د سهار چای نه څښل مو په دغو وژوونکو ناروغیو اخته کوي

په دې وروستیو کې یوې نوې څیړنې پر بنسټ روغتیايي کارپوهان وايي چې د سهار چای نه څښل انسان د فلج او د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

په دغې څیړنې کې ۱۳۰۰۰۰ کسانو ژوند وڅیړل شو په کوم کې چې ۴۵ او یا له دې څخه زیات عمر لروونکي نارینه او ښځې شاملې وې.

په دغې څیړنې کې څرګنده شوې چې هغه کسان چې په اونۍ کې ډیر ځلي د سهار چای نه څښي هغوي نسبت نورو کسانو ته ډیر د فلج په ناروغۍ اخته کیږي چې له همدې امله ډاکټران وايي چې په هیڅ صورت باید د سهار چای له لاسه ورنکړل شي.

په دغې څیړنې کې د څیړل شوو کسانو له جملې څخه ۳۷۷۲ کسان د فلج او ۸۷۰ کسان د زړه په ناروغیو اخته شول. له دې څخه څرګندیږي چې په هر ۱۰۰ هغو کسانو کې چې د سهار چای نه څښي ۲۰ کسه يي د زړه او یا هم فلج په ناروغیو اخته کیږي.

دغه څیړنه د اوساکا د پوهنتون ساینسپوهانو لخوا ترسره شوې کوم کې چې د خلکو بدني روغتیا له ډیر نژدې څخه تر نظر لاندې نیول شوی او څیړل شوی.

د یو شمیر نورو څیړنو پر بنسټ که چیرې د سهار چای نه څښل عادت وګرځول شي نو ورو ورو مضر کولیسټرول په بدن کې زیاتیږي او د وینې فشار هم لوړیږي. کله چې دغه دوه ناروغۍ زیاتې شي نو انسان په وژوونکو ناروغیو اخته کولی شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب