خپلو تيرو درسونو بيا کتلو لپاره ځانګړې کړئ (درخصتې ورځ) له هغو وزګارو شيبو څخه چې تاسو يې د ورځې په اوږدو کې لرئ بشپړه ګټه واخلۍ په داسې توګه چې فارمولونه، يادښتونه، نومونه اوانځورونه وګورۍ. د کتاب او درسې مطالبو پاڼي واړوۍ دغه راز که وکولاى شئ د نورو څيزونو کتل هم مه هيروئ.

4.  د درس په ورځنې پروګرام کې درسونه داسې ځاى په ځاى کړئ چې تنوع يا هر ډولې ولري اوهڅه وکړئ چې درسې پروګرام موهم عمومې درسونه او هم ځانګړي درسونه ولري. تاسوکولاى شئ چې دغه درسونه په داسې ډول مطالعه کړئ چې لومړى يو عمومي درس ولولئ او ورپسې بيا ځانګړى درس او يا هم اپوټه کار وکړئ. که د داسي دوو کتابونو پر له پسې مطالعه چې موضوع او بحث يې ېو وي مطالعه کوونکى ستړى کوې له بلي خوايي ترسره کړي مطالعه په اوبو لاهو کېږي.

5. ښه به وې چې تاسو خپل درسي پروګرام سهار مهال وليکـئ ځکه د ورځې په اوږدو کې کېداى شي له داسې کار سره مخ شئ چې ستاسو درسي پروګرام بدلون ته اړتيا پيدا کړي او په داسې وخت کې تاسو هم وکولاى شئ چې خپل درسي پروګرام موله درسي شرايطو سره سم سمبال کړئ. هغه ساعتونه چې په تاسو باندي په زور ويل کېږې کولاى شئ چې سهار مهال ېې لا په ګل وټاکئ.

6. همدا ډول تاسو کولاى شئ د درسې ساعتونو په منځ کې د تفريح وخت هم په ګوته کړئ. دغه راز په درسې پروګرام کې بايد ارو مرو په خپل پروګرام باندې تيريدنه هم ځاى کړئ او له هغه نه وروسته کولاى شئ چې ستاسو درسې پروګرام له يو داسي چا سره د سلا مشوري لپاره شريک کړئ چې په دي باور لرئ چې ښه مشوره به درکړې .او که بيا ستاسوپه پروګرام کې کوم بدلونونه رامنځته شول له هغه نه وروسته په کار پيل وکړئ د يادونې وړده چې د يوه پروګرام د ترسره کولو په مهال کېداى شي زيات وخت ونيسي ترڅو سړى د هغه پروګرام له ټولو زاويو سره بلد شي او خپل ځان ته يوه سمه لا ره وټاکې .که څه هم دا کار د تلوارې نه دى او وخت ته اړتيا لري.

7. يوه د يادښتونو کتابچه او يا کليزه هم له ځانه سره ساتئ ترڅو د اړتيا په مهال له هغي څخه ګټه واخلئ. په داسې ډول چې د خپلي ورځنۍ مطالعې بشپړ ريپوټ پکې وليکلاى شۍ. د بيلګي په توګه د ويل سويو مخونو شميره، د حل سويو تمرينونو يادښت،ټکې، انځورونه او نور چې په دي توګه تاسو کولا شئ د خپلې مطا لعې پايلي د اونۍ په وروستيو کې وګورئ. دغه راز د درسي سوالونو په ليري کولو اود سمو بدلونونو په راوستلو کې هڅه وکړئ.

د سمې مطالعې د رول په اړه څوټکې

1. هڅه وکړئ چې خپله مطالعه په يوه ځاى کې تر سره کړئ. د يوې کوټې اشنا چاپير يال او له هغه سره روږدي کېدل ورو، ورو د يوه سم خوى په پنځولو کې له تاسو سره مرسته کوي او په پايله کې مو حواس راغو نډ او د مطالعې لپاره مو ذهنې ارامتيا زياتېږي. په دغه وخت کې له خوا او شا سره ژورې اړيکي شلېږي او يوازي په مطالعه کې ډوب پاتي کېږي.

2. څو چې مو وس کېږي په داسې ځاى کې مطالعه کوئ چې هلته نور څوک نه وې که څه هم هغوى وېده وې او يا کوم بل ارام کار کوي. دا ستاسو د مطالعې لپاره بې توپېره ندى که هر څنګه وې ستا د مطالعې په مخ کې خنډ جوړېږې.

3. هڅه وکړئ تر څو مو د مطالعې په وخت کې هېڅ شى اغيزمن نه کړې. دا چې څوک وايې چې د ژاولو ژوول او د آرامي موسيقي اورېدل حواس را غونډوې دا په بشپړه توګه ناسمه نظريه ده ځکه هره موسيقې کولاى شې نه يوازي د اورېدلو حس د ځان خواته واړوې بلکې نور حواس هم تر اغېزي لاندې راولي او دا کار له مطالعې سره يوځاى شونى نه برېښي. هڅه وکړئ چې ارامه موسيقي واورئ ځکه تنده موسيقي د ستړيا او ارامه موسيقي د هوسايې لامل کېږي. خو دغه دواړه د مطالعې له شرايطو سره توپير لرې.

4. هڅه وکړئ چې د ورځې په مالومو ساعتونو کې مالوم درسونه مطالعه کړئ ځکه په يوه ټاکلې مهال کې د يوې ټاکلي موضوع په سر باندي فکر، بحث او غور کول ذهن چمتو کوي او کله چې ذهن چمتو سي نو نور حواس پخپله سره راغونډېږي چې دا کار په مطالعه کې زيات ارزښت لري. دغه راز د يو شې زيات يادول هم له تاسوه سره ښه مرسته کوې چې يو شى مو زيات وخت په فکر کې پاتي شي.

5. د مطالعې په مهال که هرڅومره اسوده هم ياست خو خپل کيناستل مو له پامه مه غورځوئ، مثلاً د مطالعې په مهال له څنګ وهلو، غزيدلو، ګرزيدلو او… څخه ډډه وکړئ ځکه دا ډول مطالعه کېداى شې تاسو سردرد کړي، سترګي مو کمزوري شي او… ( په موټر کې د کتاب لوستل هم )

6.  که چيرته مو ډېره ډوډۍ وخوړه نو سمدستي ورپسې مطالعه مه کوئ ځکه چې کله چې ډېره ډوډ‌ۍ وخوړل شي نو په معده باندي وينې يرغل راوړي يا په بل ډول زياته وينه د معدې خواته مخه کوي او د بدن نور غړو ته د دماغ په ګډون ډېره کمه وينه رسېږې. نو له همدې امله ده چې کله ډوډۍ وخوړله شي خوب ته د سړي ډېر زړه کېږې.

7. هغه څپرکى يا بحث چې تاسو يې غواړئ په يوه کتاب کې يې مطالعه کړئ بايد له مطالعې څخه مخته يې ژر ژر وګورئ. د دغه کار تر ټولو ښه لاره د همدغه څپرکي د پاڼو اړول دي، د سرليکونه کتل دي، دغه راز هغه ارزښتناکي کرښي هم ولولئ (ترکومو لاندې چې ليکوال يوه کرښه کش کړې وې.) انځورونه وګورئ، منحني ګان او نور هم مه هيروئ چې دغه کار له تاسو سره مرسته کوې چې لومړى د ټول څپرکي څېره تر سترګو تيره کړئ چې له ځينو خطونو او نورو نښو نښانو سره ستاسو په ذهن کې انځورېږي او په ذهن کې مو له همدي څپرکي څخه څو ټکي پاتي کېږي. دغه ډول مطالعه عملي بڼه لري چې په هر ډول ژوره مطالعه کې کېداى شي ورڅخه ګټه واخستل شي. ياني په لومړي سر کې کليات د سړې ذهن ته ورځي او وروسته بيا کولاى شې د اجزاوو په مطالعه پسې ولاړ شي. او له همدې لاري څخه کېداى شي سړى د کلياتو او اجزاوو تر منځ اړيکي ومومي.

8. کله چې مو پورتنى کار تر سره کړ (يو بحث مو سرسريز وڅيړو) له هر مخ څخه مو يوه يا دوه مهمې کرښي ولوستلې، يا مو ورته لنډه کتنه وکړه نو ښايې چې د مطالعې لپاره يې يو لازم وخت هم سړي سم جوت کړې. مثلاً تاسو پريکړه کوئ چې دا شل مخونه يا دا څپرکى بايد په دوه ساعته کې پاى ته ورسوو، مګر د يادوني وړ ده کله چې مو د يو بحث لپاره د مطالعې وخت وټاکو نو د درس او کتاب حجم، سختي او يا اساني هم په پام کې ونيسئ ترڅو مو نه وخت خوشى تللى وې او نه مو تلوار د دې لامل شي چې د مطالعې څخه خوند وانخلئ.

9. کله چې مو هر مطلب ولوست نو د هغه په اړه له ځان سره پوښتنې او ځينې نوري مسلي هم يادي کړئ . په لومړي سر کې تاسو کولاى شئ چې خورا ساده پوښتنې جوړي کړئ، مګر د وخت په تېرېدلو سره کېداى سي ستاسو پوښتنې ډېري پېچلې او ډېر ارزښتناک ټکې له ځان سره ولري. که چېرته وېرېږئ چې کومه احتمالي تېروتنه به مو کړي وې يو ځل ورته په خپله ځواب وواياست او وروسته بيا خپلې پوښتنې او طرحي او د هغوى حل لاري او ځوابونه د يو بل چا داسې ښوونکي يا زده کوونکي مخ ته کېږدئ څوک چې تاسو فکر کوئ چې په دغه بحث کې ښه وړتيا او تجربه لرې او له دغې لاري څخه خپلې احتمالي تيروتنې او پوښتنې حل او سمي کړئ.

10. په هغه ځاى کې چې تاسو د مطالعې لپاره ټاکلى دى ( لکه د مېز شا او…) څنګه چې ورسېږئ نو خپل ښي او کيڼ اړخ ته له تېرېدلو او راتېرېدلو څخه ډډه وکړئ او سمدلاسه په خپله مطالعه باندي پيل وکړئ. په قلم باندي له لوبو څخه، دغه راز له هاخوا دېخوا ته کتلو، په خپلو ګوتو باندي له لوبو او بالاخره له ټولو هغو څيزونو څخه چې کېداى شي ستاسو حواس سره وشيندي په کلکه باندي ډډه وکړئ. مګر له بده مرغه ډېر داسې محصلين شته چې د مطالعې په مهال دا ياد شوي کارونه سر ته رسوي.

11. بايد د مطالعې لپاره مو يو ګټور شى ټاکلى وې، ياني هم د حجم له مخې او هم د څرنګوالي له مخې په دې ښه وارزي چې سړى يې مطالعه کړي. د بيلګي په توګه د لوګارتم د بحث د مطالعې لپاره شپږ ساعته وخت خورا کافي دى. او اوس محصلين کولاى شې چې د اټکل له مخې دغه وخت له څلورو څخه تر اتو ساعتونو لپاره لنډ يا اوږد کړې او د دغه وخت په اخېر کې او په هغه بحث چې ده مطالعه کړى دى بايد د پام وړ لاس برى پيدا کړې. که په لنډه توګه ووايم د وخت ارزښت او خپلې شونتياوې سړى بايد په پام کې ونيسي او په مطالعه کې له ډېره افراط څخه هم ډډه وشي. دغه راز د يو مطلب سرسري لوستل هم نه يوازي په مطالعه کې مرسته نه کوي، بلکې د وخت خوشي تېرول دي.

١٢: بايد د هرې ناستي وخت (د جزئياتو د لوستلو، دمسائلو د حل کولو، د تمرينونو د حل کولو، د ځوابونو د کتلو، ځان ته د نومرو ورکولو، د ستونزو د لري کولو او د درسي تېروتنو د له منځه وړلو چې زموږ ناسم ځوابونه يې راته په ګوته کړې دې) په منځ کې ووېشل شي. تاسو خپلې اخيستي نومرې د خپلو ورځنيو يادښتونو په کتابچه کې وليکئ او پام کوئ چې ستاسو نومرې هرومرو مخ په لوړېدو دې.

١٣: له دې ځايه څخه بالاخره ستاسو د کار پايله د کانکور له لاري جوتېږي. نو ېوه ارزښتناکه موخه په کانکور کې برياليتوب دى. يوه بله ډېره ارزښتناکه خبره د پوښتنو پېژندل، ډول او د هغوى ځانګړنې ده. ددغه کار لپاره کولاى سئ چې د پوښتنو ظاهري جوړښت، ارزښتناکو ټکو او نورو ځانګړنو ته يو سرسري پاملرنه وکړئ. له دې کار څخه موخه داده چې موږ وکولاى سو وروسته له څه وخت څخه د بيلګې په توګه په لوګارتم کې لس ډول ډول تمرينونه په ذهن کې جوړ ولرو او په پاى کې يې هم د کاغز پر مخ وليکو. او ياهم د فزيک د عدسيو او هندارو په بحث کې موږ کولاى شو چې لس ډول ډول تمرينونه وليکو. د يوې بيلګې په وړاندې کولو سره پورتنۍ خبره لږ نوره هم روښانه کوو:  تجربو ښودلي ده چې هغه زده کوونکې چې په ځانګړو درسونو کې له ٨٠% نه زياتي نومرې اخيستي وې کولاى شې چې ٢٠٠ ډول ډول تمرينونه له بيلابيلو مطالبو څخه د يادشوې څپرکي په اړوند جوړ، ياد او د حل له لارو سره يې يوځاى وړاندې کړي. دغه ډله محصلين موږ ته وايې چې د کانکور له نيمى څخه زياتو تمرينونو او پوښتنو سره اشنا دې ځکه چې مخکې له مخکې يې لا د کانکور پوښتنو ته ورته پوښتنې جوړي کړي، حل کړې او يادي کړې دي. د پورتنۍ خبري لامل دادى چې دغو محصلينو نه يوازي زيات تمرينونه کړې دي، بلکې له دغه تمرينونو سره يې ډېر ژور او د پام وړ غبرګون ښودلى دى او له حل څخه وروسته يې ددغو تمرينونو ځانګړنو هم ډېر پام کړى دى.

12. جدولونو، نقشو، منحني ګانو، له کرښو لاندې خطونو او انځورونو ته ښه پام کوئ ځکه ډېر ځله شکلونه له موِضوع څخه وتلي يو بل بحث سړې وريادوې. او د انځورونو يو بل ښه والى دادى چې په خپله ښايې له ځان څخه ډېر مالومات ليدونکي ته وړاندې کړي، که څه هم حجم ښايې لږ وې. د انځورونو په غور سره ځيرل نه يوازي له موږ سره ددرس د موضوع په سمه زده کړه کې مرسته کوي، بلکي کله خو لا داسې هم کېږې چې که سړى انځورونه ونه ګوري نسي کولاى د درس پوښتني ځواب کړې.

13. د ولې له ويلو څخه مه ويرېږئ. هڅه وکړئ چې په درس کې مو داسې برخه يا کومه کلمه ستاسو لپاره ګونګه پاتي نشي ځکه دغه کلمه چې تاسو يې دلته په مانا باندي پوه شوي نه ياست کېداى شي ستاسو په راتلونکو درسونو کې د يو ښه بحث يا څپرکي د مفهوم دګونګ پاتي کېدلو او سرخوږي لامل درته جوړ شي. دغه راز د فرمولونو او پايلو سره هم سم او ښکاره غبرګون کوئ او څو چې مو وس کېږي د هغوى د علت او پايلو په را ايستول کې ځيرک واوسئ.

محمد يونس برهان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب