ښځي ته زوي ويل څه حكم لري؟

پوښتنه:

 زما یو دوست هر وخت خپلې ښځې  ته  د زوي خطاب کوي ورته وايي زویه څنګه یې؟؟؟ زه ورته وایمه داسې کلمات مه کاروه هغه وايي څه خور یا مور خو نه ورته وایمه یوازی زویه ورته وایمه ما داپوښته ستاسو مخ ته کيښودله چې اسلام کې خپلې ښځې د زوی لقب ورکول څنګه دي؟؟؟؟ ځکه د خور، مور او یا لور لقب ورته وکارول شي طلاق ظهار منځته راځي په دې سره څه کیږي ګناه لري او که طلاق ظهار منځته راځي؟ ستاسی د فتوا په تمه
مینه ناک

ځواب:

 الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله ومن والاه.
په اسلامي فقه كې  د ظهار حكمونه ښه په  تفصيل سره  بيان  شوي دي  الله تعالى دې مونږ ته توفيق را په برخه كړي چې د خپل  دين فهم ځان ته حاصل  كړو او تل پدې لټه كې اوسو چې  ځان وپوهوو امام بخاري په بخاري شريف يو باب كښلى (باب العلم قبل القول والعمل)  يعنى د وينا او عمل نه وړاندې مونږ  بايد علم او پوهه ولرو بيا هغه وينا چې  وايو يې او يا هغه كار چې كوو يې ترسره كړو.

زما په اند د پوښتونكي په ځواب  كې بايد ووايو چې داسې  خبرې او كلام بايد له سړي څخه صادر نه شي چې سبا پرې پښيمانه  او نادم وي په حديث شريف كې راځي : (…ولا تكلم بكلام تعتذر منه غدا…)( جامع الاحاديث ، جلال الدين سيوطي، ۳ص ۴۳۷ مناوي  وايي: د احمد اسناد حسن دى)  دا چې  غالبا  د زوى كلمه  پر هلك او نارينه باندې  دلالت كوي او د ظهار په مسائلو كې ډيرى  د ښځينه محرماتو  د تشبيه مساله راغلې ده  يعنى هغه مهال ظهار صورت مومي  چې خپله ميرمن او يا د هغې  كوم غړى  د محرمې سره او يا دمحرمې كوم غړي سره  تشبيه كړي .
زمونږ په اوسنۍ مساله كې  زما په  اند دا يو مهمل لفظ دى  پدې  څه نه كيږي ، خو د داسې  خبرو نه ډډه په كار ده  د مسلمان هره كلمه بايد داسې وي چې په هغې حساب وشي ځكه:( مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ) ق: ۱۸
يعني : كوم لفظ  چې د تاسې  له خولې وځي هرو مرو به هغه ليكلى او تيار ومومئ.
والله اعلم

 مولوي محمد امان رسولي

د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ