ښارې فرهنګ ته باید وده ورکړل شي

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په زیاترو ولایتونو کې یو شمېر تفریحي پارکونه د افغان دولت ښاروالیو او خصوصي سکتور لخوا جوړ شوې دي، دغه پارکونو که څه هم د خلکو نفوس په پرتله په نشت برابر دي خو بیاهم یو څه د خلکو تنده پرې ماتېږي.
څو ورځی مخکي له خپلو کوچنیو ماشومانو سره چلستون باغ ته تللي وم دغه باغ په دې وروستیو کې د دولت لخوا رغول شوې چې ډېره زیاته خواري پرې شوي او په هر لحاظ د خلکو لیدلو لپاره مناسب ځای دي خو په خلکو کې د ښاري فرهنګ د نشتوالي له امله د باغ مسولینو ته څو برابره کارونه زیات کړي.
چېرته چې خوراکي توکي استعمال کړي همالته یې پاتې شونې په خپل ځای پرېږدي حال داچې د باغ په مختلفو برخو او څنډو کې د خځلو ټېمونه یې کېښودل شوې ترڅو د خوراکي توکو پاتې شونې هلته واچول شي.

نو ددې لپاره باید افغان دولت د خلکو د عامه پوهاوې لپاره یو څه په لویو لارو ، جادو، او عامه ځایونو کې لوی او غټ بنرونه جوړ کړي ترڅو خلک تشویق شي ترڅو خپل پاتې شونې په مناسبو ځایونو کې واچوي.

په دغه کار سره له یوې خوا د ککړتیا مخنیوي کېږي او له بلې خوا خلک د مختلفو امراضو له ستونزو څخه ژغورل کېږي ځکه همدا اوس په کابل کې هوا ډېره ککړه ده او د خلکو ژوند یې له تهدیدونو سره مخ کړي نو دغه تفریحي پارکونه د کوچنیو ماشومانو د ساعتریو لپاره یو په زړه پورې ځایونه دي ترڅو هلته ماشومان په خلاص مټ او په پاک او ښکلي چاپېریال کې لوبې وکړي.

خان ولي کامران

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب