د اصول الفقه د بعضې قواعدو په اړه معلومات

د اصول الفقه د ځینو قواعدو په اړه معلومات:

د احنافو د مذهب دا اصول دي چې کله يو حکم په قران کريم کي مطلق ذکر شي نو ترڅو چې په هغه باندې عمل کول ممکن وي نو عمل به پرى کولى شي په حديث احاد سره هغه حکم مقيد کول جايز ندي.

د لا زياتې پوهې لپاره دا مثال دي چې :

د اوداسه په اړه په قران کريم کې دا آيت دى چې : يا ايهاالذين آمنوا اذا قمتم الى الصلوة فاغسلوا وجوهکم و ايديکم الى المرافق وامسحوا برءوسکم و ارجلکم الى الکعبين…. الآية

ژباړه: اين مؤمنانو کله چې تاسو د لمانځه اراده وکړي په داسې حال کې چې تاسو بي اودسه ياست نو ووينځي خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې او مسحه وکړي په خپل سرونو او ووينځي خپلى ښپې تر بجلکو پورې…….

دلته پدې آيت کې د دې څلورو اعضاؤ وينځل مطلقا ذکر شوى دي چې دا فرض دي. نو په حديث احاد سره پدې باندې فرضيت د نيت يا فرضيت د ترتيب يا فرضيت د پرلپسې وينځلو د اندامونو يا فرضيت د بسم الله ويلو جايز ندى . په حديث احاد به داسې عمل کوي چې د قران کريم په حکم کې تغير رانشي. نو نتيجه دا شوه چې دا څلور اعضاء وينځل فرض شول پدې آيت سره او نيت او ترتيب او پرلپسې وينځل د اندامونو يا بسم الله ويل سنت شوه په حديث احاد سره.

بل مثال په قران کريم کې د زنا د حد په اړه دا آيت راغلي دى چې : الزانية والزاني فاجلدوا كل واحد منهما مائة جلدة…. الآية

ژباړه: زانيه ښځه او زاني سړى چې متاهل نوي يعنې واده کړي نوي هر يو ١٠٠ درې ووهي.

په يو حديث احادث کې راځي چې : البكر بالبكر جلد مائة وتغريب عام…. ژباړه: باکره يعنې نا واده شوى هلک يا جينې ١٠٠ درې وهل دي او يو کال د کلي نه شړل دي.

احناف وايې په قران کريم کې د زنا لپاره ١٠٠ درې حد ملطقا ذکر شوى دى. د کلي نه يو کال شړل په حديث احاد کې راغلي دي نو د قران کريم آيت په حديث احاد سره مقيد کول جايز ندي په حديث احاد به په داسې طريقي سره عمل کوي چې د قران کريم په حکم کې تغير رانشي نو نتيجه دا شوه چې حد د زنا ١٠٠ درې شو او د کلي نه ويستل مشروع شو سياستا او راى د قاضې ته چې هغه يې د کلي نه يو کال لپاره شړلو کې مصلحت ګوري او که نه ګوري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب