ښځې دقضا دنده پرمخ بيولى شي؟

پوښتنه : اّيا ښځه  قاضى كيدلى شي په داسې حال كې چې ما دقضا په شرايطو كې لوستي وو چې قاضي به نارينه وي؟
ځواب :
داسلام په اړه بحثونو كې دغه موضوع ډيره څيړل كيږي چې اّيا ښځه قضا پرمخ بيولى شي او په ځانګړې توګه نامسلمانه وګړي خوپه خپلو نيوكو كې خامخا دغه څه ته اشاره كوي ,مسلمان پوهان هم په ځينو وختونو كې داسلام نه ددفاع او دانساني حقونو تش په نوم ددفاع ټولنو دماتولو په موخه يواځې عقلي دلايل وړاندې كوي ,مګر دې خبرې ته اړتيا ده چې يوازې دعقل پر اساس نه بلكې دقراّن او سنتو په رڼا كې  دريځ ونيول شي دابيله خبره ده چې دانساني حقونو تش په نوم علمبرداران يې مني او كه نه؟
كه مشهورو فقهي مذهبونو ته وګورو نو دهدايې مولف  چې دحنفي مذهب پر اساس دقضا لپاره كوم شرايط وړاندې كړې هغه دادي :
مسلمان به وي.
مكلف به وي .
ازاد به وي.
دعقل څښتن او بينا به وي.
دتهمت حد به پرې جاري شوى نه وي.
اوريدل به ښه كولى شي.
ګونګ به نه وي.
په دغو صفاتو كې نارينتوب  او اجتهاد شرط نه دى ( البحرالرايق ج6 ص 257- 258 )

ددې په مقابل كې بيا په مالكي فقه كې نارينتوب  هم ورسره شرط دى ( الشرح الصغير ج 4 ص 187- 188 )
په حنبلي  فقه كې نارينتوب اړين بلل شوى مګر امام ابن جرير طبرى نه نقل دي چې هغه شرط نه دى.
په شافعى فقه كې هم دنارينتوب شرط اړين ښودل شوى دى ( المنهاج ج4 ص 375-377)
البته په حنفي فقه كې دحدود او قصاص په دعوو كې ښځه قاضي قضاوت نشي كولى( هدايه ج3 ص 125 ).

كوم مذاهب چې دښځې دقضا پلوي نه دي په دليل كې وايي  چې يو مهال ايرانيانو يوه ښځه  پرځان مشره كړه او بيا يې په اړه پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې هغه قوم نشي بريالىكيداى چې خپلې چارې ښځو ته وسپاري او يا دا دليل نيسي چې ښځه به دقضا په حالت كې دسړيو په منځ كې ناسته وي نودستونزو ښكار به شي , اما داچې زموږ وګړي حنفى مذهبه دي نوپه حنفي مذهب كې له قصاص او ديت پرته نورې معاملې او چارې ښځو قاضيانو ته هم وړاندې كيداى شي  نومعنا داچې ښځه هم  قاضي كيداى شي.
(دكتور انيس احمد)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب